اشـــــــــــــنا د زړۀ د مـــــنځ پۀ محلو کې به ځای درکړم
د ســــــــــترګو تور به تا کړمه لېمو کې به ځای درکړم
انځــــــــــــــور به دې پۀ ذهن کې تصـــوير کړمه جانانه
د فکــــــــــــر او خـــــــيالونو پۀ ټالو کې به ځای درکړم
د شـــــــــــــــــعر د الفاظو هم ښايست يې هم خوږوالی
غزل کې خــــــــو مې تۀ يې پۀ نغمو کې به ځای درکړم
که ورســـــــــــــــــيږي لاس مې او لۀ وسه مې پوره شي
فردوس نه هم پۀ ښــــــــــــکلو جنتو کې به ځای درکړم
معبود مې کيدای نۀ شې ســــــتانيکزيه معبود نۀ يې
خو ستايم به دې هر وخت پۀ تسپو کې به ځای درکړم