په 1989 ز كال كې د پاپ موسيقۍ منلى او نړيوال سندرغاړى جرمين جكسن (Jerman Jackson) دخپلې خور سره د منځني ختيځ څو هېوادونو ته ولاړى ، هلته د ده ښه او تود هر كلى وشو ، دكوچنيانو د يوه پلاوي سره يې وكتل، د كتنې پر وخت كوچنيانو ورڅخه ډېرې پوښتنې وكړې په اخره كې كوچنيانوورڅخه د مذهب پوښتنه وكړه ، هغه ورته وويل : ( زه د عيسوي دين پيروان يم ) بيا هغه د كوچنيانو څخه د هغوى د مذهب په اړه پوښتنه وكړه ، كوچنيانو ټولو ورته په يوه اواز او يوه خوله وويل :  (اسلام ) دكوچنيانو دې ځواب پر ده دا تاثير وكړ چې ده د اسلام په اړه مطالعه شروع كړه ، او په دې سوچ كې شو چې ولې د دې كوچنيانو د خپل مذهب سره دومره مينه ده،كله چې هغه د اسلام په اړه مطالعه شروع كړه هغه په دې ورسېدى چې اسلام يقينى د ورورګلوى او ميني دين دى نو په دې وجه يې په دې سفر كې اسلام ومنلو .

كله چې جرمين بېرته امريكې ته ولاړ ، د  هغه پر خلاف هلته په امريكې كې ډول ـ ډول خبرې كېدې ، مور يې د ښه او تكړه فكر څښتنه وه دخپل ځوى څخه يې پوښتنه وكړه چې آيا تا دا پرېكړه په ښه فكر سره او كه يا د دوكې په خاطر كړې ده ؟ جرمين خپلې مور ته په ځواب كې وويل : ( مورې ما د پوره فكر او مطالعې وروسته دا پرېكړه كړې ده ) د جرمين يوې خور هم د هغه پلوي كوله خو د اسلام پر دې خبرې يې نېوكه درلوده چې يو كس ولي څلور ښځې په نكاح كوي ؟ جرمين د دې ځواب ورته په امريكايي ټولنې كې وركړ ، هغه ورته وويل : ( په امريكايي ټولنه كې يو كس د خپلې مېرمنې پرته د نورو ډېرو مېرمنو سره ناسمې جنسي اړيكي نيسي او دا د امريكايي ټولنې د تباهى سبب دى او كه يو كس خپلې غوښتنې د يوې ميرمنې سره د بلې ميرمنې په نكاح كولو سره په پرده او سم ډول تر سره كړي دا د ټولنې د پرمختګ سبب جوړيږي ، ښځې ته چې اسلام كوم عزت وركړى دى هغه په بل مذهب كې نشته )

همداډول د جرمين دوهم ورور مايكل هم د اسلام څخه كركه كوله خو كله چې يې اسلامي كتابونه ولوستل ، كركه يې په مينې بدله شوه مايكل اوس د وليد بن الطلال د سوداګرۍ ملګرى دى هغه او مايكل دواړه د ملټي نيشن په كمپنۍ كې په مساوي ډول سره شريكان دي ، د جرمين جيكسن اسلامي نوم محمد بن عبدالعزيز دى ، ياده دي وي چې د جرمين جيكسن  لور ، دوو زامنو او ميرمنې هم اسلام منلى دى .

هو د خداى (ج) څخه اميد شته چې انشاءالله ډير ژر به د جيكسن د كورنۍ ټول غړي اسلام ومني . ( 1 )

 



( 1 )  رښتينې توبه وباسى ص 259 .