افغانان سیاسي کارپوهان که رواني ناروغان

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

په افغانستان کې تیرو دریو لسیزو جګړو خلک  ډير عجیب عادت کړي دي. هر افغان نن سبا ځان پوره من بولي او یو هم پکې نیم منی نشته دی. ښه ډير وخت کیږي چې افغانان مفت خواره او د ګاونډیو هیوادونو په وریجو، وړو، غوړیو، رختونو، سیمټو، بسکټو، سابونونو......... باندې روږدي دي او ښه خوند ورکوي چې لاړشي له یوې هټۍ څخه یې په لوړه بیه پرته له دې چې کیفیت او کیمیت یې وګوري واخلي او کور ته یې یوسي. تل په دې فکر کوي چې څنګه ډيرې پیسې وګټي او څنګه یې ډيرې ډيرې ولګوي، په افغانستان کې به ډير کم داسې کسان پیدا شي او ان بیخي به نه وي چې لس، شل او دیرش کاله یې په کوم بهرني هیواد کې نه وي تیرکړي. ننۍ پاکستان، پرونی ایران او هغه بله ورځنۍ دوبۍ ټول د افغان کارکونکو د مټو زور و چې نن داسې جوړ دي او په نړۍ کې یې ساري نشته دي، خو افغانانو له دې هیواد څخه یوازې څو روپۍ د دې لپاره خپل هیواد ته راوړي دي چې یو لوی کور پرې جوړ کړي، یو موټر واخلي که یې زلمی زوی وي ورته په ښه لوړه بیه واده وکړي او  که یې زوی نه وي سمدستي په خپله دوهم واده کوي او بس، خو دوی په دې هیوادونو کې داسې څه نه دي زده کړي چې خپل خوار هیواد ته یوه وړوکې کمپنۍ چې په ډيرو کمو پیسې کیږي او پکې لس، شل کسه کار کوي  خریداري کړي او په هیواد کې یې جوړه کړي او د تل لپاره خپل او د څو نورو بچیان بهرني هیواد ته له تګ، د نورو له ظلمونو او ........ څخه بې غمه کړي. اوس اوس په هیواد کې څه ناڅه کمپنۍ جوړي شوي دي چې ځينې یې لکه د کوکاکولا، معدني اوبو.... په لوړه کچه دي خو داسې کمپنۍ هم شته دي چې په شل لکه یانې دوه میلیونو افغانیو باندې جوړیدی شي او ښه ډير کسان پکې کار کولای شي. ما یې څه ناڅه بیلګې لیدلي دي او هر یو له خپل کار څخه خوښ دي. دا ټول مني چې په تیرو لسو کلونو کې دولت به بنسټيزه برخه کې داسې کوم د پام وړ کار نه دی کړی خو هیواد یوازې د حکومت نه دی او پر نور عام اولس، سوداګر، کسب ګر او نورو باندې هم ځينې مسلم حقونه لري چې باید ور په ځای یې کړي. په دې برخه کې افغانان ډير بې پروا دي او هیڅکله دې برخې ته پام نه کوي، همدارنګه وړه له ترکمنستان او پاکستان څخه راوړي خو هیڅکله دې ته پام نه کوي چې افغانستان هم ځمکه، اوبو، دښتې او ښه هوا لري نو ولې په خپله پر خپلو ځمکو ځينې شیان نه کري. په دې پوهیږي چې په خپل هیواد کې د اوسپنې، میسو، سیمټو، سون توکو، ګازو، او ...... کانونه لري خو ولې ګاډر، انګلارن او نور اوسپنیز آلات په لوړه بیه پرته له دې چې ښه کیفیت ولري له نورو هیوادونو څخه نه اخلي. په پردیو هیوادونو لوی شوي  او سپین ږیري افغانان په دې پوهیږي چې بهرنی هیواد پردی کټ دی او تر نیمې شپې وي خو خپلو بچیانو ته دا نه وايي چې دوی باید تعلیم وکړي او په خپله په خپل هیواد کې ژوند وکړي او خپل هیواد د نورو هیوادونو په څير کړي، تر ډيره افغانان لومړۍ په خیلو ویشل شوي دي وروسته تر خیلو په سمتونو او تر سمتونو وروسته په ډلو او ټپلو، چې هر یو یې یوازې خپلې موخې ته د رسیدو لپاره هڅه کوي او د نورو په غم کې نه دی، هغه ورځې د هیواد د یو وتلي شخصیت چې نه غواړم نوم یې واخلم یو نیژدې خپل په موټر کې را سره یو ځای ته سفرکاوو ورنه مې ددې وتلي شخصیت چې افغانستان ته یې په مادي او معنوي برخه کې ډير څه کړي دي پوښټنه وکړه چې څنګه دی؟ نو یې سوړ اسویلی وکیښ او ویل یې ورک دې شي  چندان سړی نه دی. زه حیران شوم ورته مې وویل ولې ټوله دنیا وايي چې ښه سړی دی خو ته وایې چې نه سړی دی، نو د راته وویل وروره څه به یې کړو موږ ته یې نه کومه لوړه څوکۍ را پیدا کړه نه یې هم کوم بهرني هیواد ته ولیږلو. تاسو وګورۍ چې افغانانو ته تر ملي ګټو خپلې ګټې څومره مطرح دي چې ان په خپلو شخصیتونو پورې هم خاندي. یوه بله ناروغي چې اوس اوس افغانان پرې اخته شوي دي هغه ګرم سیاسي بحثونه دي هر ځای کې چې کښینې، که مجلس وي، جومات وي، موټر وي، هوټل او یا هم روغتون وي دوی به سیاسي مجلس اچولی وي او ټوله ورځ به وايي دولت داسې دی، ملا صیب داسې دی، قومي مشر داسې دی، ګاونډی هیواد داسې دی، مسلمان داسې او کافر داسې خو په پای کې یې لاره هم نه وي ورته معلومه چې ما څه وویل او د دې ټولو مثبت لوری کوم دی. دا سیاسي بحثونه دومره لوړې کچې ته رسیدلي دي چې ان په ځينو مجلسونو کې جنګونه پرې شوي دي او د ډيرو سر او پښې پکې ماتې شوي دي. یو ځان سمدستي کافر کړي او بل سمدستي ځان ورث الانیبا کړي. هغه دی کافر کړي دی هغه. خو هیڅکله ما له یو افغان څخه چیرې وا نه وریدل چې له یو چا څخه پوښتنه وکړي چې وروره څه کار کوې، له خپل کار څخه راضي یې کنه، که خوښ یې دا کار دې څنګه پیل کړ او څنګه دې تر دې ځایه را ورساوو، زه څنګه کولای شم داسې شم لکه ته. همدارنګه له مسافر څخه د دې پوښتنه نه کوي چې په دوبۍ، ایران، پاکستان او امریکا کې ته څه کوې، ولې دا هیوادونه داسې اباد شوي دي موږ څنګه کولای شو داسې شو، سمدستي ورته وايي وروره دې هیوادونو ته څنګه تلی شم یو زوی مې له دولسم  ټولګي څخه فارغیږي ډير لایق دی غواړم خواري غریبي ته یې ولیږم دی داسې خیال کوي چې دا دولسم ټولګی لکه چې د علم پای دی او نور یې زوی کولای شي خپله لار پیدا کړي، په ده تیره وي او په زوی یې هم همداسې تیروي. یو که تعلیم وکړ او چیرې یې دنده واخیسته خدای ورته آرام ژوند ورکړ او څه ناڅه په کرار شو بل سمدستي خپل زوی ته وايي چې دا د نه سړي زوی څنګه داسې یو ځلې ورسید څه لاره ورته جوړه کړه چې یا زموږ په حال شي او یا هم له دې ځای څخه ورک شي تر څو زه یې ونه وینم. افغانان تل په نورو نیوکې کوي، د نورو عیبونو پسې ګوري خو خپلو ته یې پام نه وي، دا څو میاشتې شوې چې پاکستان زموږ هیواد زموږ له هیواد څخه له پردۍ شوې سیمې کوزې پښتونخوا او ډيورنډ کرښې څخه په راکټونو ولي، سیاسي کارپوهان، عام افغانان ټول ټينګ دي چې ژر شی او تاسو هم راکټونه ور وشړی خو داسې نه وايي چې د راکټونو شړل د ډيورنډ کرښه په رسمیت پیژندل  او د هغو پښتنو پردي کول دي، که موږ زحمت کښلی وی، درس مو ویلی وی، خپلې فابریکې مو لرلی خپل کار مو لرلی نن به ولې له هند، بنګال او افغانستان څخه جوړ شوي پاکستان موږ ته توغندي را ویشتل خو دا ښيي چې  موږ بې همته یو او نه شو کولای خپل ځانونه په خپله اباد کړو، که ختیځ وران شي لویدیځ پرې خوښ شي او که سویل وران شي شمال پرې خوښ دی او همداسې سویل په شمال او ختیځ په لویدیځ. په هیواد کې د بیان آزادي، د ټلیفوني خدمتونو پراختیا، پاخه سړکونه، ښونځي او پوهنتونونه یو ارمان و، خو چې دا کار څه ناڅه وشو اوس د بیا آزادي خلک سیاسي لیونیان کړي دي او ټولې رسنۍ منفي لوري ته تیږه اچوي او د خلکو ذهنیتونه یې هم منفي کړي دي، ټلفیوني خدمتونه پراخ شوي خو افغانان د دې پر ځای چې خپلې ستونزې پرې حل کړي نورې یې هم ستونزې زیاتې کړي دي او کله چې درته ټلیفون وکړي له پوښتنې ګرویګنې وروسته درنه پوښته کوي چې نور څه حال دی، دا نور څه حال دی یانې څه. سړکونه څه ناڅه جوړ شول خو اوس یې نه څوک ساتلی شي او نه به یې څوک وساتي، پوهنتونونه جوړ شول خو په ځینو کې محصلین نشته او په کومو کې چې محصلین شته دي وړ علمي کدرونه نشته دي او استادان ټول له پردیو کتابونو او کتابچو څخه د څلورو لسیزو وړاندې نصاب تدریسوي، ښونځي جوړ شول ځينې یې سوځول کیږي او ځينو کې یې استادان، کتابونه او زده کونکي نشته دي او که دا ټول پکې وي بیا پکې درسي میتود او پرمختګ نشته دی. تر هغه چې عام افغانان له سیاست څخه لرې نه شي او په خپل ژوند ژور فکر ونکړي هیڅکله به دولت ونه شي کولای دوی ته ښه ژوند او ښه امکانات ورکړي دا هر څه هغه وخت کیدی شي چې ټول افغانان د سیاسي خبرو پر ځای پر کاري خبرو او کار کولو باندې خپل وخت ولګوي او هسې خپل وخت ضایع نکړي. تر هغه چې افغانان یوازې پر ژوند او د ژوند پر ښه والي فکر ونکړي  او د وخت له ضیاع څخه تیر نه شي تر هغه به دوی مصرفي خلک، د نورو تر لاس لاندې او همداسې په فقر، بیکاري او غمونو کې ژوند کوي. عام افغانان دې له ځانه سیاسي څيرې نه جوړوي بلکه د سیاسي څيرو په ټاکلو کې دې دقت وکړي ترڅو داسې نه شي چې د دوی ګټې تر پښو لاندې کړي په ځينو سیاسي بهیرونو کې دې برخه واخلي خو  داسې برخه چې د دوی تصمیم د هیواد ټولې ملي ګټې، ځمکنۍ بشپړتیا ته په ګټه وي. له سمتونو ، قومیت، ډلو او ټپلو دې را تیر شي او د یو ملت په نوم دې سره را ټول شي تر څو وکولای شو د ختیځ، لویدیځ،شمال او سویل تصمیمونه، سیاسي څيرې مو ټولې یو شان او د ټولو

لپاره د منلو وړ وي او وکولای شي د ټولو د ګټو دفاع وکړي.

په لوی غرویبپاڼه کې د دې لیکنې د لوستلو لپاره دا ځای کښیکاږۍ: 

 د تاند په ویب پاڼه کې د دې لیکنې د لوستلو لپاره دا ځای کښیکاږۍ: