دجګړوپلرونه
مشره بيادې واک ته دولس قاتلا ن راوستل
خپل څنګ ته دې دواړه دورانۍ اتلان راوستل
مونږ له جګړو ستړې مشره،سوله امنيت غواړو
تا بيرته ميدان ته،دجګړو قاصدان راوستل
مونږ دمرورو وروڼوبيا په خولا کول غواړو
دې کارته دې مشره،دجنګونو پلاران راوستل
تا خودولس ارزو دخاوروسره خاورې کړه
تاچه اوس شوراته،درغلګر وکيلان راوستل
نه جوړيږي خپل منځکې دنيا یی ننداره کوي
تاسو دملت کورته سوچه ليونيان راوستل
لایی شوراجوړه نه ده،عدل و انصاف نه مني
تاسو ولسي جرګې ټول زورواکان راوستل
واوره دقيام مشره،خپل ځان دې په غم واړوو
ځان ته دې پخپله دلستوڼي ماران راوستل
الحاج الهام الدين قيام
14.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل روغ یـــــــم ، لیــــــــــــــــــــــونی شم تاته وګورمســــــــــــم شــــــــــــــــمه سړی شــــــم تاته وګورمســــــــــــل ځــــــــــــــله توبه لـــــــــــه تا نه وباسمبیــــــــــا درته موسکی شــــــــــــــم تاته وګورمخپل مې کړې ،دمه مې کړې،ویده مې کړېویــــــــــښ شمه ، پردی شـــــــــــــم تاته وګورمډیرې ګیلې زړه کې درتـــــــــــه راوړمـــــــــــــــهوژاړم ، ګـــــــــــونګی...
16.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل
د شرابي سترګو سلام ، لکه د بنګو پيالېنشه نشه يې کــړم تمام ، لکه د بنګو پيالېغزل مې دومره شو خمار راديف يې وزنګيدهخداى راليږلى و الهام ، لکه د بنګو پيالېکوم ليونى له کلي تللى و چې بيرته راتهپېغلې ولاړې وې په بام ، لکه د بنګو پيالېدا د کابل شوخه جېنۍ په جادوګرو سترګوله مانه واخلي انتقام ، لکه د بنګو پيالېګلې له تاسره هوس د خولګۍ پاتې نه شوپه ما دې دا...