شاعران لیوني
موږ شاعران یو دجهان لیوني
غم وي دبل، موږ سرګردان لیوني
د تخیل په آسمانو کي اوسو
ځکه مو بولي ټول زمان لیوني
دنورو غم ته ځای په زړه کي ورکړو
بیا لټوو ورته درمان لیویي
خبر د زړونو کړو د نورو خلکو
ځکه مو کړي عاشقان لیوني
دشعر په بیت کي سمندر ځایوو
په دې هنر کړو ډیر حیران لیوني
نه له پاچا نه له ملا ډاریږو
مخامخ کړو ورته بیان لیوني
سید هم ځکه شاعري شروع کړه
په هریو ښکلي یو ډیر ګران لیوني
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
سیدشاه خروټی-لندن
26.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
پوښتنه....؟؟؟؟
رحيمه پشتونجار
تل به یې ویل چې الهام د الله پاک لویه پیرزوینه ده ته ولې دغه سپیڅلي راز موخه په زړه کې پټه ساتې ته د دغې راز موخې ته د شعر جامه ورواغونده او خپلې ټولنې د وګړو زړه پرې خړوب کړه چاته په خوله هغه مسکان وګرځه چې تل یې د شونډو په سرونو لکه سهارنۍ پرخې چې د ګلپانو په ظریفو اندامونو لکه د مرغلرو په څیر په مرمرین خوب خوبیولې وي او د هغه پرخو په مهین بدن کې داسې سپ...
03.03.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزلماته دآسمان د الفتونو مینه راکړه تهښکلې پاکیزه د ثوابونو مینه راکړه تههیره دې ملنګه د کچکول د سخاوته کړمخیر دی ما ګدا ته د اجرونو مینه راکړه تهنه چې یې سبا وي نه بیګا نه یې ماضی تیرهپاکه د ایمان د باورونو مینه راکړه تهبزم ته دې ما نن بلینډې د اوښکو بلې ديماته دشاعر د غزلونو مینه راکړه تهزه ساده نجلۍ وم ستا نغمو څپه څپه کړمهماته د ياغي سمندرونو مينه راکړه تهر پشتونجار...