|
ځينې خلک کله کله دومره پۀ چاپلوسۍ او تملق کې مخکې ځي او داسې عجايب ترې څرګنديږي چې سړی ورته لۀ ګوته پۀ غاښ درېدو پرته بله لار نۀ مومي، همداسې يو چاپلوس د خپل صيب د رضا او خوښۍ لاس ته راوړل د هغۀ لۀ غوا سره پۀ مينه کې ميندلی ؤ .
چې کله صيب راښکاره شي نو دی د نورو کارنامو او لۀ غوا نه د تاوېدو راتاوېدو تر څنګ يو څو کېلې هم سپينې او د غوا پوزې ته يې ونيسي او همدا يو غږ کوي چې د خان غوا لۀ کېلو پرته بل څۀ نۀ خوري او خان صيب هم لۀ يوې مغرورې موسکا سره تېر شي .
د اخبره د خان صيب يو مزدور کوله چې بل پکې راودانګل، ويل يې : دا لا څۀ کوې ، زۀ همداسې د يوۀ صيب پۀ دېره ور واوښتم،ګرمۍ پۀ مخه کړی وم ، دمې ته مې زړۀ کېدۀ چې دېرې ته ورننوتم ګورم چې د صيب د حجرې پۀ انګړ کې يوه غوا ، پۀ پوخ فرش ، يو پکی ورته پۀ زمکه او بل يې د سر د پاسه چورلي،او يو کس ورته لاس پۀ نامۀ ولاړ دی چې که غوا (څۀ) وکړي نو چې پۀ هوا يې ترې پورته کړي ، چې نۀ غوا ګنده شي او نۀ يې د ملاستې ځای .
هغۀ ورو يو سوړ اسوېلی وکړ او ويې ويل : پۀ زړه کې مې تېره شوه چې کاشکې د دې غوا پر ځای زۀ وای . زۀ پۀ کور کې يو پکی نۀ لرم ، بچي مې پۀ هر اوړي کې لکه د مارانو پوستکي اړوي ، د ډېرې ګرمۍ لۀ امله پاخۀ شول ، هغوی ته يو پکی نۀ رسي او د صيب غوا ته دوه پکي لګېدلي دي .
اوس نوتاسو قضاوت وکړئ چې پۀ داسې ټولنه کې به د خدای څۀ رحمت وشي چې يو انسان پکې د څاروي کېدو ارمان وکړي ؟
خو ای صا حبانو!
خدای (ج) دې ستاسو غواګانې همداسې تر پکو او ائرکنډېشنونو لاندې يخې لري او دا دين دې خدای (ج) دومره نۀ بېوزلې او غريب کوي چې ستاسې پۀ شان د مړو ضميرونو ته سترګې واړوي . مګر تاسې خپل ځان ته پېټی دروند کړی دی او پۀ دروند والي به يې هله پوۀ شئ چې د آخرت پۀ پړاؤ واوړئ ، هلته به بيا هيڅوک دا پېټی درڅخه کوز او يا سپک نۀ کړای شي .