رسوامينه
ګل مې شکولو،ماوې تا پرې خوښاله کړم
ګل شوپاڼې پاڼې،په اغزو مې ګوتې څيرې کړې
تش لاس ګرانې،ستاليدوته،ستاکو څې ته درغلم
ستاديدن ونه شو،ستاسو سپو مې جامې څيرې کړې
بر،دکوڅې سر کې،رقيبانو را ايسار کړمه
دغوقصابانومې له ځانه ،غوښې څيرې کړې
خلک شول راټول،له رقيبانوېې راخلاص کړمه
ځمادپرهرټپ ته يې،ځماواړه شملې څيرې کړې
وينوکې لت پت،څيرې ګريوان چې کورته راغلمه
مورپلار،په مادواړو له غوسې نه سترګې څيرې کړې
ټول کلی موګرانې،اوس دمينې په راز پوه شولو
ځماڅيري ګريوان خو،درازونو،پردې څيرې کړې
زه قيام اوس ستاشوم،مينه ښه شوه چې رسواشوله
ته په ما تاوان شوې،رقيب خپلې تالې څيرې کړې
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
13.04.2011
- محمدالله آرین احمدزی
دوستانو مورنۍ مینه داسې یوه پدیده ده چې بیا ځلې یې څوک لاس ته نه شي راوړی په وړوکوالي کې د مور رحم او د ماشوم نازونه او په غټوالي کې د مور دعاوې او سپيڅلې مینه، ډيری د ژوند لوړو پوړیو ته رسولي دي، ما چې د آزمون صیب دا نظم ولوست، راته د مورنۍ مینې بیلابیل ډولونه را یاد شول، دې شعر کې د مور د نه شتون ډير ارمان شوی دی او د ارمان ژبه شاعرانه او ډيره روانه ده، دا شعر دې ټولو هغو دوستانو ته ډالۍ وي کوم چې خپلې میندې له لاسه ورکړي دي یانې میندو یې له دوی سره مخه ښه...
17.04.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل
ما که له تا نه د یوې شپې خوشحالي وړې ده
تا هم له ما څخه ګلاب ګلاب ځواني وړې ده
راځه چې کینو فیصله به په دریمګړي وکړو
چې ما له تا ، که تا له مانه زندګي وړې ده
په دې پوهیږم چې ول...