اوس راځو دې ته چې :
شراب پۀ دماغو اغېزه کوي ، آيا د دغې اغېزې لۀ کبله کومې ټولنيزي ستونزې پېښېدلی شي ؟
پۀ دې باندې به هم يو څۀ وليکو :
پۀ شرابو کې بې شمېره زيانمن مواد موجود دي ليکن ستره ماده چې پۀ کې ځای لري l ه هغه (Methyl Alchol) دي شراب چې کله پۀ شونډو کېښودل شي نو معدې ته به لا نۀ وي رسېدلي چې د خولې د مخاطي غشا پۀ وسيله به وينې تۀ جذب شوي وي !
کۀ ښځه شراب وخوري او هغه اميدواره وي نو ډېر پۀ چټکۍ سره يې پۀ ګېډه کې ماشوم ته زيان رسوي او هغه بې چاره يې هم لۀ زيانه نۀ بچ کيږي ، کېدای شي مړ وزيږي او يا بې وخته پيدا شي ، پۀ بله مانا شراب خور خو لا څۀ کوې چې پۀ ګېډه کې ماشوم ته هم د وينې لۀ لارې ځان رسوي او پۀ افت يې اخته کوي . پۀ هر حال شراب چې کله وخوړل شي نو پۀ دماغو تاثير کوي ،پۀ انسان بې سدي او مستي راولي ، د انسان بدن بې واکه کيږي ، لاس، پښې ، ژبه او نور اندامونه يې لۀ کنټروله وځي چې دغه مهال ناروغ پرته لۀ دې چې د شرابو لۀ زيان سره مخ وي لۀ لاندې خطرونو او ګوتښونو سره هم مخ کېدی شي :
کله چې شراب وخوړل شي نو انسان بې سده کوي او د خپل ځان واک يې پردی کيږي ، تېلبه ، تېلبه کيږي کيدای شي کومې کندې يا کوهي ته ولوېږې يا يې موټر ووهي يا کيدای شي خپله موټر ته کيني او نور خلک پرې ووهي او يا د بل موټر سره ټکر وکړي ، چې تاسې هر يو د دې پېښو شاهدان ياست! يانې شراب نه يوازې د انسان روغتيا ته زيان رسوي بلکې کېدای شي د ځان يا نورو د مرګ لامل هم وګرځي .
شراب خوارۀ کېدای شي لۀ هر چا سره بې ځايه شخړه وکړي ځکه ځان يې پۀ واک کې نۀ وي يا بې ځايه د نورو عزت او حيثيت ته صدمه رسول يې عادت وي! چټيات وايي ، د خلکو پۀ شتو تېری کوي ، حلال او حرام ، خپل او پردی ورته يو وي! د دوی لۀ لاسه د هيچا مال ، ناموس او عزت خوندي نۀ وي . دا چې اسلام ټولنيز او د امن دين دی نو لۀ ډېرو وجو يې يوه وجه همدغه ده چې شراب يې منعه کړي تر څو د پورته ذکر شوي ټولنيز فساد مخنيوی وشي
شراب خوړل جنسي قوت راپاروي او عقل زايلوي پۀ پايله کې دغه شراب خوارۀ د د عقل د بې واکۍ او د جمسي عمل پۀ ترسره کولو کې داسې څۀ کوي چې د انسانيت څخه وتلي وي! دوی پرته لۀ دې چې لۀ خپلو ښځوسره جنسي اړيکې ساتي ډېر ځله داسې شوي چې خپلې خويندې، ورېندارګانې ، ميندې او خورځې يې هم د خپل جنسي عمل ښکار کړي دي او ورسره يو ځای هغو ښځو چې شراب خوړلي ، عقل يې ور زايل کړی نو جنسي قوه يې را برسېره شوې او لۀ خپلو وروڼو ، خوريونو او هغه چا څخه يې جنسي اړتيا پوره کړې چې لۀ هغوی سره د دوی نکاح ناروا او حرامه ده !!!
پۀ لنډ ډول شراب هغه څۀ دي چې پۀ خوړلو سره يې خور،مور،خورځه د ښځې پۀ څېر کارول کيږي او دا کار پۀ هغه ټولنه کې وي چې د انسانانو پۀ کټه ګوري کې نۀ راځي بلکې دغه ډله حيوانات بللی شي او شراب خوړونکي خپل ځانونه د حيواناتو ډلې ته لۀ انسانيت نه باسي ځکه خو فلسفي اسلام شراب منعه کړي دي او هر خپل قانون منونکي ، انسانيت ، اخلاقو او ښۀ ژوند ته رابولي !
ځان وژنه :
مونږ مخکې بحث وکړ چې شراب خوړل پۀ غقل او روان ډېره بده او خرابه غېزه کوي پۀ پايله کې انسان ته عصبي او روحي ستونزه پيدا کوي پۀ نتيجه کې شراب خوړونکی ځان ځاني خوښوي ، د نورو سره اړيکي پرېږدي ، پر خلکو بدګوماني کوي ، لۀ ژونده يې زړۀ توريږي او د ځان وژلو پرېکړه کوي او د خپل ځان قاتل پۀ خپله جوړيږي! لۀ دې جنايت پرته ډېر ځله داسې هم شوي چې د ځان وژنې څخه علاوه شراب خوارۀ چې د نشې پۀ حالت کې خپل کور ته ځي پۀ خپلو ښځو داسې بدګوماني کوي چې د هغوی سره خپل زامن پراتۀ وي دوی پرې د پرديو سړيو ګومان کوي پۀ پايله کې يې خپل زامن او ښځه ټول وژلي دي ، کله چې پۀ حال راغلي دي ګوري چې خپل زامن او ښځه يې وژلي .
پۀ ١٩٧٧ کال کې پۀ اروپا کې يوه څېړنه وشوه چې پۀ دغه څېړنه کې څرګنده شوه چې پۀ همدغه کال کې شراب خوړونکو د نشې پۀ حال کې درې لکه قتلونه کړي ؤ او دوه ميليونه او پنځۀ سوه زره نور يې ټپيان کړي ؤ .
د امريکې ملي شورا د خپلې څېړنې وروسته اعلان وکړ چې پۀ دغه هيواد کې پۀ سلو کې شپېتۀ ځان وژنې پۀ شراب خوړونکو کې منځ ته راځي چې پۀ دغه ځان وژنو کې نارينه او ښځينه دواړه راځي .
پۀ ١٩٧٦ کال کې يوه څېړنه وشوه او دغه څېړنه پۀ انګلستان کې د روغتيا مجلې خپره کړه پۀ دغه څېړنه کې څرګنده شوه چې شراب خورې ښځې چې کوم حمل اخلي د دوی پۀ سلو کې اوولس ماشومان د مور پۀ ګېډه کې مري او هغه ماشومان چې د شرابي ښځو ژوندي پاتې کيږي پۀ دوی کې پۀ سلو کې څلوېښت ماشومان پۀ بېلا بېلو ناروغيو اخته کيږي ، څوک پۀ کې ښه وده نۀ شي کولی، څوک پۀ کې د بندونو پۀ ناروغيو اخته وي ، څوک د سترګو افت لري ، د چا پۀ پوزه کې ستونزه وي او داسې نور درواخله .
کله کله شراب داسې هم کوي چې څښونکي کوما ته بيايي او د کوما لۀ حالته نۀ راوځي آن چې خبره پۀ مرګ تماميږي .
شراب کولای شي چې د سترګو د ليد قوه کم ځواکه کړي او تر دې چې د ړوند والي لامل ګرځي .
د ژبې سرطان يا چنګاښ ٩٠٪ لامل د شراب د خوړلو عادت دی .
څېړنو ښودلې ده چې شراب څښل د معدې لپاره سخت زيان رسوي او پۀ معده کې بېلا بېلې ناروغۍ رامنځ ته کوي ، د معدې التهاب څخه نيولې بيا د هضمي سيستم تر کم ځواکۍ پورې پيدا کولی شي ددې څخه پرته د معدې ټپ او چنګاښ د شرابو څښلو څخه پيدا کيږي ، څېړنو ښودلې چې ٩٠٪ د معدې چنګاښ لامل شراب دي کوم چې د شراب خور پۀ مرګ تماميږي .
دا چې شراب د روغتيا لپاره بې شمېره زيانونه لري نو پۀ همدې خاطر د هجرت پۀ درېم کال د مائده په سورت کې د دې کارونه اسلام پۀ بشپړ ډول بنده کړه ، د دغه امر سره سم ډېر ژر مسلمانانو شراب بند کړل ځکه چې اسلامي امر ؤ ، خلکو جوړ شو کړي شراب ويالو ته وغورځول ، د شرابو د جوړولو لوښي يې مات کړل ، خرڅول ، جوړول او اخيستل يې بند کړل او اسلامي نړۍ د تل لۀ پاره د شرابو سره مخه ښه وکړه .
پۀ ١٩١٩ کال کې د امريکې حکمومت تصميم ونيو چې شراب بندکړي ، ځکه وروسته لۀ څوارلس سوه کاله چې اسلام شراب منعه کړي ؤ دوی يې هم پۀ زيان پوه شول او دا يې زړو ته ولوېده چې د شرابو څښل د زهرو نه هم بدتر دي ، پۀ ملياردو، ميلياردو ډالر يې ولګول چې شراب بند شي ، مجلې او ورځپاڼې يې د شرابو زيانونو د پوهاوي لۀ پاره خپرې کړې ، ډېر خلک يې د خپل حکم د سرغړاوي پۀ تور اعدام کړل ، پۀ لکونو يې بنديان کړل خو ديوې زرې غوندې يې هم د دوی د مقصد لۀ پاره ګټه ونۀ رسوله ، شراب يې نۀ يواځې بند نۀ کړای شول بلکې دوه درې چنده يې نور هم زور واخيست
دا چې اوس مهال د شرابو عادت پۀ کفري دنيا کې بيخي عام دی ورو، ورو يې لمن اسلامي نړۍ ته هم غزيږي او ځنې اسلامي هيوادونه خو بيخي پۀ ښکاره ډول شراب کاروي چې ورسره د شرابو څخه د پېښېدونکو زيانونو پېښې هم زياتې دي او ورځ پۀ ورځ يې ګراف لوړيږي .
مونږ نړۍ والو ته سپارښتنه کوو چې شراب زمونږ پۀ کلتور او مذهب کې بند دي او سخت طبي او روغتيايي زيانونه لري ، مونږ خو څوارلس سوه کاله وړاندې د دغه ناولي عادت لۀ پيدا کيدونکو ستونزو څخه اسلام خبر کړي يو او مونږ يې ترې منعه کړي يو تاسې هم راشئ او اسلام وګورۍ د هغه لۀ ښېګڼو څخه ځان خبر کړئ ، تاسې نن برمختللي ځانونه بولئ ليکن اوس هم پوره نۀ پوهېږئ چې شراب يانې څۀ؟ تاسي شراب اوس هم د يوۀ نږدې دوست او ملګري پۀ توګه پېژنئ حال دا چې هغه ستاسې دښمن دی ، د دوستۍ پۀ جامه کې پۀ خپل دښمن باندې د دوست ګومان کوئ ، دغه دښمن يوازې او يوازې اسلام درته پۀ ګوته کړی دی ، د اسلام عينکې پۀ سترګو کړئ چې دغه خونکاره دښمن او د لستوڼي مار درته پۀ حقيقي څېره کې څرګند کړي .
اسلامي نړۍ وياړي چې کوم شی څوارلس سوه کاله وړاندې منعه کوي ، لاکن نننی طب چې ځان ته مخکښ طب وايي اوس ، اوس د دې جوګه کيږي چې د شرابو د زيانونو راز راسپړي او د هغه پۀ زيانونو يې سر خلاصيږي ، تاسې د شرابو تر عنوان لاندې دغه مضمون وکوت چې شراب پۀ طبي لحاظ څومره زيانمن دي پۀ سلګونو داسې زيانونه لري چې هر يو يې شرابي د مرګ کندې ته رسوي او لۀ دغو ټولو زيانونو څخه د خلاصې ځان ساتنې يواځينۍ لاره داده چې د اسلام هغه امر ته چې څوارلس سوه کاله وړاندې يې صادر کړی او پۀ هغه کې يې پۀ څرګند ډول ويلي چې شراب مۀ خورئ ، هغۀ ته غاړه کېښودل دي ، د هغه امر متابعت کول دي ، د هغۀ امر پۀ ځان منل دي او بس !.