مارک پۀ ١٩٨٤ ميلادي کال کې پۀ نيويارک کې پۀ يوه يهودي کورنۍ کې وزېږېدۀ ددۀ پلار (ايډورډ)غاښ جوړوونکی او مور يې د نفسياتوماهره ده، څۀ رنګه چې دواړو ښه ګټه کوله نو لۀ دې امله مارک لۀ اسانتياوو ډک ژوند درلود، هغه د کورنۍ کم عمره غړی دی لۀ دۀ نه مشرې درې خويندې دي، اوس مهال د دۀ مشره خور (رينډي) د فيس بوک د مشتريانو د مارکېټينګ د څانګې مشره ده .
مارک پۀ کوچنيوالي کې کمپيوټر تر لاسه کړ له دې امله د ماشين او انټرنيټ نړۍ دۀ ته پردۍ نۀ وه .
دا د حياناک طبعيت څښتن ؤ او پرديو سره به کم مخامخ کېدۀ مګر خپلو همزلو سره به يې شوخي کوله، همدا رنګه مارک پۀ ١٢ کلنۍ کې پۀ خپل کور کې يو نيټ ورک جوړ کړددې نظام پۀ واسطه د کورنۍ غړي يو له بل سره وصل شول ، مارک دې نيټ ورک ته د (زيک نيټ) نوم ورکړ.
پۀ ښوونځي کې لۀ داخلېدو سره مارک د کمپيوټر ګېمونه هم جوړ کړل او ماشومانو به پۀ ډېره مينه لوبول.
مارک د ښونځي پۀ پروګرامونو کې هم برخه اخيسته، ددۀ د پخوانيو زمانو څانګه او پۀ لوبو کې (فيکسنګ)خوښه وه هغۀ لۀ يو ټولګيوال سره يوځای (سايناپاس) ميوزيک پلېر هم جوړ کړی ؤکوم چې پۀ کمپيوټر کې کارول کېدۀ ددې پلېر خصوصيات دا ؤ چې اورېدونکي ته يې د مصنوعي ذهنيت پۀ ورکولو سره د هغۀ د موسيقۍ د خوښې ډول معلوماوۀ، ددې سافټ وير اهميت او ښۀ والی له دې څخه معلوميږي چې د مايکروسافټ او AOL غوندې نامتو کمپنيو پۀ لس لکه ډالر اخيستل غوښتل خو پۀ دې شرط چې مارک لۀ ددې دواړو کمپنيو څخه پۀ يوه کې بايد کار وکړي خو مارک ددې پۀ ځای خپلې زده کړې ته ترجيح ورکړه اوپۀ ٢٠٠٢ ميلادي کال پۀ سپتمبر کې هارورډ ته ورسېدۀ مارک هلته د کمپيوټر ساينس او طب مطالعه وکړه هغه د پوهنتون يو عام زده کوونکی ؤ.
د ٢٠٠٤ ميلادي کال پۀ فبروري کې دۀ د پوهنتون پۀ ليليه کې د فيس بوک بنسټ کېښودهغه وخت دۀ سره د کوټې ملګري (ډسټين موسکووټنر) ملاتړ ؤ، پۀ پيل کې يوازې د پوهنتون زده کوونکي د فيس بوک غړي جوړېدای شول مګر ورو، ورو د کار دايره پراخه شوه ډېر ژر د سټانفورډ، کولمبيا، نيويارک يونيورسټي، کارنيل،براؤن او يئيل پۀ شان د غټو ادارو پۀ زرګونو زده کوونکي ددې غړي شول .
کله چې فيس بوک برياليتوب تر لاسه کړ نو مارک د خپلو ملګرو سره د کلفورنيا ښار (پالو الټو) ته لاړ چې فيس بوک نور هم پراخه کړي هلته دۀ پۀ يو کرايي کور کې خپل دفتر پرانيست او هلته يې پانګه وال وموندل چې پۀ پايله کې د فيس بوک د پرمختګ حيرانوونکی سفر پيل شو چې تر اوسه پای ته نۀ دی رسيدلی.
د ٢٠١٠ ميلادي کال د جولايي پۀ ٢١ نېټه مارک اعلان وکړ چې پۀ نړۍ کې ٥٠٠ميلونه تنه د فيس بوک غړي شول.
مارک لۀ ظاهري بڼې تاثيرکوونکی شخصيت نۀ ښکاري ددۀ قد پنځۀ فوټه او اتۀ انچه دی مخ يې لوړې ژورې او ګوړګوتي وېښتۀ لري عموماَ هغه د غريب هلک پۀ شان جامې اغوندي او شوخه څېره لري د هغۀ ډېر مصروفيات ددې اجازه نۀ ورکوي چې وزګار وګرځي او بې ځايه خبرې وکړي خو د سيل او تفريح لۀ پاره وخت باسي .
پالو الټو کې د فيس بوک دفتر د (ټنډا) يو اوږد ميدان ښکاري هلته شا اوخوا نۀ دفترونه شته او نۀ دېوالونه او نۀ د اوسېدو کوم سامان ، د فيس بوک اوسنی چيف اپرېټينګ افسر (ستيرل سنيډ برګ)کوم چې لوړ پوړی حکومتي چارواکی پاتې شوي هم کوم دفتر نۀ لري حتی چې د فيس بوک لوی مشر مارک هم کوم ځانګړی دفتر نۀ لري.
د فيس بوک پۀ هکله يوه بله خبره د يادولو وړ ده هغه دا چې د فيس بوک (ټاپ براس) د ٣٥ کلنۍ څخه د کم عمر لرونکي دي .
د کمپنۍ کارکوونکي پۀ عمومي ډول مارک خوښوي ددې بنيادي لامل د مارک ساده ګي او نرم خوی دی . مارک پۀ ډاګه وايي چې ددولت سره مينه نۀ لري، دۀ نه څوڅو ځل غوښتل شوي چې پۀ فيس بوک کې اعلانات خپرول پيل کړي خو دۀ انکار کړی اوس معلومه نۀ ده چې مارک خپله ځان ساده نيولی کۀ پۀ طبيعي ډول همداسې دی ؟
ښکاره ده چې مارک له ملګرو سره د دوکې کولو پۀ نتيجه کې برياليتوب تر لاسه کړ مارک لۀ دې کبله لۀ مالي ګټې اخيستلو ډاريږي او يا شرميږي مګر بيا هم د (فور بس) مجلې له مخې هغه د نژدې ٧٠٠٠ميلونو ډالرو څښتن دی مګر اوس هم د پالو الټو د ښار پۀ يو کرايي کور کې اوسيږي او عام موټر لري ، مارک دفيس بوک پۀ خپله پاڼه کې د خپلې خوښې پۀ شيانو کې دا ليکلي: ((خواهشات ختم کړئ)) ددې پۀ اړه مارک وايي : ((ما خپل خواهشات کنټرولول ياد کړل ، چې ډېرې هيلې پيدا شي نو يوه هم پۀ سمه توګه نۀ پوره کيږي مګر هغه وخت انسان د خپل لوړوالي قوت لۀ لاسه ورکوي ))
د مارک دا خاصيت د ستاينې وړ دی چې پۀ خپل مال باندې د مار پۀ شان نۀ دې پروت بلکې خيريه کارونو ته پۀ چنده ورکولو د بېوزلو او غمجنو انسانانو مرسته کوي حال داچې کۀچېرې ددې عمر ځوانانو سره دومره دولت وي هغو به همدا ارزو کوي چې د نړۍ لۀ ټولو خوندونو او رنګونو څخه برخمن وای.
د ٢٠١٠ ميلادي کال د سپتمبر پۀ مياشت کې دۀ د نيويارک ولسوال (کوري بوکر) تۀ ١٠٠ميلونه ډالر ورکړل او ټول يې حيران کړل پۀ دې پيسو به اوس د ښار د حکومتي ښونځيو ودانۍ او ښوونيزحالت ښۀ کړای شي پۀ اصل کې زده کړه لۀ دې کبله هم د مارک د خوښې څانګه ده چې ددۀ چينايي نژاده ملګرې (پريسکيلا چان) هم پۀ ښوونځي کې درس ورکوي .
لۀ دې وروسته مارک د ٢٠١٠ پۀ دسمبر کې هم يو بل انقلابي قدم پورته کړ، ددنيا لۀ شتمنو خلکوڅخه بلګيټس او وارن بفټ لۀ ټولو شتمنو او ميلونرانو څخه وغوښتل چې خپله نيمه شتمني د بېوزلو د ژوند ښۀ کولو او خيريه کارونو لۀ پاره وقف کړي مارک دې خبرې تۀ لبيک ووايۀ او خپله نيمه شتمني يې خيريه کارونو ته وقف کړه.