ويـــــــــــــــــــــــــــــــاړ
1_ايا پوهيدئ چې د سوسماريا سيمسارې ټپونه مکروب نه کوي ،ځکه چې دسيمسارې په ونه کې داسې مواد شته چې دخيري يا مکروب مخنيوی کوي.
2-دانسان په وجود کې مغز ترټولو زياته انرژي مصرفوي له همدې کبله د بدن له نورو ځايونونه تاوده هم وي.
3-سرکه ترټولو پخواني تيزاب دي چې درې زره کاله مخکې دمصريانو لخو ا پيژندل شوي دي.
4-چين هيواد دنړۍ ترټولو هيوادونو زيات ګاونډيان لري،چين له ديارلس هيواد ونو سره ګډه پوله لري.
5-انسان دلومړي ځل لپاره په 1783ميلادي کال کې الوتنه تجربه کړه او دبالون په مټ يې اته کيلومتره الوتنه وکړه.
6-سپين زر ترنورو دبدبويۍ ضد توکو سلهاوو ځله زيات د مکروبونو وژنکي دي او 650ډوله مکروبونه له منځه وړي.
7-ايا پوهيدئ چې يو بالغ فيل په ورځ کې 220کيلوګرامه خواړه خوري او200ليتره اوبه څښي.
8-دانګورو اوبه ډيرې ځواکمن کونکې دي او هغوکسانوته چې له وږدې ناروغۍ را ښه شوی وي اوياهم د عمليات له کبله کمزوری شوی وي ډيرې ګټورې دي.
9-چاي په نړۍ کې ترټولو په زړه پورې څښاک دی او هره ورځ په درسته نړۍ کې شاوخوا 2ميليارګيلاسه چای څښل کيږي.