لیکونکې لطیفه لالهاند
سرچې مې دا ستا سر سره لګي په تخته
یم خوشحاله چې یوځای به خاوری کیږو
ایرې ټولې مو عاشقو ته ډالۍ دي
پتنګان وي سوځیدلي په رڼا د محبت کی
دمیرمن کلتوری - ټولنیز بهیرد پنځه پنځوسمې اونیزې غونډې ریپوټ
دمیر مین کلتوری ادبی بهیراونیزه غونده دروانی اونۍ دمر غومی په لسمه په نوي ښار کې دښځو وزارت ته څیرمه دزینب ننداری په تالار کې دګڼ شمیر ادب پالو خویندو په ګډون تر سره شوه.
دغونډې په پیل کی دبهیر فعالې غړې او تکړه شاعرې اولیکوالې محموده تقوا ته دکابل پوهنتون ژبوادبیاتو دیپارتمنت پښتو څانګی څخه دنوموړی په لومړۍ درجه فراغت مبارکی وویل شوه او دالله له درباره ورته دلا بریایتوبونو غوښتنه وشوه.
دمعمول په څیر دې غونډې هم دری بر خې لرلې په کاري مسایلو خبرې اترې ، کره کتنه اومشاعره وه، یاده دې وي چې دپروګرام وړاندی کونکی وړه خوتکړه شاعره لېمه نیا زۍ وه لمړۍ بر خه چې کاري مسا یلوته ځا نګړې شوی وه پکې خویندوته بهیر غونډی ته په منظمه توګه دورتګ غوښتنی تر څنګه دمیرمین ادبی بهیر غونډو لپاره دیوه دایمی او منا سب ځای په هکله خبری اتری وشولی خو پایله دهغو خویند له کبله چی نه وی راغلی را تلونکی اونۍ ته پاتې شوه .
یادونه وشوه چې د میرمن بهیر ویبپاڼه باندې کار روان دی چې بڼه یې تغیر وکړي او ټینګار وشو چې ویبپاڼه په نوي شکل خپرونې پیل کړي. په دې برخه کې توباندا ساپۍ او محموده تقوا ته دندې وسپارل شوې.
د کره کتنې په برخه کې له خویندوڅخه وغوښتل شول چې کله غواړی کومه لیکنه یا شعر ادبی نقد ته وړاندې کړی نو یوه اونۍ د مخه دې د هغې کاپیانې پرخوندو وویشی تر څو د اونۍ په ترڅ کې خوندې په سمه توګه وکولاشی خپل نظرپرې څرګند کړی .دغه راز په هره لیکنه یا شعر چې کره کتنې ته وړاندې کیږي باید دبهیر بله غړې لیکلی نقد په غونډه کې واوروي.
په دې ترتیب راتلونکې اونۍ لپاره دهلمند ولایت له یوه کلي څخه دمیرمن بهیر دغیابي غړې د آغلې مینې موسکا شعر چې دټیلفون له لارې به غونډې ته واورول شي،کره کتنې ته نوماند شوی دی .
د غونډې دریمه او ورستۍ برخه آزاده مشاعره وه چې پکې هرې یوې لیمه نیازې، لطیفې لالهاند، پاریسه خزان، تورپیکۍ مومند، جمیلې ساپۍ. محموده تقوا، سونیتا مدبر، هیلۍ احدي، حمیرا کاوون، مستوره اظهر، صالحې سروري، توباندا ساپۍ، ښکلا، فرحناز الکوزۍ، اوږۍ امیل ، ګلالۍ امرخېل، زمزمې نیازۍ، مرضیه امین، پاکیزې ارزو او یوشمیر نورو خویندو شعرونه ولوستل د ټیلفوني ستونزو له امله په دې غونډه کې د ولایتونو شاعرو خویندو شعرونه وانه ورول شول.
په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې د آغلې مینې موسکا شعر کره کتنې ته وړاندې شي ورپسې به په بله غونډه کې دآغلې لیمې نیازۍ شعر کره کتنې ته وړاندې کیږي چې زمزمه نیازۍ به پرې لیکلی نقد اوروي. او آغلې محموده تقوا به ټاکل شوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کړي.
غونډه دمازدیګرنۍ په خوړلو پایته ورسېده. یاده دې وي چې د میرمن بهیر اوونیزې غونډې د یوه دایمي ځای تر پیدا کیدو پورې هره شنبه یوه بجه د ښځو چارو وازرت ترڅنګ د زینب نندارې په کوچني تالار کې جوړیږي.