زما مرید

هیواد ته د هغه د راتګ په توکل کې زما تبلیغ هم ځانګړی رول درلود . که رښتیا ووایم ، سره زر مې په خپل هېواد لورېدل .هغه خپل هېواد ته راغی اود خپل قوم یوه برخه یې لا اوس هم دځینومجبوریوله کبله د پاکستان په سرکاري اداروکې د پاکستاني هویت د اخیستلو له پاره په منډه ده. له قلم څخه د لرې خلکوپه منځ کې دهغه علمي شخصیت داسې ښکارېده لکه د هندوله کوره چې قرآن شریف را وباسې .وخت روان و، هغه دخپل هېواد په پلازمینه کې دمیوند دجادې سوراو اوږدوالی کچ کاوه ، کاراوروزګارنه و، څه نغدې کلداري خویې لومړی دافغانیوپه تبادله کې نیمې شوې اوپاتې نورې په ښرنوال هوټل کې مخ په زوال وې .

خوکوردې د استاد علم ګل سحراباد وي چې تل یې دنوروغم د ځان غم بللی اوپه دې توګه زما مرید دسحرصاحب په هلوځلو د لمرتلویزیون په دروازه ورننوت. اوبیا داسې ورځ هم راغله چې په خپل هېوادکې زما اودهغه لومړی ملاقات ددې بې ضمانته دموکراسۍ په نهم کال زموږپه کورکې وشو. کله چې مې خپل مرید دسهارلمانځه ته پورته کاوه ، ګستاخ نظرمې دهغه په سلېمانخېلوتلو ولګېده چې زموږدغریب کورله حوادث وهلې بړستن څخه چې له موږسره یې په هېوادکې د ټولورنګینوانقلابونوڅپې لیدلې دي ، دباندې په توشک پرتې وې.

بړستن لنډه اودهغه پښې ماشاالله . خپه شوم چې دپښتوژبې د ممکن کلمې د زیاتې کارونې دغه محتاط لیکوال مې د یخ له څپوڅخه پټ نشوای کړای ، له ځان سره مې وویل خدایه !

دغه بشردوسته احساساتواودغوخالي جېبونوخوموږه لېوني کړو.له صدافسوس سره مې د جرس ادبي جرګې د ځینوملګروپه خبره کره لیکوال اود کراچۍ ښارد فرنټېرچوک سیاسي ، مذهبي اوقومې هیرو وکیل دیندارعلي صاحب دیني ورورله خوبه راویښ کړ.

سترګې یې سرې وې ، ځکه چې ټوله شپه مو دډاکټرمحب الله زغم صاحب په ځانمرګې ناول اودسیندیانوپه میراثي سیاست اوږدې خبرې کړې وې.دشاعرهغه شعرمې رایادشوچې وایې :

سترګې مې سرې وې ټوله شپه مې ستا تصویرته ژړل

سهاروختي په ما الزام د شرابي ولګېد .

دچای څښلوڅخه وروسته په کوټه سنګي کې دمرید کوټې ته ولاړو، کوټې له کابل سیند څخه

د پاکوالۍ په مقابله کې دخروارولسوالۍ د ( یه بابا ) تاریخي مډال ګټلی و.د ماسپښین له لمانځه وروسته زه اوهغه دافغان ادبي بهیرغونډې ته ورنازل شو، ماته دغونډې دمشرتوب جزا راکړل شوه اومرید ته مې د ګډونوالوپه دوهم کتارکې د غونډې داخلالګرهمېشنۍ دنده ورسېده ، کله به یې د کوم شاعرپه کمزورې شعرد واوا غږراپورته کړاوکله به یې هم له اسماعیل څپه صاحب سره په ټوکووخت تېرا وه. زړه مې راته وېل چې خپل صدارتي اختیارات وکاروم اومرید مې له غونډې څخه دباندې له چاسره په موبایل باندې خبرو کولوته ولېږم ، ترڅوخلک یې له شره خلاص شي ، خوهغه لکه چې د پیرپه زړه کې ناست و، په خپله یې خپل موبایل ته زنګ برابرکړ،ترڅوناست خلک وغولوي او هغه په موبایل کې د خبروکولوپه نیت له غونډې دباندې ووت. داچې هغه هلته څه کول، په دې زه هم نه یم خبر.

رښتیا هم چې استاذ نورمحمد سعید د پشتوژبې دنثراونظم ښه ماهردی. هغه زما دسترګوتور

اودهیواد دروند ادبي اوفرهنګي شخصیت دی . دهغه په اړه او د خپل ناتوانه قلم په هکله به دومره ووایم چې :

زه مې عقــل ته خندېږم عقــل ماپورې خندېږې

ترازو مې دی په لاس کې او دغره تلل پرې غواړم

 سید فخرالدین هاشمي

کابل