غزل
روغ یـــــــم ، لیــــــــــــــــــــــونی شم تاته وګورم
ســــــــــــم شــــــــــــــــمه سړی شــــــم تاته وګورم
ســــــــــــل ځــــــــــــــله توبه لـــــــــــه تا نه وباسم
بیــــــــــا درته موسکی شــــــــــــــم تاته وګورم
خپل مې کړې ،دمه مې کړې،ویده مې کړې
ویــــــــــښ شمه ، پردی شـــــــــــــم تاته وګورم
ډیرې ګیلې زړه کې درتـــــــــــه راوړمـــــــــــــــه
وژاړم ، ګـــــــــــونګی شـــــــــم تاتـــــــــه وګورم
مړئ یــــــــمه پروت یــــــــــــــــــم چې تا نه وینم
ځـــــــوان شمه زلمی شم تاتــــــــــــــــــه وګورم
14.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزلراوپس شوه حادثه ، کلي ته راغلهد رنګونو هـــدېره ، کلي ته راغله.په تبوت کې را ايسار وو اندمونهبې څيره وه جنازه ، کلي ته راغلهنن به بيا خمار سازونه کور ته يوسود سندرو قافله ، کلي ته راغلهستا په سترګو کې مې سترګې فنا کيږيد يادونو زمانه ، کلي ته راغلهنن مې غيږې ته راړنګه شوه طالبهد سپوږمۍ يوه خصه ، کلي ته راغلهطالب منګل...
16.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
دجګړوپلرونهمشره بيادې واک ته دولس قاتلا ن راوستلخپل څنګ ته دې دواړه دورانۍ اتلان راوستلمونږ له جګړو ستړې مشره،سوله امنيت غواړوتا بيرته ميدان ته،دجګړو قاصدان راوستلمونږ دمرورو وروڼوبيا په خولا کول غواړودې کارته دې مشره،دجنګونو پلاران راوستلتا خودولس ارزو دخاوروسره خاورې کړهتاچه اوس شوراته،درغلګر وکيلان راوستلنه جوړيږي خپل منځکې دنيا یی ننداره کويتاسو دملت کورته سوچه ليونيان راو...