غزل

بې نښانه و صورت په کې پيدا شو
د رنګونو محبت په کې پيدا شو
.
فلسفي سترګې دې ډکې شوې له عشقه
ليونيه ! شرارت په کې پيدا شو

تا راوکتل،کتل مې چې کتل دې
دکتلو اجازت په کې پيدا شو

چې په ځمکه کې خوا رې رانه سجدې شوې
يو مستانه عبادت په کې پيدا شو

زړه مې بيا هم زما زړه دی بې زړه نه دی
بې زړه مه شه بغاوت په کې پيدا شو

ما چې ځان له کاېناتو نه ځار نه کړ
د ساګانو امنت په کې پيدا شو

چې مې ښکل کړه په وجود کې يې طالبه!
يو بې شانه قيامت په کې پيدا شو

طالب منګل