غزل
زما له سترګو والوتله په ټول چم خوره وره شوه
چې خوشبو دې زما د اوښکو په شبنم خوره وره شوه
په سفر يې د اسرارو د هستۍ ځان سره بوتلم
لکه لار هسې مې مينه تر قدم خوره وره شوه
د هوسا زندګۍ لمر ته د خنجر له سيوري راغلل
چې رڼا په کومو خلکو د قلم خوره وره شوه
کله شخړه وي په خېټه کله جنګ په حقيقت وي
قبيله چې کله دلته د ادم خوره وره شوه
ستا ډيوې مې د مچکو تصور ته بلولې
چې تياره يې په انګړ کې ستا د غم خوره وره شوه
لکه ولوېږي رڼا چې په آيينه او وپړکېږي
هسې ستا په مخ مې مينه په عالم خوره وره شوه
د "حسن" د عمر پاڼې د خزان باد رېژولې
چې وږمه دا ستا د حُسن د موسم خوره وره شوه
ډاکټر حسن
23.10.2010
- محمدالله آرین احمدزی
پېژ ندلې څېره ( عبدالبا ري جها ني صا حب )
بشر مل نا صر
تـــه پــه قلم د پښتو ښكلـــي زرين تـوري ليكې
تا د پښتـــوژبي ارمـــا ن تـــه هـــر كلــى ويلى
ته پـــه شعرونو كي پښتو ستا يې پښتو ن ستا يې
د اور لمبو كي دي افغا ن تـــه هر كلى ويلى
تا بې حس...
24.10.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د پكتيا پېژندنې يو ورځنى علمي سيمينار جوړ شو
اوښتون كلتوري ټولنه
د۱۳۸۹ لمریز کال د تلې په دېرشمه نېټه د پکتیا ولايت په مركز ګردېز كې د پكتيا پېژندنې په نوم يو ورځنى علمي سيمينار د اوښتون كلتوري ټولنې له لوري جوړ شو.
په دغه يو ورځني علمي سيمينار كې د هيواد وتليو علمي څېرو له جرمني اكسفورډ پوهنتون څخه راغلى د ژبوهنې استاد مجاور احمد زيار، پوهنوال رسول باوري، پوهاند بشير دوديال، فلكلور پو عبدالكريم پتنګ، استاد زاهد مشواڼي او د علومو اكاډمۍ نورو درنو ليكو...