غزل 
دا چې ژړیږم ،خو په خوله هیڅ درته نه وایمه
اور کې سوځیږم، خو په خوله هیڅ درته نه وایمه

دخدای لپاره بس دﺉ راشه زیاتي ستړی شومه
ژوند یم ختمیږم ،خو په خوله هیڅ درته نه وایمه

هغه له شوره له خندانه نن په ډکه کوڅه
غلی تیریږم، خو په خوله هیڅ درته نه وایمه

زه لکه اوښکه بې اثرې دا ستا له ښکلو سترګو
لاړم تویږم ، خو په خله هیڅ درته نه وایمه

بس که سروده! دومره ظلم په ما څله کوې
زړه یم ! خوږیږم، خو په خوله هیڅ درته نه وایمه