د سندرې غوندې ښکليه پـــه ساز واوړې
ته مئين شې ته د ښکلو پــــه ناز واوړې
ټوله شپه مې خپل وجود درپسې غوښتی
پيدا نه شې راســــــــره په مجاز واوړې
ته راستون لـــــه زمانې شه لرې مه ځه
هسې نـــه چې چيرته بيا په ګداز واوړې
ستا په مخ کې به موسکی غوندې ودرېږم
ښکليه ياره سـره چې ته په غماز واوړې
ليونی دی، ليونی دی طالــــــــــــب ژڼی
يوه ورځ بـــه خامخه په دې راز واوړې
09.09.2010
- محمدالله آرین احمدزی
ربه
كاشكې ماشوم وى خدايه
د دې غمو نه لرې
په هيڅ هم نه پوهيدى
دا پوهيدا كيدى شي
زما د مرګ د لامل شي
ځكه چې!
اوس مې ډير ډير ځوروي
د چا خالونه او د چا يادونه
اختر دى لرې يم له كلي خدايه
نه هم جامې لرم نه سره لاسونه
بس په دا زړه كې مې يو ټك شي ربه
د چا يادونه مې كوږ ووږ كړي لكه مار چيچلى
خو بس يوازې ځان ته ډاډ وركوم
چې بل اختر هم شته دى و به شي نو
خو زما ګمان دى زما د خيال كښتى...
14.09.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د پام مجلې څلورمه ګڼه له چاپه را وته
پام مجله چې يوه سياسي، ټولنيزه او مهالنى مجله ده، داده په پوره برياليتوب يې څلورمه ګڼه چې ګڼ شمير سياسي، ټولنيز، معلوماتي او نور مطالب پكې خپاره شوي دي له چاپه را و وته. مينه وال كولاى شي چې دا ګڼه هم د تير په څير په ولاياتو كې زمونږ له استازو څخه لاس ته راوړي.
په درنښت
محمدالله ارين احمدزى
د پام مجلې مسول مدير
د اړيكې شميره:
دفتر:۰۷۰۰۱۵۰۰۵۴
شخصي: ۰۷۸۶۸۶۵۶۸۳
...