د حیران صیب د یو نظم الهام
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
یوه میاشت وړاندې که خدای مې غلط نکړي د روژې د میاشتې په شپږمه نیټه ښاغلي ډاکټر صیب حنیف حیران ته خدای تعالی لور ورکړه نه پوهیږم دی به پرې خوشال و که نه ، ځکه موږ ته یې لا تر اوسه شریني نه ده راوړې او داسې خاص خونده یې نه وه خو د مبارکۍ تر ویلو وروسته به یې یوازې په مننې او خیر یوسې باندې خولو خوځوله، خو زه پرې ډير خوشال شوم او ډير ژر مې ورته ټلیفون وکړ مبارکي مې ورکړه. د شپې د مسافري په جونګړه کې سره یو ځای شو د دې معصومې نجیلۍ د نوم په اړه مو ډيرې خبرې سره وکړې چې ده وار د مخه لا راته وویل چې نوم مې ورته خوښ کړی دی. د اختر په رخصتي کور ته تلی و او په خوږې لور یې سترګې ډيرې خوږې شوې وې او کله چې بیرته کار ته راغی یو اوږد خو نه ستړي کیدونکي، له حقیقتونو ډک نظم یې ورته لیکلی و د دې نظم عنوان برخلیک و او ما په فیسبوک کې ولوست په دې نظم کې ډاکټر صیب ډير داسې دردونه انځور ځای کړي و چې په پښتنو کې شتون لري او اوس یې هم د لور تر پیدایښته زوی ته ډيره تلوسه وي، پښتانه زوی د میلې موګۍ، د سیالۍ نښه، د قوت ښودنه، او په پای کې د ځان لپاره یو ویاړ بولي خو د لوڼو شتون د ځان لپاره نا هیلي بولي او وايي چې د بلانې دې خدای ثواب وکړي لور یې شته دی او زوی نه لري که یې زوی هم وي وايي یو زوی یې دی نورې یې ټولې لوڼې دي، زه چې کله کور کې له وړو نجونو او په حانګړې ډول له خپلې وړې لور سره ډيره مینه کوم مور مې راته تل وايي چې ورک یې کړه څه یې کوې ډیره مینه مه ورسره کوه ځکه بیا به خدای لوڼې درکوي او زوی به دې هیڅ نه وي، همدا ډول ډير نور دوستان هم پیژنم چې وايي د پلاني زوی نشته دی میراث یې دی ځينې خو د داسې ورور چې ټول اولادونه یې لوڼې وي میراث هم د هغه په ژوندیني سره ویشلی وي. خو زما په اند دواړه د خدای هغه نعمتونه دي چې هر یو یې په خپل ځای د ارزښت وړ دي. خو لور د خدای هغه ورکړه ده چې په څيره کې یې مینه، حیا، وفا، سپيڅلتیا، مظلومیت، او زړه راښکون له لرې ښکاري. زه چې کله کور ته لاړشم وړوکی زوی مې راشي په زور را تر غاړې وزي او راسره غاړه غړۍ شي خو لور مې راته غلې ولاړه وي او زما ست ته معطله وي زما په اند زما لور په دې ماشومتوب کې هم په دې پوهیږي چې زه نجیلۍ یم تر ما مې ورور حقداره دی او باید په هر څه کې اجازه واخلم، خو بر عکس کله چې له زوی سره تر غاړه غړۍ کیدو وروسته زوی خوشې او لور ته ور تر غاړې شم دا مې په وړوکې خولو ښکل کړي زوی مې رانه لاړشي خو دا مې بیا د دې په غم کې وي چې بوټونه راڅخه واخلي او چپلکې راته راوړي، واسکټ، جرابې او بوټونه مې تر خونې ورسوي، ډير ځلې مې ورته پام شوي وي چې کله یې مور کالي وینځي دا په وړوکې خولو او ماشومانه حرکاتو ورته ټينګه وي چې مورې د پلار کالي به مې زه و وینځم له دې سره سره چې د دې په وس کې اوس هیڅ هم نشته دي مور یې ورته شور وکړي خو بیا هم تر یوې سترګې ژړاو وروسته مور یې ورته زما جرابې یا خولۍ ورکړي او دا پرې لګیا شي. حیران صیب هم عجیب کمال کړۍ دی په دې دومره وړوکي نظم کې یې د لور د پیدایښت له زیري بیا د دې تر ماشومتوب او پیغل دود پورې د یوې پښتنې ټول ژوند را نغاړلۍ دی او د شعر په داسې ټکو کې یې پیلۍ دی چې زما په څير ډير به ورته وژاړي او اوښکې به ورته تویې کړي. ډيری پښتانه ښځه ناقص العقله، د پردي کور شی بولي، زوی ته واده کوي د خان صیب، د ملاصیب، د حاجي صیب او یا هم ورته د ډګروال صیب او انجینر صیب لور ګوري خو هیڅ پښتون لور ته د داسې ځای لټه ونکوله چې د لور خاوند او د ژوند شریک یې باید څه ډول سړی وي خو بس په دې ویاړي چې خسر یې ښې ډيرې پیسې لري، خاوند یې په سعودي کې دی او ښه ډير ریال راوړي، پښتنو ته د لور په ژوند کې د خسر د کور مړښت معیار دی خو د ژوند د شریک اخلاق، کړه وړه ورته معیار نه وي، زما په اند د خسر د کور یا خاوند مړښت او پیسې باید معیار یوه برخه وي نه پوره معیار ډير نور څه هم شته دي چې باید په اړه یې فکر وشي، کړه وړه، تعلیم هیڅکله معیار نه دی، له کوم پښتون څخه چې پوښتنه وکړې لور دې چیرې ورکړه بس دستي وايي چې پلاني ته ښه ډيرې پیسې به لري لور به مې پّه نس مړه وي او په تن به هم پټه خو د خپل زوم په اړه هیڅکله هم څه نه وايي، بله خبره چې حیران صیب ډيره ښه په دې نظم کې رانغاړلې هغه هم د لور ورکړه ده چې لور ورکړي بس وايي چې لوی بار مې له اوږو سپک شو یانې پښتانه لور په اوږ بار پیټۍ بولي. په شپږ او یا یې هم اوو لکه افغانیو خرڅه کړي ښځې هم ورپسې سندرې وايي:
ښه شوه چې له شنو ونوم را تیره کړې
پلار دې په لټو شو ته یې هیره کړې
خو پښتنو څخه دا هیره وي چې د دوی لور به یوه مور وي چې په یوه لاس به زانګو او په بل لاس به نړۍ زنګوي. ډيرې داسې میندې تیرې شوي دي چې تاریخونه اوس هم پرې ویاړي، که اسلام ته راشو اسلام یوازنی دین و چې ښځې ته یې د دې حق پوره ورکړ، په عربو کې دود و چې لوڼې به یې ژوندۍ خښولې خو اسلام دوی له دې کاره منع کړل، بي بي خدیجه د اسلام د خوږ پیغمبر میرمن وه ، بي بي عایشه د اسلام د پیغمبر هغه میرمن ده چې نیم دین یې بشپړ کړی دی او ډير حدیثونه یې روایت کړي دي، همداسې که پښتو ته راشو نازو انا، میوندۍ ملاله هم هغه پښتنې وې چې دوی تر ډيره پښتو او پښتانه په مادي او معنوي لحاظ پاللي دي نازو انا وايي ما به چې کله خپلو بچو ته شیدې ورکولې نو اودس به مې ورته کاوۍ، دې د دې لپاره په اوداسه شیدې نه ورکولې چې د دې شیدې به ډيرې شي بلکه دې د دې لپاره دا کار کاوو چې بچیان یې وطنپال او اسلام پالي راشي چې همداسې و او زموږ د هیواد په تاریخ کې د داسې مور او داسې اولاد څرکونه ډير کم شته دي. خو زما په اند دا ټولې د یوې مور هڅې وې چې داسې بچي یې وپالل. د دې لپاره چې خبره را څخه اوږده نه شي هیله من یم چې پښتانه لور ته د حقارت په سترګه نه بلکه د مینې په سترګه وګوري د لور په پیدایښت نا هیلې نه بلکه نور هم هیله مند شي، ځکه لکه څنګه چې بچی هیلې لرې داسې لور هم هیلې لرې، لکه څنګه چې بچی کولای شي د پلار په ژوند کې هیلې خړوبې کړي او د پلار هیلې پوره کړي لور هم ترې کمه نه ده بلکه د لور کچه به پرې زیاته وي. نو زه یو ځل بیا د ښاغلي حیران صیب دا نظم کټ مټ را اخلم هیله من یم چې لورنۍ مینه مو پرې خړوبه شي او لورګانې هم داسې وپالۍ لکه څنګه مو چې زامن پالۍ. خدای دې حیران صیب ته لا ډير ژوند ورکړي او خدای دې ورته لور نیک صالحه، پښتنه او د حیران صیب د هیلو پوره کونکې لویه کړي.
برخليک: ( ګرانې لور ته ډالۍ )
لورې قربان دې شم په خير راغلې
ستا له زيږون نه يو څو ورځې وړاندې
ما په ديرش ډزي کې مورړۍ تيره کړه
هغه شيبه مې هوس د خوشالۍ تيره کړه
ما مې په خپل يو خوب باور درلوده
چې خدای يو زوی وي شازاده راکړی
ما ويل چې زه به شکرانه ورکوم
خدای ته به سل رکاته نفل کوم
یو دوه جاغورې به شينکي آسمان ته
د خپل خيالي کلاشنکوف تشوم
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
زه مسافر ومه چې ته پيدا شوې
لکه ليوه لکه غرڅه پيدا شوې
چا دې چې زيری وکړ
نو راته څه يې ويل:
د خدای به خوښه وه چې لور دې وشوه
اوس دې خدای ښه لويه کړي
خدای دې تر دې وروسته زامن درکړي
خدای دې د چا په کور کې
د غله و پاچا په کور کې
لوڼې ورډيرې نکړ ي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰-
لورې قربان دې شم په خير راغلې
په دې دښمن دښمن وطن کې هر څوک
چې بې ميړو شي ورک شي
چې بې سړو شي ورک شي
ورور به دې هم وي د ميراث وږی
هم دې د تورې هم د آس وږی
لکه طاغوت لکه خناس وږی
لور د پښتون په کور يو غم وزيږي
له دغه غمه په کرار کرار ماتم وزيږي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
ستا په زيږون نجونو اتڼ ونکړو
ستا په زيږون يې تمبل ونه واهه
ژڼيو خيالي څڼې وانه چولې
د هلکانو خوا تر دې بده وه
د مور دې هم مزه د خولې بده وه
هو اراده د زمانې بده وه
همدغه ورځ له عاشورې بده وه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
ته به رالويه شې رالويه به شې
په ښو او بدو باندې پويه به شې پويه به شې
بيا به دې هم عقل ناقص وي د کيسو به نه يې
ښوونځی به نه وايې په کور کې به يې
د کور د ننه به بندي يې د وتو به نه يې
دا ستا تعليم ستا ډاکتري څه کوم
اخر مې هم د تربور کور ته ورځې
ماته دې غم او خوشالي څه مانا
ته که جنت ته ځې که اور ته ورځې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
لورې خبره شوې که نه شوې خبر؟
د نوي ژوند مبارکي درکوم
لورې کوژده دې وشوه
ښه ده چې پيغله شولې
لورې خاوند دې ډير تکړه سړی دی
عربستان کې لوی موټر چلوي
کلی خو واړه له ځوانانو ډک دی
هغه به څه کوې چې خر چلوي
لوري ګاڼه مې درته واخيستله
تر دې اختر وروسته واده تيار دی
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
لورې دا څومره بده ورځ دې ګورم
تا رانه وړي د ورا موټر تیار دی
ليوره دې هم شخه لنګۍ وهلې
د ښځو منځ کې دې خسر ولاړ دی
ښيښې راغلې دي سندرې وايي:
ښه شوه له شنو ونومو راتيره کړې
پلار دې په پيسو شو ته يې هيره کړې
خدايه خوشالي زمونږه ډيره کړې
خدايه رانه لرې د غم ويره کړې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
ته پرښته که د نجات يې، نو زما يې پرې څه
ته که کوثر، آب حيات يې نو زما يې پرې څه
لورې وياله که ته د شات يي، نو زما يې پرې څه
ماته دې بې له درده هيڅ نه رسي
ماته زما په ژوند کې شور يې لورې
ماته يوازې يو پيغور يې لورې
ماته په څه د سترګو تور يې لورې
چې نه يې تبر او نه لور يې لورې
تاته داستا د سوال ځواب دغه دی
ته بايد پوهه شې چې،
ته پښتنه يې ستا برخليک داسې دی
ستا د قسمت ليکلی ليک داسې دی
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
درځه درځه لورې په مخه دې ښه
ښه ده چې ستا حيا خوندي شوه لورې
پيل دې نوې زندګي شوه لورې
زما هم پيټی له اوږو سپک شو
زړه مې له ډيرو انديښنو سپک شو
پښتون خو ځکه په پښتو سپک شو
چې په دينار او په پيسو سپک شو
په خپلو کړو ناکړدو سپک شو.