دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دراتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې زمزمې عرب نیازۍ لاندې شعرکره کتنې ته وړاندې کیږي.دیادولو وړ ده چې دغه شعر په تیره غونډه کې دلیکوالي دکورس د اوږدیدو له امله کره کتنې ته وړاندې نه سو.
سپوږمۍ
دا ستا څیره زه د سپوږمۍ په مثالوکې وینم
دمینې یاره د زړګي په پرهروکې وینم
د زړه په کورمې آسمانی تندرراوهغورځیده
نن مې ژوندون په ماتوماتوآینوکې وینم
زما په زړه باندې خزان د بیلتانه راغی
نصیب همدا ده چې به ټول ژوندون په سلګوکې وینم
کله چې ته هم زما ژوند نه خبر شوې نن
ربابه تا هم نن په ترخو ترخو نغموکې وینم
یوازې تا ته سپوږمۍ د زړه حالونه وایم
نن خو ژوندون د زمزمې د غم کوڅوکې وینم
آغلې وږمه فضلی په دغه شعرلیکلې کره کتنې اوروي.
په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې هیلۍ احدي د ورسپارل سوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کوي.
د ادبیاتو او لیکوالي دزده کړي دکورس په برخه کې به دا ځل دهیواد تکړه لیکوال او ژباړن محمود مرهون دلیکوالي په اړه لکچر ارایه کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې د شنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې به دولایتونو په کلیوکې دمیرمن بهیر دغیابي غړو دټیلفوني شعرونو په ګډون ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت
وخت: شنبه،یوه نیمه بجه،ده افغانان،دپوهنې وزارت تالار
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ