محموده تقوا
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد شپږپنځوسمې اونیزې غونډې رپوټ
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ۵۶ غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۹۰/۱۰/۱۷ کال د مرغومي د میاشتې په اوولسمه نیټه د ماسپښین په یوه بجه په نوي ښارکې د ښځو وزارت ته څیرمه په زینب تالار کې د آغلې زمزمې نیازۍ په ویندويۍ پیل شوه.
په پیل کې د میرمن بهیر د یوې فعالې غړې پوهنمل بلقیس محبوبي د ورور د مړينې له امله میرمن ګلالۍ امرخیل د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره د فاتحې مراسم تر سره کړل.
د تل په څیر د غونډې په لومړۍ برخه کې میرمن ساهره شریف پر ځینو کاري مسایلو خبرې وکړې، او د بهیر د ځینو غړیو له خوا وړاندیزونه هم وشول چې د آغلې پاکیزې آرزو وړاندیزونه چې په لاندې ډول ؤ
۱ ـ د میرمن بهیر غونډه باید سر له ننه د غرمې په یوه وبجه پیل شي او په دریو بجو پای ته ورسیږي.
۲ ـ د غونډې د ریپوټونو او د ویب پاڼې د لا ښه فعالتوب په موخه باید د بهیر له پاره د میرمن بهیر د مشرتابه له لوري د انترنټ اسانتیاوې را منځته شي.
او یو عمومي وړاندیز هم وشو چې د ژمي په موسم کې د ډیر ې یخنۍ له امله باید د بهیر غونډې په میاشت کې (۲) ځله ونیول شي او د هوا په ښه کیدو سره بیرته خپل فعالیت ته په عادي توګه دوام ورکړي، تر غور وروسته یاد وړاندیزونه د بهیروالو له خوا ومنل شول.
د کاري برخې په پای کې اغلې مارینا سروري د ښځو وزارت د فرهنګي چارو د ریاست د تعلیمي چارو عمومي مدیرې وړاندیز وکړ چې د میرمن بهیر غړي کولی شي خپل ریپوټونه، ادبي او هنري پنځونې زموږ د جریدو او مجلو له لارې هم خپرې کړي چې د افغانستان په (۳۴) ولایتونو کې د ویش څانګې لري او دا کار به د دواړو لوریو له پاره ډیر ګټور وي.
د غونډې په دوهمه برخه کې د بهیر د فعالې غړې آغلې مینې موسکا، د هلمند ولایت اوسیدونکې په شعر کره کتنه وشوه چې دټیلفون له لارې واورول شو او پرې کره کتنه وشوه. د غزل لومړۍ بڼه يې داسې وه.
غزل :
ګله زړه ته مې را تیر یې ګله زړه مې در قربان شه
د لاله ګلاب په څیر يې ګله زړه مې در قربان شه
د الهام ملوکې راشي ستا د کلي نه جانانه
ځکه یاد مې پر هر شعر يې ګله زړه مې در قربان شه
څه پردي ولس يې خرڅ کړل په یو بل باندې لاسونه
د بیده ولس له هیرې ګله زړه مې درقربان شه
د اغزو په سر ژوندون دی د جنون سره ملګری
موسکا څو به یې شیبې شمیرې ګله زړه مې درقربان شه
د وطن سر تورې پیغلې درته دعا کوي جانانه
چې رقیب غوندې بدڅیر یې ګله زړه مې در قربان شه
د غزل په قافیه کې یوه اندازه مشکلات موجود ؤ خو بیا هم تر یوه بریده هڅه وشوه چې لږ څه اصلاح شي، خو بیا هم د ځینو بیتونو تر منځ معنوي رابطه نه لیدل کیږي، چې د شاعرې د نه شتون له کبله په کې بدلون را نغی. خو وروسته به د میرمن بهیر د اړیکو دمسوولې له خوا دټیلفون له لارې شاعرې مینې موسکاته نقد شوي ټکي څرګند شي.
نقد شوې بڼه :
غزل :
ګله زړه ته مې را تیر یې ګله زړه مې در قربان شه
د لاله ګلاب په څیر يې ګله زړه مې در قربان شه
د الهام ملکې راشي ستا د کلي نه جانانه
ځکه یاد مې په هر شعر يې ګله زړه مې در قربان شه
په پردي ولس يې خرڅ کړل په یو بل باندې لاسونه
له بیده ولس نه هیریې ګله زړه مې درقربان شه
د اغزو پر سر ژوندون دی د جنون سره ملګری
مسکا څو به یې شیبې شمیرې ګله زړه مې درقربان شه
د وطن سر تورې پیغلې درته دوا کوي جانانه
چې رقیب غوندې بدڅیر یې ګله زړه مې در قربان شه
د تل په څیر د غونډې په پای کې د بهیر د ټولو ګډونوالو له خوا په زړه پورې مشاعره تر سره شوه او یاده غونډه له غرمې وروسته په دریو بجو پای ته ورسیده.