غزل 
نن مې په ژړا اوښکې خندا وکړه 

درده ستا ګیلو ته مې دعا وکړه

عشق مې دازل د پاڼو کرښو کې

ژوند ته د عدم په ویررضا وکړه

سوزې به ډیوې د تیارو غیږه کې

اوښکو دې لمبو سره جفا وکړه

رنګ مې د ارمان په لمبو پریولو

سترګو چې وعدو ته نن سبا وکړه

وخت به خود تمبیږي د هجران په پلو

تا چې یې په مخ د رنځ ادا وکړه