ددغه امت له مشهورو قهرمانانو څخه دمحمد (ص) په امت كې دقهرمانانو شمېر بې حسابه دى خو اصحاب كرام(رضوان الله تعالى عليهم اجمعين) له رسول الله (ص) نه وروسته په ټول امت كې زړه ور او قهر مانان وو لكه چې الله تعالى دهغوى صفت په قرانكريم كې كړى دى :
((مُحَمّدٌرَسُولُ اللهِ وَالّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَينَهُم)) [الفتح:29]
محمد رسول الله دى او هغه كسان چې ورسره دي پر كفارو ډير سخت اوپخپلو منځونو كې ډېر مهربان دى .
چې مونږ يې يو قهرمان له هغوى څخه تاسو ته معرفى كوو:
حضرت ابوبكر صدق (رض) : درسول الله (ص) لومړى خليفه او له هغه (ص) نه وروسته له ټول مخلوق نه غوره او افضل دى .
دهغه (رض)په باره كى حضرت على (رض) ګواهي كړې ده چې ابوبكر (رض)له ټولو خلكو نه زيات بها در او قهرمان دى.
يوه ورځ على بن ابى طالب (رض) دخپل خلافت په زمانه كى پوښتنه وكړه چې په خلكو كې له ټولو نه زيات قهرمان او بهادر څوك دى؟
خلكو ورته وويل اى اميرالمؤمنينه! همدا ته له ټولو خلكو نه بهادر يې . هغه (رض) وويل ما چې له هر چاسره مقابله كړې ده هغه مې لاندې كړى او ماتې مې وركړې ده ليكن په ټولو خلكو كې زيات بهادر حضرت ابو بكر صديق (رض) دى . دبدر دجنګ په ورځ مونږ درسول الله (ص) لپاره يوڅپرى جوړ كړ او ومو ويل چې څوك به له رسول الله (ص) سره ودريږي چې مشركان ورته زيان ونه رسوي .
په الله قسم چې مونږ كې له ابوبكر صديق(رض) نه علاوه يو كس هم هغې څپرې ته ورنغى. هغه درسول الله (ص) دساتنې او حفاظت په خاطر توره په لاس دهغه (ص) په څنګ كې كلك ولاړ ؤ.
يوه ورځ په مكه كې مشركان له رسول الله (ص) نه را تاو شول چا يو خوا را كاږلو چا بل خواته چا پړ مخې راغورځاو او ورته يې ويل: همدا تا له ډيرو خدايانو نه يو خداى جوړ كړی دى؟
په الله قسم چى زمونږ نه يو هم هغوى ته دورنژدې كېدو زړه ونكړمګر ابوبكرصديق (رض)لاړ او دمشركانو په وهلو يي لاس پورى كړ . يو به يې وهلو او بل ته به يې ټيله وركوله يو به يې يو خواته راكاږه او بل به يې بلې خوا ته .او ور ته ويل به يې: هلاكت دې وي تاسو لپاره ايا هغه سړى وژنئ چې وايي الله (ج) يو دى .
بيا على (رض) وويل: تاسو ته په الله قسم دركوم چى ايا دفرعون په ال كې هغه سړى غوره دى چى ايمان يي راوړى و او كه ابو بكر صديق (رض)؟
خلك غلى شول على (رض) وويل ايا تاسى جواب نه راكوى ؟ په الله قسم چى دابوبكر صديق (رض) دژوند يوساعت وخت دفرعون په قوم كې له ايمان راوړونكى كس نه دټولى زمكى له ډكېدو نه افضل دى . هغه سړى خو خپل ايمان پټ كړى ؤ ليكن ابو بكر صديق (رض) خپل ايمان ښكاره اعلان كړ .
بيشكه حضرت ابو بكر صديق (رض)له محمد (ص) نه وروسته له ټولو خلكو نه زيات بهادر او قهرمان ؤ . له ټولو خلكو نه دهغه زړه ډير كلك ؤحوصله يي مظبوطه او حواس يي په خپل ځاى وو. دهغه په ثبات قلبۍ او بهادرۍ باندې همدا دليل كافى دى چى دبدر په ورڅ يي رسول الله (ص) ته وويل : يا رسول الله!  د رب وعده تاته كافي ده هغه به هرومرو تا سره كړې وعده پوره كوي .دهغه (رض) دبهادرۍ ثبوت غزوة احد, غزوة خندق او صلح حديبيه كى تر سترګو كيږى.
دابوبكرصديق (رض) دبهادرى او استقامت بركت ؤ چى دسترې پيښى غټ مصيبت چې هغه د رسول الله (ص) مرګ په وخت كى خپل ثبات او استقامت څرګند كړ او درسول الله (ص) دوفات نه وروسته ټولو مشكلو او سختو حالاتو باندى قابو راوست .
كله چى درسول الله (ص) دوفات خبر خپور شو نو اصحاب كرامو دغم دلاسه خپلې حوصلې له لاسه وركړې , دډيرو خلكو عقل او حواسو ځواب وركړ پښې يې ريږديدلې, مګر حضرت ابو بكر صديق (رض) په دغوټولو حالاتو كې ثابت پاتې شو نه بې حوصلې شو او نه وار خطاء , بلكې په ډېره ښه توګه سره يې ددغوسختو حالاتو مقابله وکړه او هر څه يې سنبال كړل. كه چيرته په دې ورځ دابوبكر صديق(رض) زړه دټول امت له زړونو سره تلل شوى واى نو دابو بكرصديق(رض) زړه به ترى نه مظبوط ختلى ؤ.
كله چى حضرت ابوبكر صديق(رض)ته دخلافت دروند بار وسپارل شو هغه دټولو نه وړاندې دمرتدينو په خلاف جهاد وكړ آن تردې چې هغوى بيرته داسلام دين ته غاړه كېښوده همدغه رازله زكات نه دمنكرو خلكو سره يې جنګ وكړ او هغوى ته يي شكست وركړ كه دهغه (رض) ددغو ورځو شجاعت او ميړانه دټولې نړۍ په بزدله او ډارنو خلكو ويشل شوې واى نو ټول به يې زړور كړي واى . په الله قسم چې دا هغه شجاعت دى چې دهغه په وړاندې غټ غټ بهادران هيڅ دي او هغه همت دى چى داوچتو همتونو خاوندان ورته لاس په سلام ولاړ دي. له دې نه دحضرت ابوبكر صديق(رض)دحوصلى اوبهادرۍ ثبوت تر لاسه كيږي چې هغه څومره بهادر او زړه ور شخصيت ؤ.
ستاسوددعاء په هيله
( مشارع الاشواق الا مصارع العشاق)