مسافـر
سید فخرالدین هاشمي
ګوره ! څنګه درنه کوږ شوم
د روزګار ســــــــېلۍ وهلی
نه مې ستا هیله زرغون کړه
نه مې خپل ژوندون بسیا کړ
زلمــــــــــیــتوب بلا وهلی
مســــــــــافـر یم لاس تړلی
څه په ورکو لارو سر یم
له خپل ړنګ کلې بهـر یم
هلته ژوند و چا تریخ کړی
هـر ســــــړی و لکه مړی
دا په کومه خوا روان یم
اخ افسوس چې زه افغان یم
توره شپه ده سمندر دی
یومجبوره بې ګودر دی
یوه له غـم ډکه بېـړۍ ده
زما ژوند ته اوس کړۍ ده
بدرګه مې ظالمان دي
دهوکه بازدي دلالان دي
څه خوني توپان لګـېـږې
ژوند مې دلته تمامـېـږې
دوی لامبو وهي روان دي
له تــــــــوپانه په امان دي
پاته زه او تــشه کیشتۍ یوو
څنګه دواړه په سُلګۍ یوو
ته را یاده د زړه سر شوې
رانه پاته په ولــــــور شوې
04.09.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل
نن مې د سترګو په نظر کې نه یې که ته د کلي په ګودر کې نه یې
یاخو زما په سترګو بد لګیږي یا خو جوړ ته په پیښور کې نه یې
قسم دې نور مې په کې زړه ډوبیږي ته چې په ښکلي مازدیګر کې نه یې
اوس مې جانانه دومره نه یادیږې اوس د دې ښار هریو منظر کې نه یې...
10.09.2011
- محمدالله آرین احمدزی
د حیران صیب د یو نظم الهام
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
یوه میاشت وړاندې که خدای مې غلط نکړي د روژې د میاشتې په شپږمه نیټه ښاغلي ډاکټر صیب حنیف حیران ته خدای تعالی لور ورکړه نه پوهیږم دی به پرې خوشال و که نه ، ځکه موږ ته یې لا تر اوسه شریني نه ده راوړې او داسې خاص خونده یې نه وه خو د مبارکۍ تر ویلو وروسته به یې یوازې په مننې او خیر یوسې باندې خولو خوځوله، خو زه پرې ډي...