دوه میندې او یو فکر
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
که چیرې په افغانستان او سیمه کې تیر لس کلن ناورین ته ښکیل شو، نو تر ډيره داسې ویلی شو چې پکې د ملتونو ګناه نشته، ځکه په ملت کې روزل شوي افراد په یوه ملي روحیه روزل شوي دي او ټول په دې لټه کې وي چې د ملي روحیې ساتنه وکړي. که چیرې وکتل شي په افغانستان کې د ناموس، مال او خاورې ساتنه د عقیدې یوه برخه ګرځيدلې او هر افغان دا عقیده لري چې د خاورې ساتنه د ناموس او مال تر ساتنې هم زیات ازرښت لري، ځکه افغانستان په داسې یو موقعیت کې پروت دی چې د ټولې نړۍ د هر اقتصادي، فرهنګي او سیاسي یرغل، غوښتونو لار پرې سپره ده. دلته چې هرڅوک راغلی راغلي په یوه روحیه او د دوی په وړاندې دریدلی ملت په بله روحیه روزل شوی دی، زما په اند روحیې یو شی دي، خو جغرافیه وي موقعیتونه او غوښتنې بیلې بیلې، ډير به وړاندې نه څو څو لسیزو وړاندې روسي یرغل ته به ورشو، روسان او د روسې پوځ د دې لپاره دلته نه و راغلی چې دوی ته په روسیه کې د اوسیدو زمینه نه وه مساعده او غوښتل یې دلته ژوند وکړي، دوی دلته د خپل جغرافیه موقعیت د پراختیا او موخې ته د رسیدو لپاره راغلي و، دوی په یوه خاصه ایډیولوژي روزل شوي کسان و او د دوی ایډیولوژي کمونیستي وه ، دوی ته په خپل هیواد کې دې ایډلوژي ډير ارزښت درلود، دوی د مور له غیږې دا ایډیولوژي زده کړې او غوښتل یې کټ مټ یې پر نورو هم پرته له دې چې د نورو قومي، ژبني، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ارزښتونه په پام کې ونیسي تطبیق کړي. همداسې ننی امریکا هم در واخلی، راځي داسې یو انځور درکړم چې تاسو پکې خپل او د نورو ژوند ولیدلای شی. هغه داسې چې په امریکا او افغانستان کې په یوه وخت دوه میندې حامله داره شوې او دوی نهه میاشتې خپل وړکي بچي په خپله ګیډه کې وګرځوي، وروسته تر نهو میاشتو په هغومره تکلیف دواړه میندې دوه زامن زیږوي، د دوی په دردونو، کړاونو، او وخت کې هیڅ توپیر نشته دی، کله چې د دوی بچي دنیا ته راځي، امریکايي مور خپل زوی ته وايي چې د خپلې خاورې ساتنه به کوې او تر څنګ به خپل واک په ټوله نړۍ چلوي، ځکه د امریکايي مور غوښتنه او له ټولنې څخه اخیستل شوی پیغام دی، زوی یې همداسې را غټيږي او په ټولنه کې نور هم اغیزمن کیږي، یاد شوی ځوان اوس د مور او ټولنې ته عملي بڼه ورکوي، خو دلته افغاني مور هم خپل زوی په دې روحیه روزلی دی چې د هیواد، مال، ناموس او خپلې عقیدې ساتنه به کوي، که څوک پر ده یا یې پر خاوره او کور باندې برید وکړي دی به یې کلکه ساتنه کوي او هیڅ چاته به د دې اجازه نه ورکوي چې د دوی پر ازادي او خاوره تیری وکړي. دواړه یو فکر لري البته فکرونه یو دي، خو ارزښتونه او سیاسي جوړښتونه بیل بیل دي. یو په یوه ډيره آرامه فضا کې روزل کیږي او په پای کې خپلې وړتیا ته په کتو د مور غوښتنې ته عملي بڼه ورکوي او بل هم د خپل وخت سره سم د مور غوښتنې ته عملي بڼه ورکوي. دوی دواړه چې یو یې د خاورې پراختیا او پر نورو وکداري غواړي او بل هغه د خپلې خاورې ساتنه ننګ بولي د دوه مختلفو سیاسي نظامونو په شتون کې په یوه جګړه کې سره مخ کیږي او دا پر هغه ډزې کوي او سنګر ورته نیسي هغه پر ده په پای کې دواړه د یو بل پر ډزو وژل کیږي او د دواړو میندې بورې شوې یو په هغه فکر بل په دې فکر، دلته تر اوسه هم دا نه ده جوته چې دوی کې کوم یو ګرم دی او کوم یو دې دنیا ته په اساني راغلی البته زما په اند د دوی دنیا ته په راتګ د مور لخوا په ګیډه ګرځونه کې کوم توپير نشته دی، ځکه د خدای تعالی په غیبي لاس د جوړ شوي انسان انساني جوړښت په شمال، ختیځ، سویل او لویدیځ کې یو شانې دی. زموږ په هیواد کې امریکا نیژدې یوه لسیزه کیږي چې په جګړه بوخته ده او نیژدې سل زره یې سرتیري هم په افغانستان کې ځای پر ځای دي چې د دوی په وینا تر دې دمه د دوی له ۲۰۰۰ څخه زیات سرتیري په تیرو لسو کلونو کې وژل شوي او د دوی دوه برابره هم معیوب شوي همداسې نیژدې ۳۰۰۰۰ بې ګناه افغان، وسله وال، ملي اردو او ملي پولیس هم په جګړو کې وژل شوي دي، دا وژنې او تلفات تر ډيره د ملي ګټو لپاره نه دي بلکه د دې لپاره دي چې ډيری پکې سیاسي مشران خپلې سیاسي ګټې ولټوي، څو کاله وړاندې ما د افغانستان په اړه یو انګیسي کتاب چې یو امریکايي لیکوال د معتبرو منابعو څخه اخیستی و لوست د کتاب نوم و « بوش په جګړه کې» چې اوس اوس پښتو ته هم ژباړل شوی او ژباړل شوې بڼه یې په بازار کې موندل کیږي، دې کتاب کې په امریکا کې د ننه د دوی د څارګې ادارې اف بي آی او د بهر لپاره د امریکا څارګه اداره سي آی اې د ګټو تر منځ هم ټکر لیدل کیږي یوې ډلې ته د امریکا داخلي ګټې یانې امنیت تر نورو ډیر ارزښت لري خو بلې ډلې ته بیا په نړۍ کې د امریکا ګټې د ارزښت وړ دي، کیدی شي داخلي استخباراتو ته د دوی د سرتیرو وژنه د نه منلو وړ وي خو بهرني استخبارات بیا هرڅه په ډول تعبیروي او داخلي استخبارات نه پریږدي چې د دوی په کړنو او بهرني سیاست کې لاسوهنه وکړي، د امریکې د سیاست جوړښت داسې شوی دی چې د ولسمشر په ټاکنه کې دوی ډير عجیبه جوړښتونه لري یو ځلې داسې یو کس ولسمشر وي چې د امریکا داخلي ګټې ګوري لکه بیل کلینټن، دې کس څو کاله وړاندې پر افغانستان د کروز توغندي برید وکړ او دا د ده لپاره نوره بس وه ځکه د ده سیاست او پالیسي بل ډول وه خو بل ځلې چې بوش ولسمشر شو هغه پر افغانستان پوځي تیری وکړ ور پسې یې عراق هم ونیوی، خو اوباما بیا داسې کارونه وکړل چې بیرته د بوش ځينې سهوې ده د خپل نظام لپاره جبران کړې د بیلګې په ډول ده په عراق کې قومي، مذهبي او سیمه ایزې شخړې را وپارولې دوی یې سره په خپل منځ کې لکه د ګور چینجي ښکیل کړل او خپل سرتیري یې له عراق څخه و ویستل د عراق د جګړې ګټونکی یې افغانستان ته را ولیږی هغه دلته هم دا کار وکړ اربکي یې جوړ کړل او په هره سیمه کې وړوکي قوم ته یې اکثریتونه ورکړل تر څو دا قوم د د اکثریت لخوا په دې نوم چې دوی اقلیت دي وځپل شي او په دې بهانه اوس غواړي له افغانستان څخه هم پښې سپکې کړي، د دوی د مالیې پیسې راځي او دلته په افغانستان، پاکستا، ایران او نوره نړۍ کې د دوی د سیاسي موخو لپاره کارول کیږي، خو د امریکا ملت یې له موخې نه دی خبر یوازې په څو خوشالونکو خبرونو دوی خوښوي، بوش که په نیویارک کې وزل شوي ۳۰۰۰ کسان د دې جګړې لپاره هدف نه وی ټاکلی نو ده نه شوای کولای چې هسې موفته او د نړیوال حشر په ترڅ کې دا دوه جګړې وګټي، دا چې هغه ۳۰۰۰ کسه او دلته په افغانستان او عراق په زرګونو امریکايي سرتیري او همدارنګه د عراق او افغانستان خپل سرتیري او ملکي وګړي ولې وژل کیږي دا هغه مبهمې پوښتنې دي چې وخت به ورته ځواب و وايي.