غـــــــــــــــــــــزل 


داچې له جانانه پردﺉ شوﺉ یم

زه مې له خپل ځانه پردﺉ شوﺉ یم


وچ به شمه زه د للمې ګل یمه

خلکه له بارانه پردﺉ شوﺉ یم


ژاړمه کوڅه په کوڅه ګرځمه

خدای خبر له چانه پردﺉ شوﺉ یم


وبه کړې آرمان خو زه به نه یمه

زه به له جهانه پردﺉ شوﺉ یم


نن مې راته خپل تصویر دا وویلې

وه سلیمه! تانه پردﺉ شوﺉ یم