د ملي احساسا پالونکی اسدالله وحیدي باید  د شخصي ستونزو ښکار نه شي

د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

تیره ورځ په رسنیو کې د خپرو شویو رپوټونو له مخې د سرنوشت ورځپانې مسول مدیر ښاغلی اسدالله وحیدي د سپنتا په فرمایش د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په غوښتنه د لویې څارنوالي له لوري پرته له دې چې ورته خبر ورکول شي ونیول شو او توقیف شو، چې دا تر ننه د بندیخانې د تورو تمبو تر شاه دی. دلته به زه له دې چې دی ولې ونیول شو او چا ونیوی تیر شم، رابه شم ځينې مهمو ټکو ته چې له دې مسلې تړاو لري او ډير ټکي یې هم له دې مسلې ډير مهم دي.که په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې، او ولسمشر کرزي د فرمایشي او دوستانه حکومت تر په لنډو کې وګورو په تیرو لسو کلونو کې د دوی یوازنۍ لاس ته راوړنه کیدی شي د بیان ازادي وګڼو او بس، ځکه نور یې داسې بنسټیز څه نه دي کړي چې یو څوک پرې قضاوت وکولای شي، که د دولت جوړښت ته راشو په دولت کې له لوړپوړو چا رواکو نیولې بیا د ټيټې کچې تر کارکونکوپورې ټول په روابطو او ضوابطو ټاکل شوي دي او هر یو خپلې موخې لري، ‌ډيری ېې شخصي موخې، ډيری نور یې قومي او سمتي موخې او ډيری نور یې بیا ژبنۍ او نا سمې سیاسي موخې لري چې د پلي کیدو لپاره یې هڅه کوي. که راشم موضوع ته او هغه داچې د سرنوشت ورځپاڼې د وړمې ورځې په ګڼه کې د سپنتا د ورور طاهر سپنتا په اړه داسې خبر خپور کړی و چې دی وسله والې ډلې لري او یا بل څه دا نو دروغ ځکه نه دي چې ټول دولتي چارواکي په دې کې ښکیل دي یو به هم داسې سپين چرګ نه وي چې ځان سپين کړي، ځکه هغه متل دی وايي غله ته ټوله دنیا غله ښکاري، په سرنوشت ورځپاڼه کې خپور شوی خبر چې ما ولوست تر ډيره د ژورنالیزم له اصولو سره سم و او یاده شوې ادعا د سپنتا د ورور له لوري رد شوې وه، خو دلته د خندا وړ او زړه بوګنونکې خبره داده چې ولې سپنتا داسې ګام اوچت کړ، که یې د دې لپاره کړی وي چې بس دی او نور نشته داسې هم نه ده ځکه په لویدیځه نړۍ کې تر اوسیدولو هغو چې اوس یې ډيری واکداران دي په هیواد کې پاتې شوي دا نیم نا لوستي ډیر ښه دي ځکه چې دوی په هیواد کې ډير دردونه ګاللي دي او د ډيرو نورو په دردونو هم تر دوی ښه پوهیږي.که ده دا کار د دې لپاره کړی وي چې ګواکې نه یې دي کړي نو بیا خو په کراره هم دا خبره کیدی شوه دومره زور ته څه اړتیا نه وه ځکه وحیدي په خپل دفتر کې ناست یو کس و چې یوازې د قانون سره سم د بیان د ازادي زور یې درلود نه یې ځانمګري بریدکونکي او یا د سړک د غاړې ماینونه لرل چې ښخ کړي یې وی او د دوی پوښتنو نه وی ورغلی او نه یې هم د دوی په څير لویدیځ او بهرنی ملاتړ او بي ۵۲ ډوله الوتکې لرلې، وحیدي یوازې یو عادي خو له احساس او افغاني غرور څخه ډک یو انسان و چې د سرنوشت چلول هم د ده د احساس ښه ښکارونديي کولی شي چې اوس سرنوشت ورځپاڼه د څومره وطنپالو افغانانو په زړه کې ځای لري دا ټولې د ده نه ستړې کیدونکې هڅې وې چې کولې یې د ده تر شا لکه په هیواد کې د نورو رسنیو غوندې ایراڼو امریکا، روس ......... نه وو ولاړ چې دی یې په سیاسي او اقتصادي لحاظ پاللی وی دا یوازې او یوازې د ده خپلې هڅې دي چې په هیواد کې په داسې حالاتو کې هم دی کولای شي چې یوه ورځپاڼه وچلوي. د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر دا لومړی ځل نه دی چې په ځانګړې توګه په پښتنو قلموالو او ژبپالو داسې ګذار کوي ډير ځله یې داسې ګذارونه کړي دي د فرهنګ له وزیر سره خو دا ښایدل چې د ده ترڅنګ د مطبوعاتو د ولاړې قوې دا ډول له احساسه ‌ډک ځوانان یې نازولي وی او نورو ته یې پر دوی د یرغل او زور اجازه نه وی ورکړې، څه موده وړاندې یوازې د یوې ګنګوسې له امله یې بینوا ویب پاڼه د څو میاشتو لپاره بنده کړه او دا ده اوس یې پر سرنوشت چې په پلازمینه کې یوازنۍ خپلواکه پښتو ورځپاڼه ده برید وکړ او د دې ورځپاڼې مسول مدیر یې لویې څارنوالي ته ور وپيژاند او لویې څارنوالي هم په ډيره بې غیرتي ښاغلی وحیدي ونیو. اوس به راشو لویې څارنوالي ته لویه څارنوالي چې په هیواد کې یوازنی عدلي او خپلواک ارګان دی د دې پرځای چې وحیدي یې نیولی وی په هیواد کې به یې د غیر مشروع ټاکنو مخه نیولې ویو په فساد ښکلیل دولتي چارواکي به یې محکمه کړي وی، له ایران او نورو څخه د پيسو اخیستونکې رسنۍ به یې جریمه کړې او یا بندې کړې وی، ښاغلي وحیدي خو د دولتي چارواکو په څير نه هم له هیواد څخه څو میلیونه ډالره بهر ته وړي دي نه یې هم د زور واکو په څير په زوره صندوقونه له رایو ډک کړي دي، نه یې هم له نورو هیوادونو څخه د هیواد د ورانولو او پلورولو لپاره له کوم بهرني بادار څخه پیسې اخیستې، یوازې یو افغان او بیا په افغانانو کې یو کلک پښتون  و که دا جرم وي چې خپلې ژبې ته کار کول جرم دي نو بیا خو  دې ټول لوستې او د وخت تاړاک ځپلي پښتانه په دار شي ترڅو رهین، سپنتا..... او د ولسمشر نور ملګري پرې خوشاله شي. که سپنتا په دې خیال کې وي چې د ده غلاوې به پټې شي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر په دې خوښ وي چې له دې لارې به د پښتنو پر ستوني پښه ور کیږدي او د دوی غږ به مړ کړي دا ارمان دې هم له ځانه سره خاورو ته یوسي خو هغه متل دی چې وايي: ډم یې د یتیم په سر زده کوي نن همداسې ده ډير هغه کسان چې اساسي قانون دولتي واک او د ولسمشر کرزي ادارې ته څه ناڅه ژمن دي د دوی له لوري ټکول کیږي او دې اړ ویستل کیږي چې کابل خوشې کړي او غره ته مخه کړي او بیا په دوی کې هم دومره څه نه وي چې د ۴۰ دولتونو سره یو ځای یې مخه ونیسي دا نني هرڅه او هرې ناخوالې چې په هیواد کې روانې دي همداسې نا سمو کړنو او غیر قانوني فرمایشونو له امله را منځ ته شوي دي ځکه چې وايي په یوه څپيړه سل او زر مخه خوګیږي، نن یوازې وحیدي نه دی بندي بلکه د ده د لارې پالونکي ډير ځوانان ځانونه بندیان بولي او دا نه یوازې د وحیدي صیب سپکاوی بولي بلکه ټول پښتون قوم ته سپکاوی بولي. په پای کې له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه کوو چې د  دې ډول فرمایشي وزیرانو او چارواکو د نا سمو فرمایشونو مخه ونیسي او د دوی په اراضي کې غلي پراته پښتانه خدای مه کړه وسله والې مبارزې ته اړ نکړي ځکه پایلې به یې ښې نه وي. له لویې څارنوالي څخه مو غوښتنه داده چې د دې پر ځای چې وحیدي یې نیولی وی ښه به دا وی چې په درغلیو کې ښکیل نوماندان او د ټاکنو دکمیسونونو ځينې کارکونکي یې نیولي وی ځکه نن سبا ولسي جرګه پرانیستل کیږي او ‌ډير درغلي کونکي به دې جرګې ته لاره ومومي او بیا به ددې جرګې له لارې خپلې ناسمې او پردي پلوه موخې په دې هیواد کې پلې کوي او د سیاسي زور په ترڅ کې به یې پر دوی او په مجموع کې په ټول حکومت مني او زور به یې ملت ویني چې ښه بیلګه یې پر ایران د امریکا بندیز او په غبرګون کې یې بیا پر افغانستان د ایران له لوري د تیلو بندول و اوس دې لویه څارنوالي، اطلاعاتو فرهنګ وزارت، د کرزي امنیتي مشاور سپنتا........................... او نور دې و وايي چې تحریم چا پر چا ولګاوو او په اور یې کې یې څوک لولپه شول. له لویې څارنوالي څخه مو غوښتنه داده چې ښاغلی وحیدي پرته له قید او شرطه خوشې کړي او دا ډول فرمایشونه ونه مني. که سپنتا غل نه وي نو له یو عادي افغان سره دې دا ډول زور نه وهي چې ویې نیسي او بیا پرې له قانون څخه د سرغړونې تور ولګوي، ټولو هیوادوالو ته دا ښه جوته ده چې قانون تر ټولو ډير چا مات کړی دی او څوک له قانون څخه ډير سرغړونکي دي.

په درنښت

محمدالله ارین احمدزی