په ننگرهار پوهنتون کي د غزني ولايت د محصلينو د ٍټولني شکايت ليک

لکه څنگه چي دروان لمريز کال د و‌‌ٍَِږي د مياشتي په ٢٧ مه نيټه په ټول افغانستان کي د ولسي جرگي ټاکني تر سره شوي سره له دي چي په دي ټاکنو کي يو لړامنيتي او تخنيکي ستونزي وي ولي د ټاکنو کميسيون دغه ټاکني بريالي اعلان کړ‌ي،داچه د افغانستان په بيلابيلو برخوکي ټاکني څه ډول ترسره شوي په دي ليک کي خبري پري نه کوؤ، موږ غواړو په دي ليک کي د غزني د پايلوپه اړه خپلي نيوکي تر چارواکو اونړيوالو ورسوو.

دا چي د غزني ولايت په ولسي جرگه کي يوولس استازي چي اته تنه يي نارينه او دري تنه يي ښځي دي، د ولسي جرگي په تيره دوره کي ددغو استازوله ډلي څخه شپږ تنه يي له پښتنو څخه وؤ چي دا ځل دادي پايلي اعلان شوي دي او په يوولس تنه استازوکي د پښتنو څخه کوم استازي نشته موږ بي له دي چي کوم تعصب وکړو په ولسي جرگه کي د پښتنو استازي غواړو هغه په دي معني چي په دي ولايت کي د پرتوپښتنو استازيتوب نومول شوي وکيلان نه شي کولاي، که چيري دغه پايلي د رسمي پايلوپه توگه ومنلي شي نوپه دغه نا ارام ولايت کي به د نا اراميوبل شوى اور نورهم گرم شي، او ددي ولايت اکثريت اوسيدونکي به ځان له دولت څخه پردي وگڼي چي د دولت اووګړو تر منځ به فاصله نوره هم زياته شي موږ په کلکه د ټاکنو له کميسيون او نړيوالو څارونکو څخه غوښتنه کوو چي په غزني ولايت کي د اعلان شوو پايلو په اړه زموږلاندي غوښتني ومني.

١- د پښتنو سيمو د کانديدانو هغه رايه چي په بيلابيلو نومونو قرنتين شوي دي بايد وشميرلي شي.

٢ – دغه پايلي به په دي ولايت کي د ميشتوقومونو تر منځ نوري ستونزي او شخړي را منځ ته کړي نو ددي شخرود مخنيوي لپاره دي دولتي چارواکي او نړيوال لازم تصميمونه ونيسي.

٣- که ددي کانديدانو ناکاميدل د درغليوله امله وي نو بيا د دومره پراخو درغليو په صورت کي بايد دوهم ځل ټاکني وشي.

 ٤- د افغانستان داسلامي دولت له جمهورريس څخه په ټينگه غوښتنه کوو چي ددي ټولني په وړاندي چوپه خوله پاته نه شي.

٥- د فيفا له خپلواکي اداري څخه غواړو چي په غزني ولايت کي د شوو ټاکنو په اړه څيړني وکړي او ددي ولايت اکثريت وګړو غوښتني په پام کي ونيسي.

٦- که پورته غوښتنو ته پاملرنه ونشي په ننگرهار پوهنتون کي د غزني ولايت د محصلينو ټولنه به ددي ولايت له خلکو اوپه نورو پوهنتونونوکي له شته محصلينو سره په يو غږ خپل اعتراض ته دوام ورکوي د غونډو، اعلاميو او خبري کانفرانسونو له لاري به خپلي غوښتني تر نړيوالو رسوي.

 په درناوي

په ننگرهار پوهنتون کي د غزني

ولايت د محصلينو خپلواکه ټولنه