غزل
راغلي زما يادوته ميلمانه دي مات کودړي
داوښکو هرکلي ته کوربانه دي مات کودړي
يووخت و سره منګي ول پيغلو وړي ول په وليو
...خو نن په هديرو باندې خواره دي مات کودړي
پوه نه شومه چې مينې که نفرت ټوټې ټوټې کړل
اخ څومره جنګ ځپلي پښتانه دي مات کودړي
بلا،بلا کيسې دمحبت به درته وکړي
دې ورانو ګودرو کې چې پراته دي مات کودړي
اوبو کې پيغلو ورکړې کشمالو ته خپلې اوښکې
هوسی غوندې له کليو نه ستانه دي مات کودړي
پرديسې زرکې بيا دې په پلو کې راټول کړي
دا ولې؟په تا ګران دي که خواږه دي مات کودړي
شعرونه