گوتې بنگړي د دنيا دود دي
زه له نيستمن جانانه نه غواړم دودونه
په سپينه ږيره راپسې شوې .
رب خو دې مړ کړه د لمسۍ په ځای دې يمه
په خوله به وایم چې مې هیر يې
چې په رښتیا دې هیروم ورکه دې شمه
چي په ښایست مي خفه کیږي.
نور به د ځمکي خوب کوم چي زیړه شمه.
مینه مي پټه درسره ده
پښتانه کله په ښکاره مينه کوینه
خدای دې د ښې ورځې خاوند کړه
چې دشلیدلې لوپټې نه خلاصه شمه
میـــــنه د دوو پېغــــلو مزه کـــه
دوئ به سیالي کړي خولې به تاته درکوینه
تــــــر ســــر بـــه لــوټــــه کــــړمـــه لانــــــدي ْْ
پـــــه کـــار مــــي نـــه دي د مـن
ت ســپـــــــین مـــــړونــــــدونه
که مخامخ دیدن مو ګران دی
په موبایل خو راکوه د زړه حالونه
په سفر ځې څادر دې پریده
روژګۍ راغله تراویح به په کومه
بړستن دې واغوسته ويده شوې
په زړه دې نشته د شرين جانان غمونه
مینه دي پټه پاتې مه شه
رب دي رسوا که چې تاوان درباندي شمه
کوتک په لاس ورته ولاړ یم
یار می خایسته دی هلکان تی زغلومه
ما ویل پټ به دی را تیر کم
سر دی ګنچی وه په دیوال وه لګیدنه
پــېغـله پـه شـګو کــې رهـــي کــړه
پښــې بــه یې ســوځــي خــوله به ژر ژر درکوينه
خلک جوړه جوړه څملي
ابۍ ناترسه ما یوازې څملوینه
خولګی دی خورم نه پری مړیږم