غزل

نجيب الله اكرامي

تا پسې له كلي، ښاره وتى دى

زړه مې بس له خپل اختياره وتى دى

دغه ليونى په كاڼو مه ولئ

اوس ايله تازه له داره وتى دى

بيا به چېرته پروت په ميكده كې وي

ستا له دروازې بيزاره وتى دى

نه لري زړه تاب سترګې دې واړوه

دا د غلچكي ګوزاره وتى دى

هغه اكرامي چې ياديده به ځوان

خدايږو اوس بيخي له كاره وتى دى