د الله،الله چې شور شي رانېږدې شي
د جذبو راباندې زور شي رانېږدې شي
منارې د عرش مې سترګو پسې نښلي
چې دعا زما د مور شي رانېږدې شي
ما له ځان سره ایرې،ایرې راټول کړي
چې وجود مې پسې خور شي رانېږدې شي
چې تصویر دې د هندارو وجود واغوست
د یوې شیبې په لور شي رانېږدې شي
ما طالب یواځې پرېږدی جدايی لا
چې خپل زړه راپسې اور شي رانېږدې شي
طالب منګل
20.10.2010
- محمدالله آرین احمدزی
غزل
چې ائيــــــــنه راپسې نه ګرځېده
خپــــــله څېره راپسې نه ګرځېده
زه يو...
23.10.2010
- محمدالله آرین احمدزی
پېژ ندلې څېره ( عبدالبا ري جها ني صا حب )
بشر مل نا صر
تـــه پــه قلم د پښتو ښكلـــي زرين تـوري ليكې
تا د پښتـــوژبي ارمـــا ن تـــه هـــر كلــى ويلى
ته پـــه شعرونو كي پښتو ستا يې پښتو ن ستا يې
د اور لمبو كي دي افغا ن تـــه هر كلى ويلى
تا بې حس...