ستاينليک

د هېواد پياوړی اشپز بوکرنا ( بوکر) صيب!

په سلامونو مو نمانځو.

د ښاغلي بوکرنا مینه وال په بلجیم کې دې ښاغلي ته د خوښي له امله په ځان نه پوهیږي

د هغه څېړنې له مخې چې د اشپزانو د نړيوالې اتحاديې له خوا ستاسې د پخلي په برخه کې تر سره شوې، نو له ۱۹۸۰ کاله تر اوس مهاله دا جوته شوه، چې په دومره اوږده موده کې يوه ورځ هم کوم مسلمان ته ستاسې خوړو کله خوند  ورنه کړ او پرته له دويم ګېره څوک د دې توان نه لري، چې ستاسې د پخلي يوه ګوله هم  تېره کړي. که له بده مرغه کوم يوه دا تېروتنه کړې وي، نو بيا په داسې اسهال اخته شوی، چې تر اوسه يې په کولمو کې د افغانستان د پارلمان په څېر ډز و ډوز دوام لري.

 ښاغلی بوکرنا د خندا په حال کې

بوکرنا صیب خپل پاخه شوي بې خونده او بې رنګه خواړه په بلجیم او افریقا کې نندارې ته وړاندې کړي.

د اشپزانو نړيواله ټولنه  ستاسې دا کار يو نوښت ځکه ګڼي، چې دومره پر له پسې بېخوندي هم  يو لوی کمال دی. سره له دې چې  استهلاکوونکي دې پرته له ښېرا ستاسې درانه حضور ته بل څه نه لري، خو موږ ورته د درناوي په سترګه ځکه ګورو، چې کومه بربادي تا په يوازې ځان پیل کړې، زموږ بې شمېره توغندي يې نه شي کولای و خو د نړۍ د اشپزانو د مشرتابه هييت له تاسې نه يوه هيله  لري، چې موږ ته د خپلې بېخوندۍ راز زر تر زره راواستوﺉ، تر څو موږ ترې د خپلو دښمنانو په ځپلو کې ګټه واخلو. خو ورسره يوه سپارښتنه دا کوو، که چېرې مو د ژوند اخرې شپې راغلې، تو د تجهيز او تکفين لپاره دلته تشريف راوړﺉ، هسې نه چې خدای مه کړه، په خپل هېواد کې د خپلو مينه والو د دېرې مينې  له امله بې سرنوشته پاتې شۍ.

دا هم بوکرنا ته په نړیواله سطحه ور کړل شوی مډال، دوستانو دا د پټي سر دی پټی وروسته سورور دی.

ستاسې د لا بريو په هيله.

جان فورډ

د اشپزانو د نړيوالې اتحاديې مشر

بلجيم.

 




د افغانستان د آشپزانو د ټولنې ستاینلیک

چې بوکرنا پرې خوشالیږي

خدای دې دا وریجي په دوه نمې روپۍ کینه

د دې له امله چې د ښاغلي بوکرنا (بوکر) صیب د فن او کمال صفتونه ان تر بلجیمه رسیدلي دي نو د افغانستان د بې خونده آشپزانو ټولنه به هم هم دومره بې غیرته نه وي چې ښاغلی بوکر و نه نازوي، موږ یې هم ستایو او د ده د نه هیریدونکې، او نه تیریدونکې پخلي صفتونه کوو. او په یو اواز وایو................. ژوندی دې وي سپين خولی او ککړ خولی بوکرنا.

د بوکرنا ځانګړی پش چې د ده ډوډۍ دې حال ته رسولی دی 

قدرمنو د دې له امله چې ستاینلیکونه بیخي ډیر شوي دي نو د نه خپرولو له امله یې د بوکرنا په ډوډۍ زموږ د بې خونده خولې بې خونده ، بې رنګه، بې بویه او له ناروغیو ډک معذرت ومنۍ. او د ستاینلیک په پای کې تاسو ته د بوکرنا بوکر په یاد د جوړې شوې مشاعرې ځينې بیتونه  هم وړاندې کوم چې د بوکرنا د  ډوډۍ غوندې بې خونده او د خولۍ غوندې بدرنګه دي:

او دا هم د بوکرنا صیب نقلیه واسطه چې دی پکې خپل سټف او خوراکي توکي له یو ځای څخه بل ځای ته وړي او ټوله لار یې په بویونو ډکه کړې وي. 

د بوکرنا خاطر لپاره

غاښونه مات شو د او ریو غم کومه

بوکرنا لاړې اسمانې شوې

اسمان چې ځمکې ته راځي موږ به مړه یونه

د بوکر د لاس پخلی دی

ځکه ژر ژر د اوبو غړپ پسې کومه

دا خو لا ښه دي اوبه شته

که اوبو نه وی اوس به مخکې لا مړ وومه

د بوکرنا د پخلي بوی شو

خدای به خبر وي چې به یې څه پخ کړي وینه

د بوکرنا خولۍ ته ګورۍ

له لرې ښکاري زما سترګې بریښوینه

د بوکرنا د مینې زور دی

زخمې معده شوم، اپنډکس نه شم مینه

او د غونډې په پای کې یو تن چې ادعا یې کوله ګواکې دی د بوکرنا وریجو اپنډکس کړی دی د خپل زړه آه یوازې په دې لنډۍ سره را و ویسته خو هیره دې نه وي چې د ښاغلي بوکرنا د طرفدارانو له سخت غبرګون سره مخ شو او لکه د تونس د ولسمشر ښځه دوبۍ ته په تیښته بریالی شو.

بوکرنا دواړه لاس دې مات شه

چې په چمچه کې ډوډۍ درکړم مړ دې کړمه



 قدرمنو په دې برخه کې هم د د بوکرنا د ځينو نورو مینه والو شعرونه چې ان له انقرې یې را لیږلې دي خپروم

له انقرې نه د بوکرنا د يوه مينه وال پيغام

د بوکر ډوډۍ عجيبه خوند لري

د ګني غوندې يې هر شی بند لري

 

داسې نه ده چې بوکر به ګنې موړ شي

د غوايي غوندې هر وختي شخوند لري

 

خوراک نه د ارسطو د پښې دانه ده

هر نخوند يې ګوره ځان ته پند لري

 

وهغو ته يې خوړل بيا ډېر اسان وي

چې په ګېډه کې منونه ګند لري

 

يوه لکۍ ورته په کار ده نور پوره دی

ای حميده نور هر څه څرګند لري.

++++++

بوکرنا ته د حسني مبارک ډالۍ

د بوکرنا عجيب خاصيت دی

لاس يې په غولو دی ډوډۍ راپخوينه