څلوریزه
ورانه یې کیسه کړه بنګړو شور وکړ
ما خو داسې نه کړل خو دې زور وکړ
سپین مړوند مې تاو کړ په وړې نجیلۍ
دې هم راته وویل اوس دې کور وکړ
19.07.2011
- محمدالله آرین احمدزی
انځورګر له یوه انځورګر وغوښتل شول چې د زړه د دراوزې رسم وباسي . هغه هم ډېر ښایسته کور جوړ کړ او وروسته یې یوه وړوکې دروازه پکې وکښیله خو دروازې لاستی نه درلود. کله چې له انځور ګر وپوښتل شول دروازې ته دې لاستی ولې نه دی ورکړی ؟انځورګر یې په ځواب کې وویل " د زړه دروازه له دننه خلاصیږي نه له بهره "...
23.07.2011
- محمدالله آرین احمدزی
گوتې بنگړي د دنيا دود دي
زه له نيستمن جانانه نه غواړم دودونه
په سپينه ږيره راپسې شوې .
رب خو دې مړ کړه د لمسۍ په ځای دې يمه...