آیساف ځواکونو په خوست کې د یوې سیمه ایزې راډیو د خبریال کور پلټلی او هغه یې له ځانه سره بیولی دی

بهرنیو ځواکونو د خوست په ولایت کې د ولس غږ په نوم  د یوې خپلواکې سیمه ایزې راډیو د خبریال حمیدالله ترابي کور پلټلی دی او هغه یې له ځانه سره بیولی دی.

په دې ولایت کې میشت بهرني ځواکونه د دې خبریال کورته ورغلي دي او د کور تر پلټنې وروسته یې ښاغلی ترابي او د ده وړکی ورور چې په ښونځي کې و له حانه سره بیولي دي.

ښاغلی ترابي چې په سیمه کې یو ازاد خبریال دی څو کاله کیږي چې له نورو رسنیو سره د همکاري ترڅنګ یې له د ولس غږ له سیمه ایزې راډیو سره کار کاوو.

په خوست کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو استازو او ازادو خبریالانو دا کار په کلکه غندلی دی او دا یې د بیان د ازادي پر خلاف یو کار بللی دی او غوښتنه یې کړې چې نیول شوی افغان خبریال باید ژر تر ژره خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ځلې په پښتون میشتو سیمو کې بهرنیو ځواکونو د ډيرو خبریالانو کورونه پلټلي دي او دوی یې د نا سم رآپور له امله له ځانه سره بیولي دي.

د نیول شوي خبریال کورنۍ وايي چې که چیرې د دوی موخه ښاغلی ترابي وی کولای یې شوی چې هغه یې خپلې هډټې تر وغوښتی وی او ترې یې پوښتنې ګرویګنې کړې وی.

 په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د دې راډيو یو بل خبریال د سرحدي صدف په نوم د دې ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د نا معلومو وسله  والو لخوا په نښه شو خو یاد خبریال له برید څخه روغ رمټ و.