څه وخت مخکې د امريکا د مشهورې مجلې (ټايم) د تازه ګڼې د پښتۍ پۀ ليدلو سره حيران شوم چې په دې ګڼه کې يې (مارک زکربرګ) د کال د شخصيت په حيث معرفي کړی ؤ.
چې کله مې دا مضمون ولوستۀ حيراني مې دوه برابره شوه پۀ دې مضمون کې يې (مارک) ستر ذهين، ټولنيز شخصيت او د بېوزلو خواخوږی ثابت کړی ؤ.
کيدای شي (مارک) پۀ رښتيا هم ذهين او خواخوږی ؤ خو دا حقيقت هم څوک نۀ شي پټولی چې (مارک) خپلو درې ملګرو ته په دوکه ورکولو سره د هغوی مهمه نظريه غلا کړې وه .
هغۀ د دې دريو زده کوونکو نظريات غلا کول او فيس بوک يې منځ ته راوړ چې فيس بوک وروسته ډېر مينه وال پيدا کړل ، چې پۀ حقيقت کې د هغو دريو زده کوونکو پۀ ځای مارک شهرت پيدا کړ او هغوی د امريکې نه پرته بل څوک نۀ پېژني .
ويل کيږي چې (مارک) لۀ رسنيو څخه تښتي کيدای شي چې د خجالت لۀ امله چا سره ځان نشي مخامخ کولای، خو د (ټايم) پۀ خپرونه کې ددۀ ډېر تعريفونه وشول چې دا د دې اثبات دی چې لويديځې رسنۍ (ددوی پۀ اصطلاح) له ״ زيرو نه هېرو״ جوړوي او د خلکو پۀ سترګو کې خاورې اچوي.
راځئ وګورو چې (مارک) خپلو ملګرو ته څنګه دوکه ورکړه او د عزت، دولت اوشهرت څښتن شو.
***
پۀ ٢٠٠٢ ميلادي کال کې کله چې د هارورډ پوهنتون يو هندي الاصله امريکايي زده کوونکي (ديونريندر) ته دا فکر پيدا شو چې واسې يوه وېب پاڼه جوړه کړي پر مټ يې د ټولو ښوونيزو ادارو زده کوونکي او زده کوونکې يو بل سره خوالۀ وکړي او پۀ نورو ټولنيزو چارو کې برخه واخلي .
(ديونريندر) خپلو ټولګيوال، د خونې ملګري او دوستان لۀ دې نظريې خبر کړل هغوی هم دا نظريه خوښه کړه او ويې غوښتل چې دې نظريې ته د عمل جامه ورواغوندي .
پۀ لومړنيو خبرو اترو کې د نوموړې وېب پاڼې نوم Harvard connection پېشنهاد شو چې هدف يې پۀ ټوله امريکا کې ښوونيزو اداروته لاس رسی ؤ.
د ٢٠٠٣ ميلادي کال پۀ جنوري کې هغۀ د هارورډ پوهنتون د يو پروګرامر دوست (سنجی ماوين) همکاري ترلاسه کړه، (سنجی ماوين) درې واړو دوستانو ته پاڼه ډيزاين کړه خو کله چې د ٢٠٠٣ ميلادي کال پۀ اپرېل کې هغه په ګوګل کې مقرر شو نو دا پلان يې پرېښود.
د (سنجی ماوين) پۀ رخصتېدلو سره درې واړو ملګرو يو بل پروګرام جوړوونکي ملګري (ويکټرګاؤ) نه غوښتنه وکړه چې ددوی وېب پاڼه بشپړه کړي (ويکټرګاؤ) پۀ یو ټاکلي معاش ددوی لۀ پاره کار پيل کړ هغه د٢٠٠٣ م کال تر نومبر پورې د وېب پاڼې کوډ او ځينې نور کارونه بشپړ کړل خو په دې مياشت کې يې د شخصي ستونزو لۀ کبله دا پروګرام پرېښود او هغه درې واړو ملګرو ته يې لارښوونه وکړه چې (مارکزبرګ) سره اړيکې ونيسي، تر دې وخته پورې (مارک زکربرګ) پۀ هارورډ پوهنتون کې د ښۀ پروګرام جوړوونکي پۀ حيث مشهور شوی ؤ .
پۀ اصل کې هغۀ د فيس ميش پۀ نوم يوه وېب پاڼه درلوده، د هغه د کار طرزالعمل داسې ؤ چې مارک د هارورډ لۀ ښوونيزو وېب پاڼو څخه د زده کوونکو انځورونه غلا کول او او پۀ فيس ميش کې به يې خپرول او بيا به د ويب پاڼو ليدونکو زده کوونکو ددې خبرې فيصله کوله چې کوم يې پۀ زړۀ پورې دی .
پۀ فيس ميش کې د ښکلا لۀ نظره د زده کوونکو لړليک هم موجود ؤ. څۀ رنګه چې ځوانان د ظاهري بڼې پۀ اړه ډېر حساس وي نو ځينې هلکانو او نجونو دا وېب پاڼه خوښه نۀ کړه او هغوی پۀ مارک تور ولګاوۀ چې هغه د دوی لۀ اجازې پرته انځورونه اخلي چې پۀ پايله کې د هارورډ پوهنتون د زده کوونکو د نظم کميټي هغه وروغوښت، د هارورډ د دولتي مجلې (کرمزسن) د ٢٠٠٣م کال د نومبرپۀ ١٩ګڼه کې د خپارۀ شوي يو مضمون لۀ مخې پۀ مارک باندې د امنيت خرابولو، د چاپ د حقوقو څخه د سرغړاوي او د ځانګړو (پټو) رازونو د ښکاره کولو تورونه سم ثابت شول، پۀ مضمون کې دا هم ليکل شوي چې د مارک لۀ پاره ښۀ خبر دا دی چې لۀ پوهنتونه به نۀ وېستل کيږي . د مارک لۀ دې ستونزو سره سره ددۀ وېب پاڼې ډېر شهرت وموند او لۀ ٤٠٠ څخه زياتو زده کوونکو ٢٢٠٠٠ ځله وکتله .
د يوې ټولنيزې وېب پاڼې د جوړولو د قابليت لۀ امله (ويکټر) د (مارک) نوم دريو ملګرو ته ښودلی ؤ نو لۀ دې امله د ٢٠٠٣ م کال د نومبر پۀ لومړۍ اونۍ کې (ديونريندر) (مارک) ته داسې بريښناليک لېږلی ؤ:
((مونږ داسې يوه وېب پاڼه جوړوو چې هغه به طوفان راپورته کړي نو د هغې پۀ جوړولو کې مونږ سره مرسته وکړه.))
تر دې وخته (سنجی) او (ويکټر) د هارورډکنکشن د کوډ جوړولو کار کاوۀ او دوی هغه طريقه هم منځ ته راوړې وه چې پۀ مرسته يې کاروونکي يو بل سره اړيکې نيولی شي چې (ويکټر) دې طريقې ته د Hand shake نوم ورکړی ؤ .
د (ديونريندر) او (مارک) د برېښناليکونو لۀ تبادلې نه وروسته دې نتيجې ته ورسېدل چې لۀ نژدې سره وګوري چې دا ليدنه د نومبر پۀ ٣٠ شپه د پوهنتون پۀ خوړن ځای (طعام خورۍ) کې وشوه، څلور واړو د ډوډۍ خوړلو پۀ وخت د هارورډکنکشن پۀ اړه هم خبرې وکړې .
(نريندر) ، (کيمرون) او (ټېلر) مارک ته وويل چې دا يو پټ پلان دی چې لومړی ټولو ښوونيزو ادارو او بيا پۀ ټول هيواد کې خپريږي ، او همدارنګه دا ډېره مهمه ده چې وېب پاڼه بايد تر ټولو لومړی Lunch شي .
مارک د وېب پاڼې د تفصيل پۀ اورېدو متاثر شو او هغۀ پۀ پلان کې د برخې اخيستلو پرېکړه وکړه نو لۀ دې امله درې واړو ملګرو هغه ته د Private Server ځای وروښودۀ او مارک ته يې د ننوتلو لۀ پاره Password هم وروښودۀ، مارک هغوی سره وعده وکړه چې هارورډ کنکشن به ژر تر ژره بشپړ کړي .
څو ساعته وروسته پۀ همدې شپه د مارک لۀ خوا (نريندر) او ملګرو ته يې دا بريښناليک واستول شو چې :
((ما وېب پاڼه ډېر پۀ غور وکتله او يقين لرم چې بشپړول به يې ډېر وخت ونۀ نيسي او زۀ به تر سبا پورې وپوهېږم چې په دې وېب پاڼه کې کوم کار پاتې دی او څۀ ډول زياتونې پکې شونې دي، بيا به نورې خبرې کوو))
بله ورځ د مارک لۀ خوا د وېب پاڼې ډلې ته برېښناليک واستول شو چې ليکلي يې ؤ:
(( ما لۀ دوه رجسټرېشن پېچو څخه پر يوۀ کار بشپړ کړی دی نو ځکه اوس زما پۀ کمپيوټر وېب پاڼې سم کار پيل کړی دی اوس زه پکې ټول کارونه سمووم چې وېب پاڼه د Lunch کولو وړ شي، زۀ به تاسو ټول د کار لۀ جريان څخه خبرووم))
لۀ دې برېښناليکونو څخه معلوميږي چې مارک پۀ ډېره مينه کار کاوۀ او هغۀ غوښتل چې د هارورډکنکشن د ډلې يو مخلص غړی شي، خو پۀ څو ورځو کې د مارک د برېښناليکونو وضع بدله شوه.
پۀ پيل کې لۀ برېښناليکونو څخه داسې ښکارېده چې پۀ ډېره مينه خپل کار کول غواړي خو پۀ تدريج سره داسې څرګند شو چې پۀ ښوونيزو چارو کې ډېر مصروف دی او دومره وخت نۀ لري چې نور څۀ وکړي.
مارک د ډسمبر پۀ څلورمه ملګرو ته وليکل :
(( ملګرو وبښئ چې تېره شپه ستاسو درې څلور مسکالونه راغلي ؤ او ما جواب نۀ کړای شول پۀ هغۀ وخت کې مې د کمپيوټرساينس پۀ خپلو ستونزو کار کاوۀ))
د ډسمبر پۀ لسمه يې داسې برېښناليک واستاوۀ:
(( دا اونۍ زۀ ډېر مصروف وم نو لۀ دې امله مې د وېب پاڼې هيڅ کار ونۀ کړای شو حقيقت دادی چې زما بيخي پۀ ياد نۀ شوه نو پۀ دې خاطر زما په اند بايد خپله ليدنه وځنډوو او په يو مناسب وخت کې به ليدنه ترسره کړو، سبا هم ډېر مصروف يم نو سبا هم ليدنه نۀ شو کولای.))
يوه اونۍ وروسته دريو ملګرو ته د مارک دا برېښناليک ورسېدۀ:
((ملګرو وبښئ پۀ تېرو څو ورځو کې مې تاسو ته وخت پيدا نۀ کړ، پۀ اصل کې زۀ پۀ دې ټول وخت کې پۀ لابراتوار کې وم، زۀ د CS د ستونزې پۀ لرې کولو کې مصروف وم چې تر اوسه نۀ يم توانېدلی.))
پۀ پای کې د ډسمبر په ١٧ مارک د هارورډکنکشن ډلې سره مخامخ شو، دا ليدنه پۀ ليليه کې وشوه دا ځل هم مارک د وېب پاڼې د کار سره علاقه وښوده هغۀ (کيمرون)،(ټيلر) او(نريندر) ته وويل چې : وېب پاڼه نژدې بشپړه شوې خو تر کار لاندې وېب پاڼه يې ور ونۀ ښوده او نۀ يې درې واړو ملګرو غوښتنه وکړه .
د ٢٠٠٤ م کال د جنوري پۀ اتمه دمارک دا برېښناليک هارورډ کنکشن ورسېد:
(( وبښۍ چې تاسو سره مې اړيکه ونۀ نيوله لامل يې دا ؤ چې زه تېره اونۍ ډېر مصروف وم زه بايد د پروګرام جوړولو درې پلانونه بشپړ کړم او تر دوشنبې پورې نهايي ازموينه هم لرم پۀ هر صورت راتلونکې سه شنبه به د وېب پاڼې پۀ اړه خبرې کوو پۀ اصل کې زما پۀ اند اوس هغه وخت نۀ دی رارسېدلی چې وېب پاڼه پيل کړواو نورو تياريو ته اړتيا ده.
د جنوري پۀ يوولسمه مارک د فيس بوک ډومين رجسټر کړ دوه ورځې وروسته هغه پۀ وروستي ځل د هارورډکنکشن لۀ ډلې سره وکتل مارک هغوی ته بيخي ونه ويل چې هغۀ د فيس بوک پۀ نوم د خپلې ټولنيزې شبکې وېب پاڼه رجسټر کړې ده بلکې هغۀ وويل چې زۀ شک لرم چې هارورډ کنکشن به پۀ ښه ډول کارونۀ کړای شي، مارک درې واړه پۀ دې وينا سره حيران کړل چې: ((زما ښوونيز کارونه ډېر زيات دي چې زما زيات وخت پرې لګيږي نو لۀ دې امله زۀ د وېب پاڼې کار اوس نۀ شم کولای))
لۀ دې وروستۍ ليدنې څخه دوه اونۍ وروسته د فبروري پۀ څلورمه مارک د فيس بوک کار پيل کړ.
د فبروري پۀ شپږمه د هارورډ پوهنتون پۀ مجله کې د چاپ شوي مضمون پۀ نتيجه کې (کيمرون)،(ټېلر) او (نريندر) د مارک لۀ وېب پاڼې څخه خبر شول کله چې دوی وېب پاڼه وليدله نو پۀ دې ډېر خواشيني شول چې هغۀ ددوی لۀ تصوراتو سره سمه جوړه کړې وه.
د فبروري پۀ لسمه درې واړو ملګرو مارک ته د ملامتۍ ليک ورواستاوۀ او ورته ويې ويل چې تا لۀ مونږ سره د تړون پۀ ماتولو سره وعده خلافي وکړه او زمونږ د نظريې په ماتولو سره دې مونږ سره دوکه وکړه تر دې وروسته يې د پوهنتون اداره هم د مارک لۀ دوکې څخه خبره کړه ، دوی ويل چې مارک د پوهنتون له اصولو او د زده کوونکو د هينډ بوک د قوانينو څخه سرغړونه کړې تر څو د پوهنتون مشر (ليري سيمز) ددې پرېکړې پۀ کولو ونۀ توانېدۀ او درې واړو زده کوونکو ته يې دا مشوره چې محکمې ته لاړ شي .
د ٢٠٠٤ تر مئ پورې هغوی د بېلا بېلو پروګرام جوړوونکو پۀ مرسته د هارورډ کنکشن وېب پاڼه بشپړه او پيل کړه څه وخت وروسته يې نوم (کنيکټ يوکام) کېښودۀ.
د ٢٠٠٤ پۀ سپتمبر کې درې واړو ملګرو د تړون پۀ ماتولو او د فکر د غلا کولو پۀ تور محکمې ته کش کړ خو د (کيمرون)،(ټيلر) او (نريندر) لۀ محکمې څخه د حق او عدالت اميد پوره نۀ شو، محکمې د دوی درې واړو دلايل کافي ونۀ ګڼل او قاضي (ډګلس وډ لاک) وويل چې پۀ خوړن ځای (طعام خورۍ) کې د ټوکو خبرو ته معاهده نۀ شي ويل کېدای.
پۀ اصل کې بنسټيز قانوني ټکی دا ؤ چې د درې واړو ملګرو او مارک تر منځ ليکلی تړون موجود نۀ ؤ چې پۀ محکمه کې يې ښکاره کړی ؤ نو دعوه پای ته ورسېده او د ٢٠٠٨ پۀ فبروري کې د دواړو تر منځ سوله وشوه چې د ليکلي تړون لۀ مخې مارک او ددۀ کمپنۍ فيس بوک د تاوان پۀ ډول درې واړو ملګرو ته ٦٥ ميلونه ډالر ورکړل نو لۀ دې پرېکړې څرګنده شوه چې پۀ وړو کې ضرور شګه شته، مارک دريو ملګرو ته ډېرې زياتې پيسې د دوې د خولو د بندولو لۀ پاره ورکړې .
امريکايانو ددې پرېکړې پۀ اړه بحثونه کول چې د امريکا د مشهورې تجارتي ويب پاڼې (بزنس انسايډر) راپورترانو ډېر ستر کار وکړ، دې راپورترانو پۀ يو نۀ يو ډول د هغۀ کپيوټر هارډډسک ته لاس رسی پيدا کړ چې پۀ هارورډ کې د مارک سره ؤ، هغوی د نوموړي هارډډسک څخه داسې برېښناليکونه او Instant مسيجونه لاس ته راوړل چې د مارک زکربرګ پټ مخ يې را لوڅ کړ لۀ نوموړو پيغامونو څخه معلوميږي چې د هارورډ کنکشن پۀ ليدلو سره د مارک نېت بدل شو، مارک بيا لۀ هغې سره ورته وېب پاڼه جوړه کړه اود هارورډکنکشن کار پاتې شو، ځکه ښکاره ده چې پۀ پوهنتون کې يې د ټولنيزې شبکې لومړنۍ وېب پاڼه منځته راوړه نو د فيس بوک هومره د خلکو خوښه شوه.
دغه لاس ته راغلي برېښناليکونه او Instant مسيجونه يې پۀ هغه وخت کې خپلو ملګرو او مور او پلار ته لېږلي وو.
يو مسيج د ٢٠٠٣ کال د ډسمبر پۀ اوومه مارک خپل يو ټولګيوال او د فيس بوک يو تن بنسټ اېښودونکي ته استولی ؤ پۀ ښکاره ډول معلوميږي چې د (پي پال) کمپنۍ پخواني مشر (پيټر تيل) پۀ فيس بوک کې پۀ پانګه اچولو سره مرسته وکړه، د ٢٠٠٤ کال پۀ سپتمبر کې هغۀ پۀ فيس بوک کې پنځۀ لکه ډالر پانګه واچوله خو حقيقت دادی چې پۀ فيس بوک کې تر ټولو لومړنی پانګه اچوونکی د هارورډ پوهنتون زده کوونکی او د مارک ټولګيوال (ايډورډوسيورين) ؤ.
(سيورين) به پۀ عصري جامو کې ټولګي ته راتۀ او پۀ دې به خوشالېدۀ چې خلک داسې فکر وکړي چې بډای دی او د برازيلي مافيا سره اړيکې لري.
يو ځل خپله مارک پۀ يو Instant مسيج کې خپل يو بل ملګري ادم ته وويل: (( سيورين زما د پانګه اچونې ټولنې څښتن دی او ډېر بډای دی)) . ايډورډو سيورين د مارک يو اعتمادي ملګری ؤ.
پۀ ٢٠٠٤ کې مارک يو بل ملګري ته وويل: سيورين زما د وېب پاڼې د سرورونو(Servers) ټول مصارف پۀ غاړه اخلي .
پۀ پايله کې سيورين پۀ فيس بوک کې ١٥٠٠٠ ډالره پانګه واچوله او پۀ بدل کې يې پۀ کمپنۍ کې ٣٠٪ شريک شو خو سيورين عملاَ د فيس بوک سره زيات وخت تړلی پاتې نۀ شو.
پۀ ٢٠٠٤ کې کله چې مارک لۀ نورو ملګرو سره اړيکې ونيولې نو سيورين پۀ نيويارک کې نورې بوختياوې پيداکړې، پۀ زړۀ پورې خبره داده چې کله فيس بوک بريالی شو نو مارک د سيورين برخه ١٠٪ ورکړه چې پۀ نتيجه کې د دواړو تر منځ دعوې رامنځ ته شوې، پۀ هر صورت سيورين اوس هم د فيس بوک پۀ ٥٪ کې شريک دی، د زده کړې پۀ مهال سيورين او مارک ډېر نژدې دوستان ؤ.
د ٢٠٠٣ م کال پۀ دسمبر کې کله چې مارک (کيمرون)،(ټيلر) او نريندر ته وښوده چې ډېر مصروف دی او د سر ګرولو وخت نۀ لري نو پۀ هغه وخت کې يې سيورين ته بل ډول خبره کړې وه، د هارورډ کنکشن د ډلې سره لۀ ليدنې څخه يوه اونۍ وروسته د دسمبر پۀ اوومه مارک (سيورين) ته دا Instant مسيج لېږلی ؤ :
((ملګريه دا وېب پاڼه وګوره :
تا ته به معلومه شي چې ځينې خلک د Dating (د اړيکه نيولو) وېب پاڼې جوړولو هڅه کوي خو هغوی اشتباه کړې هاهاها
هغوی ماته ويلي چې دا ويب پاڼه جوړه کړه زۀ يې جوړول ځنډووم تر څو لومړی زمونږ وېب پاڼه فيس بوک Lunch شي ))
لۀ دې Instant مسيج څخه معلوميږي چې د هارورډکنکشن وېب پاڼې د خصوصياتو او جزياتو لۀ ليدلو څخه وروسته مارک د يوې اونۍ پۀ دننه کې د خپلې ورته وېب پاڼې فيس بوک جوړولو پرېکړه وکړه، سربېره پر دې دا هم معلومه شوه چې مارک د خپلو رقيبانو (هارورډکنکشن ډلې) د ناکامولو لۀ پاره هم پلان نيولی دی يو دا چې د هغوی کار يې ځنډولی ؤ او لۀ بلې خوا مارک درې واړو ته ويلي ؤ چې وېب پاڼه بشپړېدونکې ده .
په هغو ورځو کې کله چې چالاکه ځوان مارک ملکرو سره پۀ چکر مصروف ؤ نو د خپلو پلانونو پۀ اړه يې يو بل ملګری (ادم ډي انجيلو) خبر کړی ؤ .
مارک چې کله د فلپس ايکسټيراکاډمي په نوم ښوونځي کې داخل ؤ نو هلته يې لۀ ادم سره ليدنه شوې وه او ملګري شوي ؤ، دوی دواړو بيا پۀ ګډه (ساينا پاس) ميوزيک پلېر جوړ کړ. تر هغې وروسته د (کال ټيک) لوستلو لۀ پاره لاړ خو د دواړو اړيکې وې او وروسته ادم د فيس بوک د تيکنالوجۍ مشر افسر شو ، مارک خپل دا ملګری د برېښناليکونو پۀ واسطه لۀ خپلو پلانونو او د هارورډکنکشن پۀ خلاف لۀ توطيې څخه خبر کړ .
د ادم او مارک تر منځ يو Instant مسيج ډېر مهم دی ځکه چې توطيه ترې څرګنديږي:
مارک : ((ما تاته ويلي ؤ چې يو Dating (د اړيکه نيولو) وېب پاڼه هارورډ کنکشن جوړولو کې مصروف يم خو هغه فيس بوک سره زياته مشا به ده زما پۀ اند چې دا دواړه وېب پاڼې وړاندې وروسته کار پيل کوي خو زه به د Dating ډلې ...... وکړم او هغوی به په دوکه کې پرېږدم چې د دوی کار کيږي.
ادم : ها ها ها
مارک : زما وېب پاڼه فيس بوک يو څۀ مختلف دی چې زۀ د دې مشهورتيا د Dating وېب پاڼې پۀ حيث نۀ کووم ځکه زما پۀ فکر کۀ هلکانو او نجونو ته معلومه شي چې دا Dating سايټ دی نوSign به يې نۀ کړي ليکن Dating (هارورډکنکشن ډله) هم د خپلې وېب پاڼې د ښۀ کولو کوښښونه کوي پۀ ځانګړي ډول کۀ چېرې دواړه وېب پاڼې پۀ يو ځل وړاندې شي نو فيس بوک ته به ګواښ رامنځته شي او کيدای شي چې بريالی نۀ شي، نو دا مسئله به څنګه حل کيږي؟
ادم : زما پۀ فکر مونږ بايد فيس بوک لۀ Dating څخه لرې وساتو او يوازې د ټولنيزو اړيکو وېب پاڼه وي .
مارک : سمه ده او زه لۀ دې خبرې نه کرکه لرم چې بل چاته کار وکړم زۀ د مامور پۀ حيث کار کول نۀ خوښووم، زۀ داسې کووم چې د فيس بوک په بشپړولو سره کېنم کله چې هغوی (هارورډکنکشن ډله) وپوښتي چې د دوی کار خلاص شوی دی نو زه به ووايم ګورئ ورونو! دا فيس بوک ستاسو لۀ ويب پاڼې څخه ډېر ښۀ دی کۀ تاسې لۀ ماسره شريکېږئ نو راځئ او کۀ دا غواړئ چې ستاسو وېب پاڼه بشپړه کړم نو انتظار وکړئ، ددې پلان پۀ هکله ستا څۀ نظر دی؟
ادم: ملګريه هغوی دفع کړه او خپل کار وکړه.
مارک : خو مسئله داده چې هغوی سره پيسې دي هغوی به بل پروګرام جوړوونکي ته دنده وسپاري بيا د خپلې ويب پاڼې د مشهورولو لۀ پاره هغوی سره پانګه هم شته، پۀ ياد مې شو! ما سره هم پيسې دي زما يو ملګری زما پۀ وېب پاڼې پيسو لګولو ته تيار دی .
ادم: ډېر ښه.))
تر دې وروسته مارک د برېښناليکونو او تيليفون پۀ واسطه هارورډ کنکشن ته دا باور ورکاوۀ چې د هغوی کار ردوان دی حال دا چې هغه شپه او ور ځ د فيس بوک بشپړولو کې مصروف ؤ، هغه وېب پاڼه چې د ايجادولو فکر يې د هارورډ کنکشن پۀ شکل کې منځ ته راغلی ؤ پۀ دې وخت کې مارک دا پرېکړه کړې وه چې د دې درې واړو کار به خرابوي .
مار پۀ يو بل Instant مسيج کې ادم ته ويلي ؤ :
زۀ پوهېږم چې د ستونزې ترټولو غوره حل دادی چې زۀ هارورډ کنکشن بشپړ نۀ کړم او پۀ دې وخت کې پۀ فيس بوک کار وکړم، خو د مارک د يو نژدې خپلوان د دوکې دا کارونه خوښ نۀ ؤاو پۀ Instant مسيج کې يې مارک ته ليکلي ؤ:
زما پۀ فکر هيڅ انسان ته نۀ ښايي چې د نورو لۀ پاره بد فکر وکړي . ليکن په مارک د ځوانۍ پيريان ناست ؤ چې عموماَپۀ انسان باندې شيطان غالبيږي نو لۀ همدې امله يې لۀ پښېمانۍ پرته درې واړه ملګري دوکه کړل او پۀ خپلو موخو کې بريالی شو .
مارک برياليتوب لاس ته راوړ خو کۀ رښتينولي، نېک نيتي او خلوص ورسره وای نو بيا به پۀ حقيقي ډول بريالی ګڼل کېدۀ.
مارک نۀ يوازې دا چې هارورډ کنکشن ډله يې دوکه کړه بلکې د دوکې يې دوه نورې پېښې هم شته، لومړۍ پېښه يې : هغۀ د فيس بوک لۀ مشترکينو څخه Data لاس ته راوړه او پۀ مرسته يې د هارورډ کرمزسن د دوه راپورترانو د برېښناليکونو پۀ Account کې پۀ ناجايزه توګه مداخله کوله دې راپورترانو د نريندر، کيمرون او ټيلر په غوښتنه د مارک پۀ خلاف څېړنې کولې پۀ يوه بله پېښه کې مارک د هارورډ کنکشن ډلې لۀ خوا جوړه شوې وېب پاڼه (کنيکټ يو هېک) کړتر څو مطلوب معلومات حاصل کړي .
د مارک په دې چلونو يو فلم (The Social Network) (ټولنېزه شبکه) جوړ شوی دی چې د ٢٠١٠ م کال د لس غوره فلمونو څخه دی.