دناز خندا کوه جانانه درنه ورکه به شم

دتشې خولې جار او قربانه درنه ورکه به شم

زورور ياره په نيرنګ دې خدايږو پوهه نه شوم

ستا په منترويم حيرانه درنه ورکه به شم

ما خو ګلاب غوندې اغزو ته ټينګه غيږه ورکړه

ائ دخوږمن زړګي ارمانه درنه ورکه به شم

زاهده ولې مې تړې په زنځيرو دتسپو؟

دليونتوب څيرې ګريوانه د رنه ورکه به شم

ما زمزمه کړې په دې وچو او بې وسه شونډو

ائ دسندرو خوږ ديوانه درنه ورکه به شم

زرکې ويل چې راته ګوري اوغږ نکړي راته

ماته دخپله ځانه ګرانه درنه ورکه به شم