ولسي چرګه
(طنز)
لیکوال:س – الهام ناصري
په شاو خوا کليو کې يوويشتمه پېړۍ وه ، خو موږ لا پېړۍ نه پېژانده ، په هغوى ځکه يويشتمه پېړۍ وه چې په يويشتمه پېړى کې يې ژوند کاوه او په موږ ځکه نه وه چې موږ لا تر اوس هم په پينځه شلې او شپږ شلې حسابونه کول . وايي چې د بې کاره کلي به هندو ملک وي ، زموږ ملکان هم که هندوان نه وو نو ترې کم هم نه وو . په کليو کې به د ورځې له خوا د ملکانو غوبل وو او د شپې د ګيدړو . ګيدړانو به د شپې نارې وهلې چې د چرګانو حقوق پيمال دي ، موږ د چرګانو ازادي غواړو ، چرګان او چرګانې بايد له موږ څخه نور سَتَــر ونه کړي ، موږ بايد په ګډه خپل ژوند پيل کړو بيا به يې په ګډه د چرګانو په وياړ غاړه کش کړه :
فاصيله ماصيله نمانده
هالې ګيله ميله نمانده
مېشکنم ديوار ميوارا
سيم خاردارا
تا کې ببينم اي ګپ بين من و تو
بيا به يې خپل شعارونه را وشغول ؛ نور نو د انسانانو ظلمونه د زغملو وړ نه دي،
چرګ ، چرګه ازاد غواړو - د چرګ حقوق اباد غواړو
په همدې خبرو به يې چرګې او چرګان بېلاري کړل او له ځان سره به يې وخوځول
يوه شپه يې له پورې کلي چرګې را په مخه کړې وې ، ډېر ور ته خوشاله وو ، نڅل به يې ، ګډا به يې کوله او يوه نيم خو به لا خوله اسمان ته ونيوه:
چرګ زما چرګان زما
ګرځي په ډېـــران زما
مخکي دي روان زما
نشته بل ارمــان زما
يو خوار ګيدړ چې له خوارښته په لاره کوږ _ کوږ روان وو ، خوله يې دومره وازه کړه چې لړمون به يې ترې ښکارېده ، د زړۀ په زور يې وويل :
حق مرا مېدي يا بابې خوده ناره کونم
چاينکه پتره کونم
زوړ ګيدړ يې خوا ته ورنږدې شو په خپ او ګرېدلي اواز يې غوږ کې ور ته وويل :
چوپ شو قندول چوپ شو !
نې کې سورلنډيا را خبر کني
ما را در به در کني
چوپ شو نصف شب است
سورلنډيا بيدار ميشود
سر ما به قار مېشود
زور او را کي داره
سر ما محشر کني
ما را در به در کني
"چې څنګه مۍ وي هماغسې يې جاى وي" د بې کاره کلي بې تدبيره او بې تقديره ملکان او بې سوره او بې ليه فنکاران ، خو بيا هم دا هر څه په موږ کڼو او ړندو ډېر وو .
د ګيدړو الاډر ګرم وو ، نورې ډېرې عجيبه – عجيبه سندرې ويلې :
ګيدړ دى زمرى دى د چرګو شور ماشور دى
چرګــــانې ځغلېـــــږي زمونږ د مټــــو زور دى
موږ دې يو ژوندي
خبر نشي سور لنډي
يوه چرګه کوړکه وه، زموږ کلي ته راغلې وه، نه پوهېږم چې څنګه ترې راغلې وه خو يوه ملک دسې کش کوله او بل هسې، يوه ويل زما ده او بل ويل زما ده . په همدې – همدې کې يې د چرګې ټولې بڼکې وکښلې ، اخر يې وويل چې چرګه د ټول ولس ده . اوس خو نو چرګه ولسي شوه خو له ملکانو پرته بل نر چېرته وو چې له چرګې لاندې هګۍ کېږدي .
هر ملک هګيو ته بېل _ بېل رنګ ور کړ ، له لغړې چرګې لاندې يې څو کم څو سوه هګۍ کېښودې څو مياشتې پرې ووتې له څه هګيو بچې را ووتل او له څه هګيو نه .
پۀ کلي هاوهو شوه، هر چېرته به خلک غوټې – غوټې سره را ټول شوي وو چا به ويل ښه وشو چا به ويل ښه ونشو ، داسې وشو او هسې وشو . مېله ګرمه وه " سم د خيرات دېګ وو چا په کې چمچه وهله او چا په کې بېلچه" خو ملکانو د ستونزو د حل لارو لپاره غونډه ونيوله هر ملک په غونډه کې خپله نيوکه او نظر اوراوه
د کوچني ملک يوه قرانخور لوى ملک ته ويل : په اسمان کې امنيت خراب وو، وريځې وي تالندې وي نو ځکه له ځينو هګيو څخه بچي را ونه وتل .د تبلو او باجو ملک ملامت دى، ځکه د کلي زړې پانګوالې ښځې وايي چې په تالنده او باران کې بايد کوړکو چرګو ته ميسي لوښى وټنګول شي .
ټولو لاسونه وپړکول ، واه - واه - واه څومره دقيق راپور
لال جان اکا را پورته شو لوى ملک ته په برېتو کې مسکى – مسکى کېده وې وېل : زه خو وايم چې له ملامته او سلامته څه نه جوړېږي که زما منئ راځئ چې په چرګې پسې ماشيني چرګوړي خوشې کړو لانجه هم ختمه او د چرګې وزرونه هم ډک.
بيا په غونډه کې شور ماشور شو ، لاسونه وپړکېدل، شپېلې ووهل شول ځينو خو لا پکې ميزونه وډبول ياره د نر زو ايله بيله دې چې د کار خبره وکړه.
له ډېرې خوشحالۍ د لوى ملک د پزې رګونه الوتل له خپل ځاى څخه را پورته شو لال جان اکا يې ښکل کړ او بيا يې نورو ملکانو ته مخ ور واړاوه : تاسې به صرف اورېدلي وو چې نه خر وهلى او نه لښته ماته خو نن به يې عملي در باندې ووينم .