بهرني ځواکونه ولې د افغانستان ونې پرې کوي
له ډيرې مودې رت په دیخوا د هیواد په سویلي ولایت کندهار کې عملیات دوام لري، خو دا عملیات له یوې ورځې بلې او له بلې څخه بلې ته اوږدیږي، څه موده وړاندې ولسمشر په کندهار کې د کندهار له خلکو اجازه وغوښته او ټينګار یې وکړ چې د دوی له خوښې پرته به عملیات نه کیږي، خو دا عملیات پرته د دې ولایت د اوسیدونکو له خوښې په دې ولایت کې پيل شول او لا هم روان دي. څه موده وړاندې په رسنیو کې دا خبره ډيره توده شوه چې بهرني سرتیري په دې ولایت کې ونې پرې کوي، کورونه ورانوي او په شنو بڼونو کې یې سړکونه جوړ کړي دي، ولسمشر د دې زیانونو د څيړلو په موخه یو هییت وټاکه چې سیمې ته ولاړ شي او هلته عام افغانانو ته ور اوښتي زیانونه وڅيړي او له نیژدې یې وګوري. 
هییت سیمې ته ولاړ او په سیمه کې یې تر څه ناڅه څیړنې وروسته کابل ته د رپوټ ورکولو په ترڅ کې وویل چې په دې ولایت کې عامو خلکو ته سل میلیونه ډالره زیان اوښتی دی، سمدستي د کندهار ځايي ادارې یې په اړه غبرګون وښود او د دې تللي هییت رپوټ یې نا سم وباله، خو له دې ټولو ناندریو سره سره په سیمه کې خلک او د مشرانو جرګې ځينې استازي ويي چې زیان له دې هم زیات دی ځکه امریکايي ځواکونه په دې ولایت کې د رسی په نوم یو قسم وسله کاروي چې د یو ډز سره سم په سیمه کې یو بد غږ خوروي او ډير تخریب کوي، دا لړۍ همداسې روانه او لا هم په کندهار کې ونې پرې کیږي، خو تیره ورځ په رسنیو کې د رپوټ سره سم په غزني کې د بندسردې په سیمه کې هم چې یوه شنه سیمه ده او د غزني د نورو سیمو په پرتله پکې اوبو ډيرې دي بهرنیو ځواکونو دلته هم د ونو په ویستو پيل کړی دی.په هر حال په دې دوه ولایتونو کې خو دا پیښې ولیدل شوې او په نورو کې خو لا لیدل شوي هم نه دي، څه موده وړاندې مې د کومه ویب پاڼه کې یو خبر ولوست چې د هلمند په ولایت کې ‌ډيری زیږیدلي ماشومان د دې له امله چې په دې ولایت کې اټومې وسلې کارول شوي دي د سوشکل په ناروغي اخته دي او له پيدا کیدو سره سم ډيری ماشومان سوشکل وي، خو ډيری دولتي چارواکو او بهرنیو ځواکونو دا خبرې رد کړې او دا یې ومنله چې په دې سیمه کې یې اټومې وسلې کارولي دي. خو د کندهار د وتو ویستل کیدل خو بیخي نوې او د غزني هغه خو بیا بیخي پیسې نوې او د پروني تاریخ خبره ده، له دې سره سره چې د هیواد ډيری سیمې د دې ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو له لوري د اټومې او کیمیاوي وسلو له ګواښ سره مخې دي، ډيری نورې یې بیا له وچکالي سره مخې دي او د چاپيریال ساتنې اداره تل خبرداری ورکوي چې د هیواد د پلازمینې په ګډون په ډيری لویو ښارونو کې د چاپيریال حالت له یو ساعت څخه بل ساعت ته د اندیښنې وړ دی، د دې ترڅنګ چې په هیواد کې د چاپيرساتنې په برخه کې پوره پاملرنه نه ده شوې دا هم نه ده جوته چې بهرني ځواکونه په هیواد کې کوم ډول وسلې کاروي، ولې رسیدلې ونې پرې کوي او له دې ډول کړنو یې موخه څه ده، که چیرې د خبرې بیخ ته ځير شو نو خبره کیدی شي ډيره بیخزنه وي یانې دا چې بهرني ځواکونه او په دوی پورې اړوندې کړی یوازې په بمباریو، د سړک د غاړې په ماینونو باندې بسنه نه کوي بلکه غواړي پښتون قوم په نسلي لحاظ تباه کړي ځکه د دوی له دې کړنو څخه یې څرک ښه لګیدی شي چې څه غواړي. خو زمونږ ویده او غیر متوازن دولت او ولسمشري ماڼۍ په داسې حال کې له دې پیښو څخه خبریږي چې یو ځل پرې د عامو افغانانو بیخ او بنیاد وباسي بیا دوی اقدام کوي، که ولسمشر ته داسې له پيغور څخه لا لږ په ډک انداز و وایم چې ولسمشره! ته چې کندهار ته لاړې له خلکو څخه دې پوښتنې کولې چې عملیات پیل شي کنه؟ خلک درته چوپ و تا ورته په ټينګار سره وویل چې ترڅو تاسو غوښتنه نه وي کړي عملیات به نه کیږي، خو د دوی له نه غوښتنې سره سره عملیات وشو، دا چې هرڅه وشو ښه وشو، مګر د دوی ونو او شنو باغونو څه ګناه کړې چې بهرني ځواکونه یې له بیخه ورته باسي، څو ورځې وړاندې د غزني چارواکو خبر ورکړ چې په دې ولایت کې ددې لپاره چې په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه پيژندل کیږي نیژدې په نوي کال کې به نیژدې ۴۰۰ زره نوي نیالګي کیښودل شي د دې خبر په اوریدو ډيری افغانان په ځانګړې توګه د غزني له تاریخونو څخه د ډک ولایت خلک ډير خوشاله شول خو یو زوی یې لا لوی کړی نه و چې ورته لوی کړی زوی یې و واژه یانې داچې په دې ولایت کې د سردې بند او ځينو نورو سیمو کې د کندهار په څير د ونو د له منځه وړل کیدو چارې د ظالمو بهرنیو ځواکونو له لوري پيل شوې. له دې سره سره چې د پښتنو د نسل وژنې چارې په هیواد کې د ننه او له هیواد څخه د باندې د دې قوم او ژبې د دښمنانو له لوري ښې په درز کې روانې دي اوس نو پښتنو ته په خپله همت کول په کار دي په دې تمه کیناستل نه دي په کار چې په کابل کې په کروزین موټرو کې ناست او په ډالرو ماړه چارواکي به یې غم وخوري، د دې لپاره چې نړیوال یې غږ واوري د دې ډول کړنو په وړاندې دې قانوني ودریږي د ملګرو ملتونو ادارې ته دې عریضه وړاندې کړي او نور د قانوني او سوله ایزو لاریونونو په ترڅ کې بهرني نسل وژونکي سرتیري له دې منع کړي چې ونې او باغونه یې له منځه یوسي او نوی پيدا شوی نسل یې په سوشکل اخته وي او یا هم سوشکل دنیا ته راشي. په هر هیواد کې د سیاسي تدبیر د نه شتون په ترڅ کې ملي او د خلکو لخوا د تدبیر نیول ډير اړین دي چې باید ونیول شي. ولسمشر دې د ونو پر پرې کیدو یوازې دومره نه وايي چې بهرني ځواکونه دې د دوی ونې نه پرې کوي بلکه له دوی څخه دې په ککله وغواړي چې د هیواد شنو او سمسورو سیمو ته حتی له تلو څخه نوره ډډه وکړي او هڅه دې نه کوي چې په یو او بل نوم د خلکو شنه باغونه او باغچې له خارو سره خاورې کړي، نن په افغانستان کې ډيری مصیبتونه پر افغانانو د دوی له لاسه راغلي دي، ایران چې پر مونږ تیل بندوي ځکه یې بندوي چې بهرني ځواکونه یې کاروي، پاکستان چې ترهګرو ته هډې ورکوي ددې لپاره یې ورکوي چې په هیواد کې د امریکا له شتون څخه ویریږي، همداسې روس او چین هم درواخله. 
خو له دې ټولو ستونزو سره سره په هیواد کې د افغان دښمنه ډلو دا ډول کړنې نور نو هیڅ یو کس ته د منلو وړ نه دي. په دې هیله چې ولسمشر او په ډالرو مړه او په کروزین موټرو کې سپاره چارواکي دا غږ د نړۍ هر ګوټ ته ورسوي او د نړۍ له هر هیواد څخه پر افغانانو د دې ټولینز، سیاسي، فرهنګي او حتی عقیدتي یرغل مخه ونیسي، او هم له خلکو څخه غوښتنه کو چې لاس په کار شي د دې لپاره چې مونږ روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نه لرو نو بیا دې کوښښ وکړي چې ونې کیږدي او د هیواد په سمسورتیا کې نه ستړې کیدونکې ونډه واخلي، وسله وال مخالیفین د دې لپاره چې افغان تاریخ پرې د تر ټولو تورو څيرو او ټولو بدبختیو د لاملینو په توګه پرې قاضوت ونکړي هیله من یو چې په داسې ځایونو کې له افغان او بهرنیو ځواکونو خپل حساب کتاب وکړي چې ملکي وګړي، شنه باغونه او باغچې پکې زیانمنې نه شي او نه هم افغاني خوندي او افغاني واړه بچیان دې ته اړشي چې د رسی ډوله بمونو او ډزو له امله دې ته اړشي چې په غوږونو کې ګوتې ورکړي او یا هم افغاني خوندې د حمل پر مهال سوشکل بچی دنیا ته راوړي.
د یو تاریخي، سمسور او له هر ډول سیاسي سیالیو څخه د پک او ودان افغانستان په هیله
محمدالله ارین احمدزی
یادونه: یاده لیکنه په تاند ویب پاڼه کې هم کټ مټ په لاندې لینک کې تلی شی:

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=24397