مورنۍ ژبه
بشرمل نا صر
په نوروژبوچې مې خرڅه نه كړې
اې زما ګرانه ته مې مه هېر وه
د ډوډ ۍ ژبـــه لاتراوسه نـــه يم
ښكلې جا نا نه ته مې مــه هېروه
زما په نوم با ندې ته ژوند تېروې
تا ته مې پت پد ې جها ن بخښلى
د بل پــه ژبه تــه ويا ړنـــه كوې
ما درته نوم د ستر افغا ن بخښلى
څنګه په زړه كې له ما كركه لرې
ما خوجها ن تـــه پېژندلى يې ته
چې و دښمن ته سجد ې نه كوې
زما پـــه سر با ندې ښا غلى يې ته
اې پــه نړۍ كې زما و يونكـو وروڼو
پـــه نوروژبومو ايما ن مـــه راوړى
له خوندو مــه اخلــى د حيا پړوني
وخپل نغري ته څه تا وا ن مه راوړى
چې زه دبل په كوركې هم ژوندى شم
ما د قلـــم ما د پوهنتــون ژبـــه كړئ
چې زوړتاريخ شي ورته بېرته په يا د
ما د هغـــه ننګيا ل پښتون ژبـه كړئ
كلات
21.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
مجاهدینو د یوه کمونیست رهبر دشهادت ! ورځ ولمانځله
دپنجشنبې په ورځ یو شمیر هغو کسانو چې ځانونه مجاهدین او دمجاهدینو دحقونو مدافعین بولي دافغانستان دیوه کمونیست رهبر طاهر بدخشی دزوکړې او شهادت ورځ ولمانځله. دغه مراسم د کابل په یوه ستر هوټل کې دمجاهدینو په پیسو جوړ شوي وو. په دغو مراسمو کې د مشهور مجاهدینو لکه د احمد شاه مسعود دورور احمد ضیآ مسعود ترڅنګ کمونیستانو لکه جنرال دوس...
26.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
پوښتنه....؟؟؟؟
رحيمه پشتونجار
تل به یې ویل چې الهام د الله پاک لویه پیرزوینه ده ته ولې دغه سپیڅلي راز موخه په زړه کې پټه ساتې ته د دغې راز موخې ته د شعر جامه ورواغونده او خپلې ټولنې د وګړو زړه پرې خړوب کړه چاته په خوله هغه مسکان وګرځه چې تل یې د شونډو په سرونو لکه سهارنۍ پرخې چې د ګلپانو په ظریفو اندامونو لکه د مرغلرو په څیر په مرمرین خوب خوبیولې وي او د هغه پرخو په مهین بدن کې داسې سپ...