غزل

ما که له تا نه د یوې شپې خوشحالي وړې ده

تا هم له ما څخه ګلاب ګلاب ځواني وړې ده

 راځه چې کینو فیصله به په دریمګړي وکړو

چې ما له تا ، که تا له مانه زندګي  وړې ده

په دې پوهیږم چې ولله که یی په یاد هم یمه

هسې عبث خړو اوبو زما خواري وړې ده

 دا ښکلي ندي! دا په خدای که د چا پلار غلط کړې

دوي  په یوه خندا له موږ  هره سیالي وړې ده

 سروده!  باز غوندې الوزي اوس ګړنګ په ګړنګ

زرکه په تور ماښام ستا غیږې نه سپرلي  وړې ده