المزمل د نعیم افغان په زیار د حمدونو او نعتونو را ټوله شوې ټولګه
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
المزل چې د نعتونو او حمدونو ټولګه ده ښاغلي نعیم افغان د ګڼو پښتونو شاعرانو لخوا ویل شوي حمدونه او نعتونه پکي را ټول کړي دي او د کتاب په بڼه یې په ښه کیفیت سره چاپ کړي دي. په دې کتاب کې د ۹۹ پښتنو شاعرانو حمدونه او نعتونه دي. یاد کتاب ۲۷۹ مخه لري. دا کتاب په ۱۳۸۹ کال کې په هرات کې د سپینې ادې د کلتوري ټولنې لخوا د د زرو ټوکو په شمېر کې چاپ شوی دی. چې زه یې راټولونکي او خپروندویه ټولنې ته د چاپ مبارکي وایم.
له دې سره سره چې په پښتو کې په هره برخه کې ډير کارونه شوي دي او لا هم کیدونکي دي خو د نعیم افغان دا کار په خپل ډول کې بې ساری دی. ښاغلی افغان مخکې تر دې هم په هرات ولایت کې د پښتو ادب په برخه کې ډيرې هڅې کړي دي چې تاریخ او پښتون اولس به د ده هڅې هیڅکله هیرې نکړې د ده هڅو په ترڅ کې د سپینې ادې کلتوري ټولنه، هریرود پښتو مجله او د مورچل په نوم پاڼه وه چې تر ډيره د ده په هڅو وچلیده او لا هم چلیږي او اوس یې نوی په هریوا ټکي کام اوښتی دی ، ښاغلی افغان ځوان، هڅاند، له افغاني او پښتني غرور څخه ډک سړی دی تل پښتون او پښتانه مثبت خوځون ته هڅوي، که ډير ځلې یې کارونه بریالي شوي هم نه وي دی نه دی ناهیلی شوی او تر هغه یې هڅه کړې چې دا کار ېې بریا ته رسولی وي، زما ښه یاد شي کله چې ده د دې کتاب په راټولو پیل وکړ ډيری پاڼو ته یې اعلانونه ولیږل له ډيرو دوستانو یې په شخصي توګه هم غوښتنه وکړه چې خپل کلامونه ده ته ور ولیږي، د ده دې کار ډير وخت ونیوی خو بیا یې هم افغان صیب نتیجه په لاس راوړه او داده نن د المزمل په نوم کتاب زما په ګډون د ډيرو پښتنو په لاس کې دی او خوند ترې اخلي. د دې لپاره چې خبرې را څخه اوږدې نه شي زه به د دې کتاب اوډون ته یوه لنډه کتنه ولرم:
المزمل کتاب ته لنډه کتنه:
المزمل کتاب لکه څنګه چې یې چې له نوم څخه یې ښکاري د اسلام د خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ستاینه کې ویل شوي نعتونه او د لوی څیښتن تعالی پکې حمدونه را ټول شوي دي. کتاب په ښه کیفیت چاپ شوی او د ښکلې وقایې لرونکی دی. دا کتاب د دې ترڅنګ چې یو اسلامي کتاب دی ډيری نعت ویونکو ته یو ښه غورچاڼ هم کیدی شي ترڅو په ګڼو اسلامي غونډو کې ترې نعت ویونکي ګټه واخلي، ځکه د دې کتاب تر چاپه وړاندې داسې کتاب چې په پوره معیاري توګه لیکل شوی وي زما تر سترګو شوی نه دی، که مې تر سترګو شوی هم وي لومړنۍ نمګړتیا به یې د لهجې وي بیا پکې پښتو ګرامري جوړښت هم ډير په پام کې نه دی نیول شوی، دا ډول کتابونه به وړاند په پیښور کې د رحمن ګل په نوم خپرندویې ټولنې بیخي ډير چاپول خو ډيرې نیمګړتیاوې به پکې وې. خو په المزمل کتاب کې دا نمیګړتیاوې ډیرې په پام کې نیول شوي دي. راټولونکي ډير کوښښ کړی دی چې تر ټولو ښکلي ویل شوي نعتونه پکې راټول کړي او په دې کتاب کې ورته ځای ورکړي. په دې کتاب کې د کوزې او برې پښتونخوا د ډيرو شاعرانو حمدیه او نعتیه کلامونه را ټول شوي دي چې زه به یې د بیلګې په ډول د یو څو تنو نومونه واخلم:(اجمل اند، احمد ګل ریان، استاد حبیب الله رفیع،پيرمحمد کاروان، بشرمل ناصر، درویش درانی، دلاور پردیس، رحمیه پښتونجار، سمیره کوچۍ، طالب منګل، عبدالغفور لیوال، لطف الله مشعل، محمد نعیم افغان پخپله راټولونکی، نذیر احمدسهار، نوراجان بهیر..................)
په کتاب کې بله ښیګڼه هم چې زما په اند ډيره د پام وړ ده هغه داده چې د نارینه تر څنګ پکې ښځینه و ته هم حق ورکول شوی دی چې د رحیمې پښتونځار او سمیرې کوچۍ نعتونه یې ښې بیلګې دي. مخکې په نورو نعتیه کتابونو کې یا خو هم یوازې د یو شاعر کلامونه را ټول شوي دي او که دا کار چا کړی هم وي پکې یې خویندو ته د ګډون حق نه دی ورکړی همدارنګه په کتاب کې تر ډيره کوښښ شوی دی چې د مضمون او محتوا له لحاظه پکې قوي کلامونه را ونغښتل شي. چې زه به یې دلته بیلګې هم را واخلم:
چې ښه او بد مې پکې وینمه هینداره لرم
ومخ ته زه د محمد دا سپینه لاره لرم
په ېد تیاره کې ستا خبرې دي د ستورو په شان
په دې تیاره کې دا رڼاوې تر سهاره لرم
(۲۸م المزمل)
سنګریزې د حرم وايي محمد رسوال الله دی
په کعبه کې صنم وايي محمد رسوا لله دی
عصا وايي ستا په لاس کې چې خدای یو دی رسول ته یې
پورته عرش اعظم وايي محمدرسوال الله دی
(۴۲م المزمل کتاب)
د کاروان صیب ډير خواږه کلامونه پکې را ټول شوي دي چې واي:
بختور تر بختور ومه څو ورځې
کلیوال د پیغمبر وومه څو ورځې
زما زړه یو بې اغزیه سور ګلاب و
زه نه زخم نه خنجر ومه څو ورځې
(۵۰ مخ)
تا لمنه د خزان ګلاب ګلاب کړه
موږ لاسونه د بهار کړل زخم زخم
تا دښمن هم په امان رساوو کور ته
موږ ملګري خپل پر لار کړل زخم زخم
پر تا باندې د غلیم اولاد هم ګران و
موږ بچي د مور او پلار کړل زخم زخم
مګر بیا مو هم پر خولو دغه دعوه ده
چې موږ ستاپر لار روان یو محمده
(۷۷ مخ د خوږژبي او بې جوړې شاعر ښاغلي درویش دراني صیب کلام)
د کتاب پاڼې که هر څومره را واړوی ډير نور ښکلي نعتیه کلامونه هم پکې شته دي چې شاعرانو پکې د خوږ پيغمبر صفتونه د خیال په ژبه او سندریزو تارونو کړي دي چې هر یو یې پر خپل ځای ډير د ارزښت وړ دی او را ټولونکي یې هم په را ټولیدنه کې ډير زیار ګاللی دی ترڅو کره او پوره کتاب ټولنې ته وړاندې کړي. خو لیکوال چې په کتاب کې کومه تیروتنه کړې هغه د یاګانون نه مراعت دی او له افغان صیب څخه یې تر نورو ګیله هم ځکه زیاته کیږي چې دی لیکوال دی او د لیک په سور او لی پوره بلد دی چې دا کار ده باید کړی وی د اڅکزي صیب په نوم یو ورور کتلی هم دی خو دا غلطي پکې تر پایه تکرار شوې او سمه شوې نه ده کیدی شي لیکوال به ورته دا ځواب وايي چې دا نو زما کلام نه دی چې مې پکې تغیر را وستی وی خو د یاګانو سمونه یې دا خبره نه مني ځکه د یاګانو سمونه د کلام ښکلا نوره هم زیاتوي او دا کیدی شي د شعر تخنیکي غلطي وبولو نه باطني چې د شعر مانا دې تغیر کړي او یا دې هم را لیږونکي شاعران ده ته په دې په غصه کړي چې تا ولې داسې کړي دي. بل څه چې ډير پکې تکرار شوي دي ځينې داسې کلامونه هم پکې شته دي چې نه پوهیږم لیکوال یې عربي رسم الخط خپلې ژبې ته را ړولی دی او که را ټولونکي، لکه په دې کلام کې چې د ښاغلي مولوي احمدشاه حقوقي صیب کلام دی:
هغه طاها او هم یاسین دی
هغه رحمة اللعالمین دی
زما په اند کې طاها او یاسن په هم هغه عربي شکل یانې(طه، یس) لیکل شوی وی ښه به وی ځکه په دې ټول اسلامي امت پوهیږي او ددې لپاره چې دا حروف مقطعات دي د لیکوال او یا هم را ټولونکي لخوا پکې تصروف سم نه دی چې داسې باید نه وی شوي ځکه د مانا په اړه یې هم چې مفسرینو کوم نظریات ورکړي دي دوی سره داسې یو شانې نه ښکاري .که کتاب په راتلونکي کې چاپيږي ښه به دا وي چې دا په هغه خپل ډول لکه څنګه چې په قران عظیم الشان کې لیکل شوي دي ولیکل شي.همدارنګه د کلام کمزورتیا هم پکې شته ډيری کلامونه بیخي کمزوري دي او یو ډول ماتوالی پکې لیدل کیږي چې دې ته هم باید را ټولونکي پام کړی وی کره او ناکره یې سره جلا کړي وی او کره کره یې پکې را ټول کړي وی زه منم چې د کتاب حجم به څه ناڅه وړوکی شوی وی خو ښه به دا وی چې ته پکې ډيره پاملرنه شوې وی. زما په اند دا به مهمه نه وي چې ایا د افغان صیب کتاب لوی دی که وړوکی خو دا ډيره مهمه ده چې څه ډول اتنخاب پکې شوی دی او انتخاب کولای شي د راټولونکي د ځواکمنتیا او لوړ خیال ښودنه هم وکړي.
چې ښه بیلګه یې د ده او بیت بیخي مات دی:
تر نامه دې صدقه شم محمد! یې زموږ رهبر
د الله عزوجل یې نازولی پیغمبر
(۲۳۹ مخ)
یا هم دا چې:
سوی یم په مینه کې په زړه نا کراره
یو دیدن دې غواړمه د ښکلو سرداره
(۲۲۲ مخ)
په دې هیله چې په بل ځلې چاپ کې یې دا غلطي په پام کې ونیول شي او داسې غلطي پکې تکرار نه شي د ښيګڼو تر څنګ مې بد ګڼې ځکه و ویلې چې زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده او له اسلامي کتابونو سره ډيره مینه لري او زه ډاډه یم چې د دې کتاب لس ځلې چاپیدل به هم د دې دین مینو لپاره بسنه ونکړي، که یو شاعر کتاب چاپوي او هغه د ده شخصي شاعري هم وي په سر کې به یې د تبرک لپاره حمد او نعت وي او که دواړه نه وي یو خو به خامخا پکې وي نو هیله من یم چې د دې کتاب په لوستلو د هر مسلمان مینه ماته شي او را ټولونکي ته یې له لوی خدای څخه د لا بریاوو غوښتنه کوم په دې هیله چې ژوند یې له بریاوو او پنځونو څخه ډک وي او ډير نور داسې کتابونه هم په خپله پښتو ژبه او پښتون قوم باندې ولوروي. په پای کې یو ځل بیا یادونه کوم چې زما لخوا پر کتاب شوې خبرې یوازې زما خپل نظر و او دا ددې لپاره نه و چې خدای مه کړه را ټولونکی پرې خفه شي خو یوه خبره کوم د دې لپاره ډیر ډاډه وغږیدم چې لیکوال د ډيرو ښیګڼو تر څنګ یوه دا ښیګڼه هم لري چې کره کتنې ته ډير عقیدتمند سړی دی او زما په اند د دومره بریا او هڅو یوازنی لامل یې هم همدا دی. بیا له خپل لوري ټول ځوریدلي کړیدلي او په دین،وطن مینو پښتنو او په ځانګړي توګه د سپینې ادې کلتوري ټولنې ته یې مبارکي وایم او ورته په دې لاره کې د لا بریاوو هڅه کووم.
دا لیکنه د تاند ، افغان ادبي بهیر او سپین غر په ښکلې پاڼو کې هم لوستی شی.