زه ګـــــيـــلې ورتــــه کـــــوم داپـــۀ خــــــنـــداشـــــي
کلـــــــه ګل چـــــې مې پۀ پټه خـــــوا تـــه راشــــــي
لا مي ټــــــولې ګــــيلې نۀ وي خـــلاصې کـــــــړې
د غــــماز لـۀ وېرې وتــــښـــــتي پـــــــــناه شــــــــي
زۀ پۀ دغۀ خــــــيال ويدۀ شـــــــــم او راويښ شـم
ټولـــــه شـــــپه مــــې پۀ ګيلو ګيلو ســـــــــبا شـي
ليوني خـــــــيالونه څـــــــــومــــــــره راتـه ګران دي
مرور يار مې پۀ خوب کــې را پخـــــــــلا شــــــــي
ټوله شپه مې ارواح ګرځي ســـتا په شـــــــــــونډو
ســــــترګې لوڅې شي دستي بيا پۀ ژړا شـــــــــي
کاشکې ويښ نۀ وای ويدۀ وای (سنګر واله)
يا خو دا خــــــوبونه ګــــــوندې کـــۀ رښــــتيا شي
02.01.2010
- سيدجمال الدين فاطمي
ستا ګيلې سپوږمۍ ته تل کووم لګيا يم
هــــره شـــــپه دغــــه عمـــــل کووم لګيا يم
هـــــــر ســـــتــــم دې زۀ پۀ ناز حســــابوومه
لۀ خــــپل زړۀ ســره مې چل کووم لګيا يم...
05.01.2010
- سيدجمال الدين فاطمي
کۀ چېرې يو څوک د اوږد مهال لۀ پاره شراب وخوري نو ددغه کس پۀ اعصابو او وينه کې دايمي او نۀ جبرانېدونکي بدلونونه منځ ته راولي د کومو پۀ نتيجه کې چې د اعصابو او وينې دندې سختې زيانمنې کيږي او ناروغ تر مرګه رسوي، څومره چې شراب څښونکی د شرابو سره کمزوري خواړۀ خوري پۀ هماغه اندازه زر دغه غړي پۀ ويجاړتيا راولي ، هغه عقيده چې د خلکو ذهن کې پرته ده چې شراب سړی قوي کوي بيخي غلطه ده بلکې د دې سر څېړی سړی کمزوری کوي پۀ بله مانا شراب ه...