سټرس د دې لامل کیږي چې میرمنې ډيری لورګانې دنیا ته راوړې

ژباړه او زیاتونه: محمدالله ارین احمدزی

د دې لپاره چې په لیکنه پوره پوه شی ښه به دا وي چې لږ څه درته د سټرس په اړه و وایم تر څو پوه شی چې سټرس څه شی دی؟

سټرس هغه فزیکي، ذهني او عاطفي غبرګونونه یا بدلونونه  دي چې د یو کس په ورځني ژوند کې ور پښیږي او دی یې تجربه کوي، دا بدلونونه او غبرګونونه کیدی شي غټ وي یا واړه. سټرس په دوه ډوله دی: منفي او مثبت: مثبت کولای شي یو کس ته مثبته انګیزه ورکړي خو منفي هغه یې بیا منفي انګیزې ورکوي او یاد کس په ورځنیو چارو او ژوند کې له ماتې سره مخ کوي. ځينې پوهان وايي سټرس هغه غوښتنې دي چې موږ یې په ترسره کولو کې رول نه لرلای د دوی په اند سټرس پیښه نه بلکه یو غبرګون یا بدلون دی.

ـ عاطفي سټرس: عصبانیت، پر نفس کمزوری باور، بې تفاوتي، ډار او له ډاره ډکې پوښتنې، په تمرکز کې ستونزې، داسې احساس لکه ګناه یې چې کړې وي، اندیښنه، بې قراري، ډار او وحشت.

- ورځنی سټرس: د نشه یې توکو کارول، د سیګرټو ډيرڅکول، ناسم او ناآرام خوب، ډير خوراک او د حافظې له لاسه ورکول.

- د سټرس عوارض: سټرس کولای شي په دې ناروغي اخته کس له سرطان، زکام، کولیت، شکر، ستړیا، سردردي، د بدن د غړو له دردونو، جنسي اختلال او ټپونو اخته کړي.

 اوس به هم راشو یادې څيړنې ته کوم چې پورته مې ورته عنوان ورکړی و.یوه نوې څيړنه چې د څيړونکو لخوا شوې ښيي ډيری هغه میرمنې چې سټرس لري نجونې دنیا ته راوړي.

دا میرمنې چې په ورځني ژوند کې له ډير سټرس سره مخ وي حمل یې تل نجونې وي.

دا هغه څه دي چې په افغانستان کې د ننه هم میرمنې ورسره مخ دي، او په هیواد کې بیا ډیری کورنۍ هم د لور شتون نه خوښوي. او د میرمنې دا سټرس وروسته تر هغه نور هم پسې زور اخلي چې کله دا څو ځلې پرلپسې نجونې دنیا ته راوړي.

انګلیسي څيړونکو دا څيړنه په ۶۰۰۰ هغو میرمنو کړې چې د ورځنیو بوختیا پر مهال له سټرس یا روحي فشار سره مخ وي.

د دې ترڅنګ چې میرمنې لورګانې دنیا ته راوړي شننه ښيي چې دوی پر خپل نفس هم بې باوره وي، خوب ېې کم وي، او له ځينو نورو روحي ناروغیو سره هم لاس او ګریوان وي. او ان تر دې چې کیدی شي ماشوم یې هم له روغتیايي ستونزو سره مخ وي.

د آکسفورد پوهنتون څيړونکو ویلي دي هغه میرمنې چې پکې کورتیزول یا د سټرس هورمون زیات وي ډيره شونتیا ده چې تر ۷۵ سلنه پورې نجونې وزیږوي.

دوی وايي چې ډير سټرس کولای شي په رحم کې د ننه جنین دومره سخت کړي چې د نقصان یا سقط جنین لامل شي.

د دوی څيړنې ښيي هغه میندې چې لورګانې دنیا ته راوړي د دوی عصبي حالت هم سم نه وي.

په چیلي کې شوې څيړنه:

په چیلې کې شوې څيړنه چې په دې هیواد کې د سختې زلزلې تر کیدو وروسته شوې ښيي چې فقر هم د سټړس یو لامل دی او دا په خپله کولای شي سټرس وزیږوي.

دوی د دې خبرې د ثبوت لپاره په چیلي کې په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ کال کې پر زلزله ځپلو سیمو کې څيړنې کړي دي.

دوی وايي په دې هیواد کې د شوې زلزلې څخه درې میاشتې وروسته پر ډيرو میندو چې تر فشار لاندې وې څیړنې شوي دي او په دې څيړنو کې جوته شوې هغه میرمنې چې تر فقر، کورني تاوتریخوالي او..... سره لاس او ګریوان وې ډيرې زیږیدلي ماشومان یې ښځينه یا نجونې دي.

د دې مقالې اصلي لیکونکی په نیویارک کې د ټولنیزو او چاپیریال ساتنې د برخې استاد ډاکټرکارین کلینهاوس دی.

دی د خپل رپوټ په دوام لیکي: په ټولیز ډول د پیدایښت پر مهال نجونې تر هلکانو کمې مري. دوی په چیلي کې د شوې څيړنې په ترڅ کې ویلي دي چې په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ کال کې په دې هیواد کې  د هلکانو پیدایښت اته اعشاریه پنځه سلنه کموالی ښيي. دوی وايي چې په یادو کلونو کې په دې هیواد کې په سلو کې ۴۵ سلنه ماشومان ژوندي دنیا ته راغلي دي چې ډيری یې نجونې دي.

د دوی څيړنې ښيي چې تر نارینه جنینو ښځينه جنین ښه نمو کوي،  او ژر غټيږي. نو ځکه د نارینه جنین د ښځینه هغه په پرتله ژر د سقط جنین له برید سره مخ کیږي. د دوی په څيړنه کې بل په زړه پورې خبره هم داده چې دوی وايي د ښځينه جنین د نارینه په پرتله قوي وي.

دوی وايي هغه میندې چې په زلزله کې له سټرس سره مخ شوي دي ماشومان یې هم له وخت  وړاندې دنیا ته راغلي دي. دوی وايي په دې برخه کې نورو څيړنو ته اړتیا ده ترڅو د سټرس او جنسیت تر منځ شته اړیکې ترې جوتې شي.

دا هغه څه دي چې زموږ په هیواد کې ډيری میندې ورسره مخ دي. په دې هیله چې نور په هیواد کې پر میرمنو روان زور زیاتی کم شي او دوی  ته د ژوند هر څه د دوی له خوښې سره سم برابر شي.