کۀ چېرې يو څوک د اوږد مهال لۀ پاره شراب وخوري نو ددغه کس پۀ اعصابو او وينه کې دايمي او نۀ جبرانېدونکي بدلونونه منځ ته راولي د کومو پۀ نتيجه کې چې د اعصابو او وينې دندې سختې زيانمنې کيږي او ناروغ تر مرګه رسوي، څومره چې شراب څښونکی د شرابو سره کمزوري خواړۀ خوري پۀ هماغه اندازه زر دغه غړي پۀ ويجاړتيا راولي ، هغه عقيده چې د خلکو ذهن کې پرته ده چې شراب سړی قوي کوي بيخي غلطه ده بلکې د دې سر څېړی سړی کمزوری کوي پۀ بله مانا شراب هغه څۀ دي چې د انسان د کم ځواکۍ لامل ګرځي .
اوس راځو دې ته چې شراب خو د اسلام مقدس دين منع کړي دي او خپل پيروان يې د هغه لۀ څښلو بند کړي دي ايا پۀ دغه منعه کېدو کې کومې روغتيايي ګټې شته کنه ؟! اوس به يې ولولئ! :
د شرابو اغېزې د بدن پۀ بېلابېلو برخو :
١_ پۀ زړۀ او رګونو باندې :
شراب څښل هم د نورور نشه يي توکو پۀ څېر پۀ زړۀ او د بدن پۀ رګي سيستم باندې ډېره بده او ناوړه اغېزه کوي ، د زړۀ خوځښت غير منظم کوي ، د زړۀ رګونه تنګوي ، پۀ زړۀ باندې مرګونې حملې راولي ، فشار لوړوي ، دغه ټولې خطرناکې ناروغۍ او ستونزې د شرابو لۀ خوړلو څخه منځ ته راځي ، د يادولو وړ ده چې هيروين ، چرس او نيکوتين هم دې ته ورته اغېزې پۀ زړۀ او رګونو لري ، کۀ چېرې يو انسان د خدای (ج) او د هغه د رسول (ص) امر ومني او د شرابو لۀ خوړلو څخه ډډه وکړي لۀ دغه وژونکو ناروغيو څخه به يې روغتيا پۀ امان کې شي .
٢_ د شرابو څښلو اغېزه پۀ تنفسي سيستم :
شراب پۀ سږو او تنفسي لارو هم اغېزه کوي او دغه سيستم د نورو نشه يي توکو لکه هيروين ، کوکاين ، سګرټ او چرسو غوندې د تنفسي د بېلا بېلو ناروغيو لامل ګرځي چې د خدای (ج) د امر پۀ منلو سره ترې خلاصون موندل کيږي .
٣_ پۀ هډوکو او عضلاتو د شرابو اغېزې :
د شرابو ناوړه عادت هډوکي کمزوري او جال ، جال کوي ، ژر ماتېدو ته لاره هواروي او ورسره يو ځای د عضلاتو د درد او کم ځواکۍ لامل ګرځي ، شرابيان تل د پښو او لاسونو د درد ستونزه بيانوي او د کور غړو ته يې د کښېکاږلو سپارښتنه کوي ، کۀ تاسې لۀ دغې ستونزې څخه ځان خلاصول غواړئ نو شراب مۀ خورئ!
٤_ پۀ بډوډو د شرابو اغېزې :
د شرابو څښل پۀ پښتورګو ناوړه اغېزه کوي ځکه چې د بدن تودوخه لوړوي او پۀ هغه وسيله د پښتورګو دنده کم کاره کيږي او يا د پښتورګو د ويجاړتيا لامل ګرځي ، د يادولو وړ ده چې پښتورګي د بدن هغه غړي دي چې پۀ لۀ منځه تللو سره يې انسان ژوند نۀ شي کولی .
٥_ پۀ ينه د شرابو اغېزې :
کۀ چېرې شراب د اوږد مهال لۀ پاره وکارول شي نو ينه سخته زيانمنه کيږي آن چې د هغې طبعي جوړښت ته بدلون ورکوي ، پۀ نتيجه کې خپلې دندې نۀ شي ترسره کولی ، او ينه هغه غړی ده چې د دندو اجرا کول د وجود د ژوندي پاتې کېدو لۀ پاره زيات اړين دي ، کۀ ينه خپله دنده پريږدي وجود ژوندی نۀ شي پاتې کېدی .
٦_ پۀ عصبي سيستم د شرابو اغېزې :
شراب او نور نشه يي توکي پۀ دماغو سخته او ناوړه اغېزه کوي ، اګر کۀ پۀ لومړي سر کې يوه مصنوعي خوښي راولي او دغه خوښي شرابي هغه مهال احساسوي چې شراب يې پۀ دماغو بده اغېزه وکړي او لۀ عادي حالاتو يې وکاږي ، شراب کولی شي پۀ انسان کې د چاړان ، دماغي ستروک ”چې پۀ دماغ کې رګونه وشکيږي يا بند شي “ او نورو زيانونو لامل شي ، شراب کولی شي پۀ دماغو داسې اغېزه وکړي چې د ياد راوستو، هوښيارۍ او تصميم نيولو ستونزې منځ ته راوړي ، د يادولو وړ ده چې پورتنۍ اغېزې کوکاين ،چرس او نيکوتين هم منځ ته راوړلی شي .
٧_ شراب د انسان روحي حالت تر اغېزې لاندې راولي :
د شرابو اوږد مهاله کارول کولی شي د انسان روحي حالت هم تر خپلې اغېزې لاندې راولي ، شراب کولی شي دماغي ګډوډي ، خفګان ، له لامل پرته وېره او پۀ تورو تېری کوونکې تګلاره رامنځ ته کړي .
٨_ پۀ اميد وارو ښځو د شرابو اغېزې :
د شرابو او نورو نشه يي توکو پۀ اړه تر اوسه زياتې څېړنې نۀ دي شوي چې دوی پۀ اميدوارو ښځو کومې اغېزې لري او کۀ نه ، خو کمې څېړنې ښيي چې کۀ اميدوارې ښځې شراب څښي نو کيدی شي چې ماشوم زيان کړي او يا يې ماشو لۀ وخت وړاندې وزيږي ، همدارنګه کيدی شي د ماشوم وزن يې د زيږون پۀ مهال کم وي ، دا او دې ته ورته پۀ لسګونو نور زيانونه شته چې د شراب څښلو لۀ کبله منځ ته راځي .
اوس راځو دې ته چې د دې مضمون لۀ کتو وروسته تاسې څۀ رنکه احساسوئ چې لۀ مونږ نه کوم شيان اسلام منع کړي ، آيا خدای (ج) پۀ مونږ تنګون راولي او کۀ منع شوي شي کي زمونږ د روغتيا لۀ پاره زيان ده !؟ تاسې ژور فکر وکړئ صرف د اسلام پۀ يوه خبره کې چې ”شراب مۀ څښئ“ څومره ستره فلسفه پرته ده ! دغه کړنه زمونږ لۀ پاره څومره ستر ستر زيانونه لري ؟ ژومره ځورونه او خطرناکې پايلې د شرابو لۀ څښلو سره مل دي ! حال دا چې مونږ لۀ دغه وژونکو روغتيايي ستونزو څخه يوازې د يوې خبرې پۀ عملي کولو سره ژغورل کيږو !