پوښتنه....؟؟؟؟

رحيمه پشتونجار

تل به یې ویل چې الهام د الله پاک لویه پیرزوینه ده ته ولې دغه سپیڅلي راز موخه په زړه کې پټه ساتې ته د دغې راز موخې ته د شعر جامه ورواغونده او خپلې ټولنې د وګړو زړه پرې خړوب کړه چاته په خوله هغه مسکان وګرځه چې تل یې د شونډو په سرونو لکه سهارنۍ پرخې چې د ګلپانو په ظریفو اندامونو لکه د مرغلرو په څیر په مرمرین خوب خوبیولې وي او د هغه پرخو په مهین بدن کې داسې سپڅلي او پاسته توري وپیه چې هغه لکه یو وریښمین دسمال ستا د ټولنې د وګړود غمونو او اندیښنو اوښکې پاکې کړي. 

هو ! ته قلم راواخله او لیکل پیل کړه
ته شعر ولیکه!
ما هم دهغه خبره ومنله او دشعر په لیکلو مې پیل وکړ شعر مې ولیکه او خپلې پښتنې ټولنې چوپړ ته مې وړاندې کړ زما ټولنې زما شعر ته قدر ورکړ او زما شعر یې ومنه زه یې په خپلو خوږو او ظریفو الفاظو وستایلم او چا هم د خپلو سپیڅلو پیرزوینو په بنسټ ماته د شعر د لا ښه کیدو په هیله ډیرې اړینې لارښوونې وکړې . خو چا هم ورټلم د خپل ضمیر او زړه له امله یې د زړه له تله ورټلم. خو ماته یوازې او یوازې یوه خبره اړینه او د غور وړ وه هغه دا چې دا هغه خلک دي چې زما شعر لولي او زما په شعر غور کوي.
وختونه تیر شول او ما مې خپل غمونه او اندیښنې د خپل شعر په سمندر کې لاهو کړل د خپل شعر سره مې یوه ښکلې خیالي دنیا جوړه کړه د شعر د تورو سره به مې خبرې کولې د هغوی سره به مې خندل او کله به مې هم لکه ماشومه ورته ګیلې کولې او په لپو لپو اوښکو به مې د خپل شعر توري وژړول زه خپل شعر ته دومره نږدې شوم چې د خپل وجود په رګ رګ کې مې محسوس کولو زما د شعر توري به تل لکه سیوری ما سره مل و او ماته به یې د ګوښیتوب احساس نه راکوه او نه مې نور مات زړګی د غمونو د زغملو له امله سلګۍ وهلې زه د خپل شعر په ویرانه کې چې صرف د اوښکو سیلابونه په کې روان و آباده شوم د ژوند تیرې تورې تیارې رانه هیرې شوې هرخواته مې یوازې او یوازې خپل شعر لیده چې د الهام سپیڅلې ډیوه یې په لاس کې نیولې وي او راته خاندي زه مې د خپل شعر معشوقه وګرځیدم او په خپلو خوږو الهامونو به یې نازولم کله چې به مې خپل ماضي حالت ته پام شو نو شعر به مې قلم په لاس راکړ او خپله به راته په چغو سر شو تر هغه چې ما نه به خپل ځان هیر شو او بیا به د خپلې سپیڅلي معشوق په نازولو بوخته شوم.
داسې ډیر وختونه تیر شول او زه د خپل شعر په مینه کې د جنون تر حده ورکه شوم ماته داسې احساس د لمړي څل لپاره پیدا شو چې ما مینه کړې ده او زه د خپلې مینې سره د خیالي الهامونو به وزرونو د آسمانونو پړونو ته الوت کوم.
خو یو ناڅاپه یوه ورځ هغه بیا راغی او په ډیر قهر او غضب یې راته وویل دا څه حال دې جوړکړی دی هر خواته چې ګورم ستا نوم وینم او ستا شعر، یو ځای نه یو ځای ستا شعر لیدل کیږي ته یوه ښځه یې او د ښځې لپاره شعر او شاعري لوی عیب دی بیا دې په شعر لیکلو ونه وینم او نه یې چاته خپرولو ته ولیږئ

زه په خپل ځای غلې ودریدم او د خبرو کولو توان مې سلب شو .حیرانه په سوچونو کې ډوبه وم او کله چې مې بیرته ځان ته پام شو نو تر مینځه ساعتونه وتلي و زما د زړه دنیا ویجاړه وه غوښتل مې چې وژاړم خو چاته ؟ زما مینه خو یې رانه پردی کړه نو که وژاړم چاته وژاړم؟ کله به مې داسې انګیرله چې دابه خوب وي حقیقت نه شي کیدلای خو نه دا خوب نه و دا رښتیا خبره وه او زه لاهم لکه هغه مئین چې مینه یې ورنه ظالمانو بیله کړي وي او د خپلو شپو او ورځو په سبا او بېګا نه وي خبر او د مات زړه د پوښتنې ځواب یې د چا سره نه وي کټ مټ داسې زه هم د یوې پوښتنې ځواب پسې ګرځم غواړم وپوهیږم چې زه هغه وخت تیر وتلې یم چې د هغې خبره مې ومنله او په لیکلو مې پیل وکړ او که زه اوس تېروتنه کوم چې د هغه خبره نه منl....؟؟؟؟