ويــــــــاړ

 

۱-جذام یوه زړه ناروغي ده چې دخولې اوپوزې له لارې له ناروغ نه روغ کس ته لیږدیږي.

۲-دجذام پیل له پوستکي او اعصابوڅخه کیږي او که چیرې یې درمنله ونشي نودتل لپاره دلاسونو،پښو،عصبي رشتو،سترګو اوپوټکي دناروغتیا لامل ګرځي.

۳-جذام ناروغي له میلاد څخه ۶۰۰کاله وړاندې پیژندل شوې ده چې په چین مصر اوهندوستان کې به ډیره لیدل کیده.

۴-که چیرې دجذام ناروغی درملنه په لومړي سرکې وشي نو په دغه ناروغی داخته کس له معیوبیت څخه مخنیوي کیداي شي. 

۵-په تیرو شلو کلونو کې په درسته نړی کې څوارلس میلیونه تنه په جذام ناروغی اخته شوي،چې څلورمیلیونه یې یوازې له دوه زرم میلادي کال راپدیخواپه دې ناروغی اخته شوي دي.