څلور موسمه(نثري ټوټه)

د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

په دې ټول پوهیږي چې یو کال ۱۲ میاشتې دی. یو کال څلور موسمه لري چې پسرلی یې پيل، دوبۍ او منۍ یې منځنۍ او ژمۍ یې هم پای دی. د پسرلي موسم داسې وي چې هرڅه یې نوي وي، د بیلګې په ډول په وچه تیږه هم یو بوټی را شین شوی وي، سهار اسمان شین وي غرمه مهال باران وریږي او مازدیګر بیا بیرته اسمان شین وي او ځای ځای پکې وریځې ښکاري. دوبي کې بیا ګرمي وي خو تل د شین اسمان اټکل پکې کیږي او هیڅکله داسې وړاندوینه نه شي کیدی شي چې په دوبي کې دې ګلان داسې را وټوکیږي لکه څنګه چې په سپرلي کې را ټوکیږي. هوا ګرمه وي خو داسې نه لګیږي لکه د سپرلي که چیرې یو ځلې باران وشي بزګر ورته دومره نه خوشالیږي لکه د سپري بارانه ته به چې خوشاله و ځکه دا بې وخته باران دوی تصادفي بولي او ترې امان غواړي او خواشیني کړي یې وي.همداسې منۍ در واخله مني کې هم هرې خواته فصلونه، ونې، او ان د سړکونو خاورې هم لکه زیړي چې نیولې وي تکې زیړې وي .ژمۍ پسې راشي او منۍ تالا کړي فصلونو ته د سپینې واورې کفن ور واغوندي او په خپله یخه غیږ کې یې ښخ کړي.

که چیرې د انسان عمر ته ځير شو د انسان عمر هم ماته همداسې له څلورو فصلونو څخه پرته بل څه نه ښکاري. چې له موره پيدا شي نو زه ما په اند د ده د عمر سپرلی وي، کله خوښ وي کله بیا له ژړا شین خو شیبې وروسته لکه د سپرلي تیز باران ژړا یې په یوه پتاسه په خندا بدله شوې وي او هیڅوک د دې اټکل نه شي کولای چې ګواکې ده دې هم ژړولي خو په ماشومو اننګو یې د اوښکو له پرتو دوه دریو څاڅکو دا پته لګولای شو چې ژړلي یې دي. همدارنګه د سپرلي د بارانونو، وریځو، شین اسمان، کله کله هم بې وخته ګرمۍ په څير هرڅه یې د منلو وړ وي که د یو ډير زورور او سخت زړي سړي مخه ته ورشي هم ورسره مینه کوي، ځکه دی په مینه کې ژوند کوي او غوښتنه یې هم مینه وي، که یوه کلکه مچه ترې واخلې او دا کار څو ځلې تکرار کړې بیا دې نو خواته هم نه درځي ځکه ته به هغه څه کوې چې ده ته خوند ورکوي. خو چې لږ را غټکی شي او نوی ځواني ته ورسیږي بیا نو په دوبي کې د یو دم باران په څير ډير زړونه لکه په پټو کې پراته فصلونه تاواني کولای شي ټول ورته متوجې کیږي چې ولې یې ژړلي دي او یا هم ولې ژاړي، دې وخت کې دی په یو حالت وي او هیڅوک یې ژړا په خندا او خندا په ژړا نه شي بدلوی، که چیرې دی داسې کار وکړي چې په ټولنه کې د منلو وړ نه وي د نورو ټولو په پرتله په ده نیوکه ډيره کیږي چې ته ولې داسې کوې ته خو ځوان یې. همدارنګه چې کله یې د عمر څو شپې ورځې تیرې شي د میرمنې، ماشومانو او ځانته کور او مسولیت خاوند شي خندا، خوښي ترې کډه شي تل یې رنګ د خزان وهلې ونې په څير خړ ګردو وهلی وي، کله د وړوکي زوی یا لور ناروغي، جامو..... ته په چورت کې وي او کله هم د میرمنې. او کله کله خو یې سیالي ، تربګیني او ذاتي غوښتنې دومره اندیښمن او متاثر کړي چې ان د ونو د پاڼو په څير یې تور ویښته بې وخته سپن شي، مخ یې کوت کوت شي، په غوږونو کوڼ شي او ملا یې هم کړوپه شي . خو چې کله دا وخت پرې تیر شي که یې ښه اولاد وي او ښه ژوند یې کړی وي نو بیا ځينې وخت د ده د ژوند خزان هم لږ څه اوږد شي او داسې ځوان ښکاري خو که عمر یې په بدو حالتونو کې تیر کړی وي، په بده ټولنه، بده کورنۍ کې ژوند کوي او خدای ورته بد اولاد ورکړی وي ان د لیندۍ په پنځلسو یې د سینې پر پراخه سیمه د واورو ورښتونه وشي او د تورو ویښتو رنګ یې ډير ژر سپین شي. او په دې ډيره واوره کې خپل ژوند پسې تیروي دا چې د کب میاشت به په پنځلسو کې د ده په واروینه ځمکه چور ګډ کړي کنه  هغه د پاړسي متل دی چې وايي: حوت اګر حوتي کند موشه در قوتي، اوکه به  یې څه نور هم عمر اوږد شي. خو یوه ورځ به دې د ده پر مرګ سپین کاغذونه خبر کړي او یا هم د جوماتونو لوډسپیکرونه.او ترې پاتې همځولي به د ده مړینه یوازې په تؤ تؤ تؤ او انا الله وانا الیه الراجعونه بدرګه کړي.

خو د کال په فصلونو او د انسان په فصلونو کې یو لوی توپير او تضاد شته دی هغه داچې د کال په هر موسم پسې یاد شوی موسم بیرته راتلونکی دی خو د انسان تیر شوي موسمونه بیرته نه راځي او همداسې پسې له منځه ځي. نو انسان ته داسې په کار دي چې په هر موسم کې د کال د موسم په څير تر بد ګڼو ډيرې ښې ګڼې له ځانه سره ولري، ترڅو د ده د معنوي ژوند موسمونه تر ډيره ژوندي پاتې شي او ټول پرې و ویاړي.