دې نوي کال له راشه 

سلام سلام ائ بې وفا جانانه
هيله ده روغ جوړ سلامت اوسېږې
زه به دعا درته هر وخت کومه
خير که هرڅومره ملامت اوسېږې
----
بعد له سلامه ائ بې غوره ياره
باور دې وشه ته مي ډير ياديږې
هره صحنه مي په ليمو کې اوسې
په خدای قسم چي هيڅ مي نه هيريږې
----
ته رانه لاړې زه دې پريښودلم
زړه مي داستا له درده ديرژړلي
ددې تاوان به درنه اخلم ضرور
سترګو مې ستا لارو ته ډير کتلي
----
راشه غمونه دې هم ويسه کنه
دامې له ژوند او له روزګاره باسي
يايې د زغملو لار را وښايه ته
دي غريبۍ کي مي له کاره باسي
----
زه ليونی دا ستا سو چونو کړلم
خدازده چې ته به د چا په سوچ کې اوسې
خورمه قسم چي خوب کې تا وينمه
ته خو هر وخت زما په سوچ کی اوسي
----
ته زما روح يې ته مي ساه يي خدایږو
زر شه په تن کې مي خوره وره شه
چي لږه ساه واخلم دمه واخلمه
په ټول بدن کي مي خوره وره شه
----
زه لکه وچ ګلاب د للمې داسې
ته يې باران راباندې ووريږه
کنه مړ کيږم خون مي ستا له غاړې
ښه ډيرپريمان راباندې ووريږه
-----
تا ويل درځمه خو لږ صبر وکړه
په رڼا ورځ په شنه سهار به درځم
چي هر خوا مينه شي خوره فضا کې
زه په موسم کې د بهار به درځم
----
دغه دې کال هم نوي کيږي زياتي
خلک رقم رقم جامې جوړوي
د نوي کال د خوشحالو لپاره
هر سړی اوه رنګه ميوي جوړوي
----
زه درته ناست يم انتظار دې کوم
خدای خبر ته به کله ماله راځې
هسې نه خاورې شې امبار راباندي
بيا دې نو څه کوم چې خوا له راځې
نو
توري جامي سترګي دي هم تورې کړه
په زنه ووهه شين خال کي راشه
ستا دي قسم وي نور مي مه زوروه
دې نوې ورځ دې نوي کال کي راشه

سليم سرود احمدزی