نوی غزل
درد او پرهارونه لکه شوخې جېنکۍ
رادې شي يادونه لکه شوخې جېنکۍ
زړه کې مې درياب،درياب سندرې دي ويدې
مه چيړه تارونه لکه شوخې جېنکۍ
څښلي مې شرابو کې د مينې افسانې
خيال کې مې سازونه لکه شوخې جېنکۍ
شته د يار په سترګو کې ديوان د شيرازي
داسې غزلونه لکه شوخې جېنکۍ
ښکل يې کړې ماشومې آئينې اوبه،اوبه
ګورم تصويرونه لکه شوخې جينکۍ
مه پرېږده طالبه د سندرو منارې
ښار او دا ګلونه لکه شوخې جېنکۍ
طالب منګل
15.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
لنډۍ
په ګاونډي کړه خدای مینه
د سیني ګل یې دیواله وریژاوونه
لا سبا نه وه تا سبا کړو
د دله چرګه په قصاب دې خرڅومه
کټ د بلۍ سیوري ته یوسي
سپوږمۍ نامردې شرمول را خیستي دینه...
19.05.2011
- محمدالله آرین احمدزی
دوه میندې او یو فکر
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
که چیرې په افغانستان او سیمه کې تیر لس کلن ناورین ته ښکیل شو، نو تر ډيره داسې ویلی شو چې پکې د ملتونو ګناه نشته، ځکه په ملت کې روزل شوي افراد په یوه ملي روحیه روزل شوي دي او ټول په دې لټه کې وي چې د ملي روحیې ساتنه وکړي. که چیرې وکتل شي په افغانستان کې د ناموس، مال او خاورې ساتنه د عقیدې یوه برخه ګرځيدلې او هر افغان دا عقیده لري چې د خاورې سات...