د واده په اړه په زړه پورې متلونه او د لویانو خبرې:

ژباړه: محمدالله ارین احمدزی

دوستانو د واده په اړه به زموږ په ټولنه کې ډيرې داسې خبرې وي خو په نوره نړۍ کې هم خلک د واده په اړه بیلابیل اندونه او متلونه لري چې زه یې هم په خپل وار سره یو څو دانې درسره شریکوم هیله من یم چې د پام وړ مو وګرځي او ستاسو د واده په اړه پښتو متلونه زده وي د تبصرو په برخه کې ور زیات کړۍ، ترڅول ژباړه او تبصرې دواړه لا پسې ښکلې شي.

۱-واده هغه پیوند دی چې  له یوې ونې سره بله پیوند کوي، که ښه وي  دواړه به ژوندي پاتې شي او که بد وي دواړه مري.(نیوټن)

۲-هغه میرمن نیک بخته وي چې د خاوند امر مني.(یوناني متل)

۳-که ښځه او میړه وغواړي په کنډواله کې هم ژوند سره کولای شي.(المانی متل)

۴-میرمنې دوه ډوله دي: له یوې سره کیدی شي ډیر څه ومومې او له بلې سره به فقیر شې.(ایټالیوي متل)

۵-د کالیو د اخیستو پر مهال یې څنډې سمې ګوره او د واده پر مهال د نجیلۍ د مور په اړه ډيره څيړنه کوه.(اذربایجاني کتل)

۶-د انګور تاک د ښې خاورې څخه ټاکه او لور د اصیلې مور.(چینايي متل)

۷-که په پور دې واده وکړ له خندا سره مخه ښه وکړه.(المانی متل)

۸-مور او پلار یو کس په خپله نه شي خوښلای، خو د میرمنې د مور او پلار خښول د یو کس په خپل لاس کې وې.(پرل باک)

۹-له خپلې میرمنې سره د یو کتاب په څير چلند وکړی او ستړي کونکي فصلونه یې مه لولۍ.(سوني سمارت)

۱۰-واده جګړې ته تر تګه ډيره زوړتیا غواړي.(کریستین)

۱۱-له ښځې پرته کور د هدیرې په شان وي.(فرانکلین)

۱۲-د مینې یوازنی علاج یا درملنه واده دی.(آرت بوخوالد)

۱۳-خاوند د کور ماغزه وي او میرمن یې هم زړه.(سیریوس)

۱۴-مینه د واده سهار وي او  واده هم د مینې ماښام.(بلزاک)

۱۵-تر واده وړاندې مې د خپل اولاد په اړه شپږ نظره لرل خو اوس چې شپږ اولاده لرم هیڅ نظر هم نه لرم.(لردلوچسر)

۱۶-له واده سره سم نارینه په خپل تیر شوي ژوند کرښه راکاږي او میرمن یې په راتلونکې.(سینکالویس)

۱۷-ریښتونې خوشالۍ تر واده وروسته لاس ته راځي.(پاستور)

۱۸-واده وکړۍ هر ډول چې وي که مو په زړه او سم واده وکړ یو نیکبخته سړی به وی او که ناسم و فیلسوف به شی.(سقراط)

۱۹-جګړې ته تر تګ وړاندې دوه ځلې ځان ته دعا وکړۍ خو د واده کولو پر مهال درې ځلې.(لهستانی پوه)

۲۰-څومره چې متاهل کسان ډير شي، جنایت هومره کمیږي.(ولټر)

۲۱-واده داسې تړون دی چې په ټوله نړۍ کې چلیږي.(مارک تواین)

۲۲-واده تل مینې ته د پای ټکی ایښی دی.(ناپلیون)

۲۳-هغه واده چې د پیسو لپاره وي پیسې له منځه هم وړي.(رولاند)

۲۴-میرمنې ددې لپاره له نارینه سره واده کوي چې تغیر وکړي خو نه یې کوي او نارینه هم د همدې لپاره خو نه یې کوي.(البرت انیشتین)